
شاعر او ښاپيرۍ سره ملګرې شول. .ښاپيرۍ ،شاعر ته خپله بڼکه او شاعر ،ښاپيرۍ ته شعر ډالۍ کړ. شاعر بڼکه د خپل شعري ديوان په منځ کې کيښوده او شعرونو يې اسماني رنګ واخيست . ښاپيرۍ شعر زمزمه کړ او خوله يې د مينې خوند واخيست .
خدای (ج) دواړو ته وويل : په دې کار مو خپل ځان ته ژوند ګران کړ !
شاعر ، چې اسمان وويني نو مځکه ورته کوچنۍ شي . او ښاپيرۍ ،چې دمينې خوند وڅکي اسمان ورته تنګ شي !!!