خدای پاماني  فيډل کاستروته د چيګوارا ليک

 
ژباړونکې: ښکلا ځدران
ارنستو چيګوارا د کیوبا د انقلاب کمونست مبارز و چې د فيډل کاسترو په مشرۍ یې د امریکا د سوسیالیزم په وړاندې کلونه مبارزه وکړه هغه د یو انقلاب په ترڅ کې د باتیستا حکومت نسکور کړ خو وروسته  وپوهیده چې انقلاب د بیلارې خواته روان دی نو د خپلو ټولو مقامونو څخه یې استعفا وکړه او بولویا ته ولاړ چې وروسته همالته ووژل شو. ځیني خلک په دې اند دي چې ارنستو یو تروریست و خو دا خبره بلکل غلطه ده. هر هغه څوک چې د سوسیالزم په وړاندې مبارزه کوي د تروریست نوم پرې کیښودل کیږي. چيګوارا د کیوبا ملت ته ډیر خدمتونه وکړل. هغه د نړۍ له زړه راکښونکو شخصیتونو څخه دی چې نړیوال او په خاصه توګه ځوانان عجیبه مینه ورسره لري.
 
خدای پاماني
. زما مشره ! په همدې شیبه کې ډیر یادونه راته ژوندي شول لکه هغه ورځ چې ته مې په لومړي ځل د انتونیو ماریو په کور کې ولیدې او تا رانه وغوښتل چې په ډله کې ګډون وکړم او د چارو په ترسره کولو کې مو څومره زحمتونه وګالل.  یوه ورځ دې رانه وپوښتل چې د مړینې په صورت کې دې چاته احوال ورکړو؟ اول کې له دې پوښتنې خفه شوم خو وروسته مې چې فکر وکړ مرګ یو حقیقت دی چې باید ویې منم په انقلاب کې یا څوک مري یا بریا ته رسي او ډیرو په دې لاره کې سرونه له لاسه ورکړل. زه فکر کوم چې ما خپل رسالت د کیوبا په مقابل کې ترسره کړ اوس ددې وخت رارسیدلی چې له تانه او نورو ملګرو او د کیوبا له ملته خدای پامانی وکړم. نو ځکه رسما د ګوند له رهبرۍ، د ډلې له قومندانۍ او د کیوبا له تابعیته استعفا ورکوم. لدې وروسته به هیڅ ډول قانوني اړیکه د کیوبا سره ونلرم پرته له هغو اړیکو چې زما روح یې له دې خاورې سره لري او نه پریکیدونکي دي. کله چې د تیرو وختونو په هکله فکر کوم په پوره ویاړ او ایمان ویلای شم چې ما د انقلاب د بریا لپاره ډیر زیار ویست. زما یوازینۍ غلطي دا وه کله چې نوې د سیرامایسترا غرونو ته لاړ وم ستا د رهبرۍ او ملګرتیا په قدر کم وپوهیدم.  ما له برمه ډکې ورځې تیرې دي او ویاړم چې په بد ورځو کې د یو بل تر خوا وو. زما معززه مشره! ما پخپل ټول ژوند کې ستا غوندې پوه او ځیرک انسان نه دی لیدلی، پرته له شکه چې ما ستا لاره نیولي، د چارو سمبال د خطرونو پر وړاندې کلک ودریدل او خپلو ارزښتونو او باورونو ته ژمنتیا او احترام مې له تا زده کړل. باید ووایم چې زه کیوبا او د کیوبا ملت د اوښکو نه په ډکو سترګو پریږدم. مشره! زه تا پریږدم هغه څوک چې تل یې ماته د زوی په سترګه وکتل، دا بیلتون ما سخت ځوروي خو که هرچیرته واوسم ددې خاورې او ملت په اړه به یې فکر کوم او کوښښ به وکړم چې هرهغه څه چې تا رازده کړي ورته ژمن واوسم او عمل پرې وکړم. دا چې خپله مینه او اولادونه پریږدم نه یم خفه ځکه ډاډه یم چې ستا دولت به دوې وساتي. زه ځم ترڅو په پاتې نړۍ کې د یو انقلابي په توګه د امریکا ناوړه سوسیالیزم په وړاندې مبارزه وکړم. اه مشره! ډیرې خبرې ستا او د کیوبا ملت لپاره پخپل زړه کې لرم خدای ښه پوهیږي چې څومره هیلې او ناویل شوي خبرې دوی ته لرم خو اوس ناوخته دی. په ټوله انقلابي مینه دې غیږ کې نیسم یا مرګ یا بریا.
ستا سرتیری... ارنستو چيګوارا