
د انکار په اور ماڼۍ باندې ولاړ دی
یار د مار غوندې لکۍ باندې ولاړ دی
نیم لوڅ مخۍ پر بلۍ ولاړه ده که؟
ښکلا لمر د غره په ژۍ باندې ولاړ دی
دا چې سیند دسندریزو تصویرو یم
ستا نظرمې شاعرۍ باندې ولاړ دی
څه منظر دی شین مرغه په بارانه کې
د ګلونو په بګۍ باندې ولاړ دی
دا چې چوپ یم وجه داده انسانیت مې
دچاړې غوندې مرۍ باندې ولاړ دی
شرنګوه یې نڅوه یې ستا جلان اوس
ستا د غږ په موسیقۍ باندې ولاړ دی
===
څه ووايي سړی چې یار په څه وخوږیده !؟
دخپل ضد په ډبرو ښوییده وخوږیده
په ګرمو احساساتو کې اورغر و رابهر و
چې بیرته خپل وجود ته ستنیده وخوږیده
له ډیرې مودې وروسته اینې ته مخامخ شوم
په خدای چې پخپل ځان باندې مې زړه وخوږیده
په سیوري سیوري خوب و تر دې حده نازک شوی
چې مازې د لمر څرک پرې پریوته وخوږیده
جلان څه ګرم ؟ جانان و بس د شاتو غوندې خوږ و
یو څه په اشتها مې وخوړه وخوږیده
سیدجیلاني جلان
کابل
۳۰ لړم ۱۳۹۴