لغمان د تاریخ په اوږدو کې علمي او څیړنیز سیمینار جوړ شو

افغانستان-لغمان
ولایت مقام-مطبوعاتي دفتر
نیټه:۲۷-۸-۱۳۹۴
 
نن ورځ لغمان د تاریخ په اوږدو کې  ملي-علمي او څیړنیز سیمینار د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اولغمان ولایت مقام په نوښت او هڅو سره جوړ شو،په دغه سیمینار کې لغمان والي عبدالجبارنعیمي،داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مرستیال زردشت شمس،د ملي امنیت شورا سلاکار استاد نجیب منلي، د کابل پوهنتون استاد پوهنوال محمد اسماعیل یون،د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړو،د لغمان ولایتي شورا رئیس طاوس عادل،د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس فیضان الله پټان،ګڼ شمیر نورو علمي او فرهنګي شخصیتونو،استادانو،لیکوالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د لغمان ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست رئیس فیضان الله پټان جوړ شوې سیمینار ته پرانیستونکې خبرې وکړې ټولو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې په دغه ولایت کې د علمي اوفرهنګي فعالیتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل،نوموړي وویل چې اوسنۍ ولایتي اداره قوي هوډ لري چې په دغه ولایت کې تاریخ ابدات ورغوي،علمي او فرهنګي مرکزونه پیاوړي او لغمان ولایت ته په هره برخه کې اساسي خدمت وکړي.
پټان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه او لغمان والي مننه وکړه چې د سیمینارپه جوړیدو کې یې ځانګړې همکاري او مرسته وکړه او په ګډو تلاشونه یې دغه مهم سیمینار جوړ کړ.
لغمان والي عبدالجبارنعیمي سیمینار ته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني پیغام ولوست په پیغام کې پر دې خوښي څرګنده شوه چې د لغمان ولایت پر نوي تاریخ رڼا اچول کیږي او ماضي راسپړل کیږي،په پیغام کې ویل شي چې دغه ډول سیمینارونه نسلونه سره وصل کوي او دملي تاریخ له غنا سره مرسته کوي،د اړوند وزارت او ولایت مقام مننه شوي وه چې په ګډه تلاش سره یې اغیزمن سیمینار جوړ کړ.
لغمان والي د ادارې او ولسونو په استازیتوب له ټولو هغه کسانو مننه وکړه چې په دغه مهم او علمي سیمینار کې یې ګډون کړ، د سولې،پوهې او سمسورتیا کورته یې تشریف راوړو،لغمان والي وویل دغه ډول سیمینارونه کولی شي ولس له روانو بدمرغیو او ناخوالو وژغوري او راتلونکې روښانه کړي.
نوموړي لغمان ولایت د علم،فکر،قلم او استعدادونو داسې مرکز یاد کړ چې  دهېواد په کچه یې معنوي قوت او خدمت څرګند دی او هغه کسان یې  د دغه معنوي قوت او خدمت دښمنان وبلل چې په لغمان ولایت کې د امن،یووالي،پوهې او پرمختګ پر ضد کړنې ترسره کوي.
لغمان والي داهم وویل چې د دغه ولایت د یو شمیر تاریخي ځایونو د رغونې،جوړونې او علمي مرکزونو د پیاوړتیا لپاره یې اساسي تلاشونه پیل کړي چې په راتلونکې کې به مثبته پایله ورکړي،له ولس یې وغوښتل چې د هر مثبت پرمختګ ملاتړ وکړي او هره ویجاړونکې او ورانکاره کړنه په ټینګه وغندي.
لغمان والي د سیمینار له ټولو برخوالو وغوښتل چې د لغمان د قوت،پوهې او سمسورتیا پیغام د هېواد هر ګوټ ته ورسوي ترڅو د لغمان ولایت انځور روښانه او دغه ولایت د افغانستان په کچه په یو مخکښ ولایت بدل شي.له ټولو هغه کسانو یې د زړه له کومې مننه وکړه چې د سیمینار په جوړیدو کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زردشت شمس د وزارت  مقام د پیغام د لوستلو ترڅنګ لغمان د تاریخ په اوږدو کې جوړ شوی سیمینار یو داسې عملي ګام یاد کړ چې دغه ولایت ته به یونوی رنګ ورکړي،نوموړي وویل چې د لغمان ولایت د تلاش او وړاندیزپه پایله کې یې د سراج کلا درغونې لپاره بودجه ځانګړې کړي چې د پلان سره سم به پرې کار پیل شي.
وروسته جوړ شوي سیمینار ته د کابل پوهنتون استاد پوهنوال محمد اسماعیل یون خبرې وکړې د خپلو خبرو پرمهال یې له خلکو وغوښتل چې د ځوانانو ښوونې او روزنې ته ځانګړې توجه وکړي له ولایتي ادارې یې غوښتنه وکړه چې د علمي مرکزونو پیاوړتیا ته توجه وکړي،نوموړي وویل د هر مثبت کار او پرمختګ باید ملاتړ وشي او په ټولنه کې د ټولو ناروا کړنو مخه ونیول شي،جوړ شوی سیمینار  یې دد غه ولایت د پرمختګ،جوړونې او علمي ودې لپاره خورا مهم ګام یاد کړ.
ورپسې سیمینارته د بیلابیلو ادارو او بنسټونو لخوا را ستول شوي پیغامونه ولوستل شول، بیا په خپل وار سره څیړنکو،استادانو او لیکوالانو د لغمان ولایت د تاریخ،دودونو،ټولنیز جوړښت،مشاهیرو،تاریخي ابداتو او راتلونکې په اړه بیلابیلې علمي او څیړنیزې مقالې ولوستي.د یادونې وړ ده چې راغلیو ملیمنو د دغه ولایت له ښار او یو شمیر تاریخي ساحاتو څخه هم لیدنه وکړه.