پوهنه او زموږ ټولنه:   

 
نن ډير داسې خلک شته چې ځان به پروفیسور ګڼي، په دولت او حکومت کې به دنده هم لري، نورو ته به هم د زده کړې او علم شعارونه ورکوي خو؛ د لور زده کړه، د خور زده کړه او د مور زده کړه به ورته شرم ښکاري، ننگ ښکاري، پیغورښکاري. بهانه به يې همدا وي که زما خويندې، او لوڼې د زده کړې لپاره ښوونځي او خاصتا پوهنتون ته روانې شي، خپل/ پردي او توربرونه به څه وايي؟! دا خو د شرم او ننگ خبره ده که مې خويندې او لوڼې د حجاب لاندې انسانان گوري، ښځه خو د کور ده، نو؛ هغې ته په ښوونځي، قضا، څارنوالۍ، ډاکترۍ او انجنيرۍ څه؟! خو دا به شرم او ننگ نه بولي چې ښځه يې د پينځو څادرونو لاندې ډاکتر ته کينولې وي چې په غوښه خو يوه پيچکاري ور وکه!
د علم زده کړه په نر او ښځې فرض شوې، پوهنه د انسان مطلق حق دی چې دا حق الله (ج) ورکړی دی، نه انسان؛ نو هیڅ انسان ترې د هغې خدای ورکړی حق نشي اخيستی.
بې ځایه ننګونه او غيرتونه د نابودۍ سبب ګرځي، په پښتو کې يو متل لرو: شرم مې کاوه بیخ می خاته...
پوهه کې د انسان د بریالیتوب، سوکالۍ او هوساينې راز نغښتی دی نو پدې کې شرم او ننګ؟!!!
په ناپوهۍ کې اوسیدل خپله ستره ګناه ده، الله (ج) فرمایي: ایا برابر دي هغه کسان چې علم او پوهه لري د هغو کسانو سره چې علم او پوهه نه لري؟ ښکاره خبرده چې هیڅکله سره ندي برابر.                                                                         
 
1.پوهنه د ځان او دالله (ج) پیژندل دي.
2. پوهنه کې دانسان عزت نغښتی.
3. پوهنه کې د انسانیت لوړ مقام ته رسیدل دي.
4. پوهنه د انسان مطلق حق دی.
5. پوهنه په تيارو کې رڼا ده چې تا له هر ډنډ او گړنگ څخه سمې ته راکاږي.
6. پوهنه د ښه او بد ترمنځ توپیر دی.
7. پوهنه په ځان باور لرل دي.
8. پوهنه ستر نعمت دی.
9. پوهنه د انسان وسله ده.
10. پوهنه د انسان شتمني ده.
11. پوهنه د انسان بریالیتوب دی.
12. پوهنه د ژوند په مقصد پوهیدل دي.
13. پوهنه د انسان خپلواکي ده.
14. پوهنه د انسان پیاوړتیا ده.
15. پوهنه د انسان د خبرو ښکلا ده.
16. پوهنه د انسان غرور دی.
17. پوهنه دانسان شخصیت دی.
18. پوهنه دالله (ج) او د انسانانو د حقوقو پیژندل دي.
19. پوهنه دژوند تګلاره ده.
 
        هیله: هڅه وکړئ ځان او د کورنۍ سرپوښ (ښځې) ته د پوهې لاره پرانیزی، مه پریږدئ نور مو دښمن را څخه  همدا د ناپوهۍ تيارو کې ناوړه ګټه پورته کړي.
 چې د تعلیم او پوهې په وسله سنبال نشو تل به د پرديو اسيران يو، غلامان يو، کور به مو ورانيږي، عزت به مو لوټيږي، ژوند به را څخه اخيستل کيږي خو؛ زمونږ د ننگ او د غيرت هوايي کيسې به هيڅ ځای نه نيسي.
د نن ورځې ننگ، غيرت، عزت، جرات، ژوند، پرمختگ، سيالي ... يواځې پوهه ده او بس.
په درنښت
سایمه صدیقې