ملا محمدعمر مجاهد او ملا اخترمحمد منصور/ تقابلي پرتله

 
لومړۍ برخه
۱ -  امیرالمومنین مرحوم ملامحمدعمرمجاهد د ظلم ، فحشا او فساد پر ضد او د اعلاء کلمة الله لپاره جهاد پیل کړچې په لنډه موده کې یې د هیواد په ۹۵ سلنه خاوره کې په مکمله توګه شرعي نظام نافذ او اسلامي حکومت قائم کړ.
خو....
ملااخترمحمد منصور ، د آی ایس آي له غېږې راپورته شو ، د پاکستاني کرنلانو په ملاتړ یې  د امیرالمومنین پر جوړ کړي کور خېټه واچوله ، لومړنۍ جګړه یې د خپلو همسنګرو ملګرو پر ضد وه  چې سلګونه طالبان او مجاهدین په کې ووژل شول.
۲ - ملامحمدعمرمجاهد د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راغوڼد شوو ۱۵۰۰ جیدو علماء کرامو په کندهار کې  په متفقه توګه د شریعت د اصولو په رڼا کې امیرالمومنین مقرر کړ  چې نوموړي هم  د ژوند تر وروستۍ ورځې  له دغه پاک نوم، پاک مسئولیت او سپیڅلې مقام  څخه داسي ساتنه وکړه چې په اسلامي تاریخ کې یې ساری ډېر کم موندل کیدای شي .
خو.....
ملا اخترمحمد منصور د پاکستان د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه  کې ۵ کسه خپل قومیان ( اسحاقزیان) را وبلل بیعت یې ځيني واخیست او  ځان یې په امیرالمومنین کړ.
۳ - امیرالمومنین (رح) ته تر امیر ټاکل کېدو وروسته د ازبکستان د مجاهدينو مشر قاري طاهرجان یلداش ملاقات ته راغلی ،  په خبرو کې یې ورته وویل: د اوس لپاره دې نه امارت منم ، نه د امیرالمومنین په صفت د بیعت لاس درکوم او نه دې هم د ځان او خپلو مجاهدینو مشر بولم .
یوازې په دې هیله درته راغلي یم چې موږ غواړو په افغانستان کې و اوسو ، ځکه په خپل هیواد کې د اوسېدلو حق راڅخه اخستل شوي دي او نور هیوادونو مو هم په دې جرم چې مسلمانان یو او جهاد کوو په خپله خاوره کې نه پرېږدي ، نو ایا ته  تیار یې چې څو تنه  ازبکستاني مهاجرو مجاهدینو ته په خپل هیواد کې پناه ورکړي؟
امیرالمومنین (رح) ورته وویل : هو تیاریم انشاءالله .
طاهر یلداش : یو ځل بیا درته وایم ، زه دلته یو مهاجر یم ، او له تاڅخه هم یواځې د انصار کېدو غوښتنه کوم ، ايا زما انصار کېدلای شي؟ ماته پناه راکولای شي ؟ او زما مرسته کولای شي؟
امیرالمومنین(رح): هو انشاءالله .
قاري طاهرجان: زموږ شتون به درته ډېر ګران تمام شي، د نړۍ کفار به درباندې سخت فشارونه راوړي او کیدای شي زموږ وجود دې امارت او پاچاهي ته هم یو جدې ګواښ جوړ شي ،آيا بیاهم تیار یې چې موږ دلته پاتې شو ؟ ایا تاسي زموږ مهاجرو انصار کېدلای شي ؟ ایا ته زموږ مرسته کولای شي ؟
امیرالمومنین ورته وویل: انشا‌ءالله چې زه ژوندی یم تر هغو پورې به دې مرسته کوم او تر خپله وسه به کوښښ کوم چې تاسي ، د کفارو ، منافقینو او ظالمو حاکمانو له شره وساتم .
د دې خبرو تر اوریدو وروسته  طاهریلداش سخت احساساتي شو او په داسي حال کې یې امیرالمومنین ته د بیعت لاس ور اوږد کړ چې له سترګو یې د خوښۍ د اوښکو قافله تر ګریوانه رسېدلې وه .
خو......
ملا اختر محمد منصور چې په غیر شرعي او غیر اصولي توګه ځان د ټولې نړۍ د مومنانو امیر اعلان کړ نو د کوټې ، چمن ، کراچي ، پېښور او ..... تر بیعتونو راټولولو وروسته یې سم دستي  د قاري طاهرجان یلداش مجاهدینو او مهاجرینو ته کسان ولیږل  چې یامي غیر شرعي امارت ومني  او یاهم ځانونو ته د کفن غم وخوري.
د طاهرجان ملګرو چې وار د مخه یې لا نوموړي ته د شک په سترګه کتل ،د اخترمحمد منصور پر امارت یې  له شرعي اړخه ځيني  ملحوظات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې که زموږ شرعي ملحوظات لیري کړای  شي او موږ ته په شرعي توګه قناعت راکړل شي نو هغه وخت به په پټو سترګو بیعت وکړو.
خو......
 ملا اخترمحمد منصور د دي پرځای چې د هغوي شرعي غوښتنو ته په شرعي توګه ځواب ووایي او په اصولې توګه یې د پوهولو هڅه وکړي له  هلمند، روزګان ، کندهار او زابل څخه یې سلګونه وسلوال راټول کړل او د داعش په نوم یې د هغوی د له منځه وړلو امر ورته وکړ، چې په یوه اوونۍ کې یې باید له نره تر ښځې ، له کونډې تر یتیمه او له زاړه تر واړه ټول له منځه یوسي .
۴ – امیرالمومنین ملامحمد عمرمجاهد (رح) له  پاټکسالارانو ، ټوپکیانو او نورو فاسدینو سره د جګړې پر مهال خپلو ټولو جنګي قومندانانو ته امر کړی وو چې تر خپله وسه باید هڅه وکړي چې تعرضي بریدونه د شپې لخوا وکړي ترڅو د مقابل لوري کسان له تیارې څخه په استفاده وکولای شي روغ له صحني وتښتي او ژوند یې وژغورل شي.
ځکه هغه نه غوښتل چې مرګونه وشي بلکې یواځې یې هدف د ظالمانو او مفسدینو د واکمنۍ ختمول او ولس ته یې له ظلم او فساد څخه د نجات ورکول هدف وو.
خو .......
ملااخترمحمد  په خاک افغان ولسوالي کې د خپلو ملګرو او همسنګرو مجاهدینو په مقابل کې  تر جګړه مخکې خپلو قومندانانو ته قاطع امر کړی وو چې باید د ده ټول مخالفین ووژل شي او هیڅ کوم کس له صحنې څخه ژوندی ونه وزي تر څو کار یې بلې ورځې او بلې سیمې  ته پاتې نه شي او ژر ژره د ده د امارت په مخ کې ټول پراته خنډونه له منځه لیري شي.
همدا لامل وو چې د اخترمحمد منصور پلویانو ټول هغه تسلیم شوي ۵۵ تنه ازبک مجاهدین  په یوه کور کې بند کړل او کور ته یي په بمونو انفجار ورکړ چې ټول همالته په کې ختم شول.
خو په صبا یې رسنیو ته وویل چې دغو ازبک مجاهدینو په خپله ځانونه په بمونو والوزول.
ایا دغه خبره به د کوم خره هم زړه ته ولویږي چې مجاهدین دې په خپله بې له کومه هدفه ځانونه ووژني ؟
هغوي چې د امریکایانو او ناټو د هر رنګه سختو عملیاتو او چاپو په وخت کې هم ځانوژنه ونه کړه نو د خپلو همسنګرو ملګرو  په محاصره کې به څنګه د کبیره ګناه ارتکاب وکړي.
۶ - امیرالمومنین ملامحمدعمرمجاهد په هر ډول سختو حالاتو کې بیاهم له هیواده بهر ونه وتی بلکې د خپل ولس په منځ کې اوسېدلو ته یې تر هر هیواد او هر رنګه مسترح ژوند ترجیح ورکړه .
خو....
ملااخترمحمدمنصور په تېرو څوارلسو کلونو کې یوه ورځ هم هیواد ته د راتګ زحمت ونه ایستی او حتی د بیعت اخستلو لپاره یې هم د پاکستان د کوټې ، چمن ، پېښور ، کراچي او نور ښارونه غوره کړل.
۷ - امیرالمومنین مرحوم ملامحمدعمر مجاهد رښتینې وو ، پاک وو، له قوم پرستۍ ، اقتدارپرستۍ او سمت پرستۍ څخه لیري کس وو ، د هغه په اړه تر اوسه چا نه دي ویلي چې نوموړي دې کوم څوک تېر ایستلی وی او یادې هم دروغ ورته ویلي وی . ټول ملګري یې د رښتینولۍ ، اخلاص ، صداقت او ایماندارۍ خبرې کوي او هغه ته د نږدې کسانو په عقیده نوموړی یو ولي د خدای وو.
خو ......
ملااخترمحمد منصور پوره دوه نیم کاله ټوله نړۍ په دروغو  غولولې وه ، په دروغو یې د امیرالمومنین په نوم پیغامونه خپرول، په دروغو یې د هغه په نوم ټاکنې کولې ، په دروغو یې د هغه په نوم خپل ټول مخالفین او د امارت مخلص کسان له صفه ایستل او په دروغو یې ټول امارت اداره کاوی.
د اخترمنصور د قوم پرستۍ ، خودخواهۍ ، خودغرضۍ او اقتدار پرستۍ کیسې دومره مشهورې او عامې دي چې بیان ته یې هیڅ ضرورت نشته بلکې هرچاته تر لمر عیانې دي.
پاتې لري......
لیکوال : مولوي ابو احمد دردمن