د ټاپي پروژې ګټو ته لنډه کتنه

 
ټاپي (TAPI) د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند  ترمنځ د نللیکې په وسیله د طبیعي ګازو د لېږد ستره اقتصادي پروژه ده چې د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نل لیکه غځول کيږي. دا پروژه چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې طرحه شوې وه د امنيتي ستونزو له كبله پر خپل وخت پلې نه شوه. تر ډېره ویل کيږي چې دا پروژه د ګاونډیانو په تيره بیا د ایران د لاسوهنې، ناامنۍ، د طالبانو د واکمنۍ، د بهرنیو کمپنیو لکه فرانسوۍ، چینۍ او روسي تر منځ د سیالیو له کبله له عملي کېدو پاتې وه. د دې پروژې وروستی هوکړه لیک په ۲۰۱۰ کال کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې د څلورو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ لاسلیک شو.
اوس ویل کېږي چې د ګازو د نللیکې د جوړېدو عملي کار به یې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په ډسمبر کې پیل او ویل کیږي چې تر ۲۰۱۸ زېږدیز کاله پورې به بشپړ شي.
د ګازو نللیکه ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري چی د ترکمنستان له دولت آباد څخه پیل او د دغه هېواد په خاوره کې د ۱۴۷ کیلومتره واټن وهلو وروسته ۷۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د افغانستان لويدیځو ولایاتو یعنی هرات، فراه، هلمند او کندهار نه وروسته پاکستان ته وغځيږي او همدارنګه د پاکستان په خاوره کې ۸۰۰ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هند په فاضليکا سيمه کې پاى ته ورسيږي. د نللیکې قطر ۵۶ انچو په اندازه دی چې د دیرشو کلونو لپاره هر کال د ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګازو د لیږد وړتیا لري.
د دې سترې اقتصادي پروژي ټول مالي لګښت (۱۰) میلیارده ډالره اټکل شوی. د دې سترې پروژې په تمویل کې آسیایي پراختیايی بانک مهم رول لوبوي.
دا پروژه د منځنی او جنوبي آسیا ترمنځ ستره اقتصادي پروژه ده او پلي کول به يې هر شریک هېواد ته ځانګړې اقتصادي ګټې ولري. لومړی به د افغانستان لپاره د دې پروژې په ګټې رڼا واچوو.
اوس مهال افغانستان نه یوازې  له ګڼو امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی، بلکې ترڅنګ یې له ګڼواقتصادي ستونزو لکه وزګارتیا، د پانګونې له کمښت، بهرنیو هېوادونو ته د شخصي پانګې له تېښتې، د تولید کمښت، په اقتصادي دوران کې د نوساناتو ډېروالي، مالي بحران، د افغانیو د ارزښت کموالی، د وارداتو لوړوالی او داسې نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، نو په داسی سترو پروژوه کې داخلېدل او پانګونه او د منطقې په سطحه له خپل ستراتيژیک موقعیت نه ګټه پورته کول، کولای شي د لنډمهال لپاره د یادو شوو ستونزو په حل کې او د ګران هېواد د اقتصاد په پرمختګ کې ګټور واقع شي. ترڅنګه یې څرنګه چې افغانستان ستراتیژیک موقعیت لري او کولی شي منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره وصل کړي، نو په ډاکه ویلای شو چې افغانستان د دې پروژې اصلي محور دی او پرته له افغانستانه د دې سترې او حیاتي پروژې پلي کېدل ناشوني دي.
دا پروژه به د افغانستان لپاره له څو اړخو ګټه وره وي:
لومړی دا چې د لسو کلونو لپاره به افغانستان د کال ۲۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیت یا حق العبور فیس ترلاسه کړی، همداشان د ټاپي پروژې په پیلېدو سره به ډېری ځوانان نورو هېوادونو ته له ناقانونه تګ څخه راوګرځول شي او په خپل هېواد كې به خپله فزیکي قوه په كار واچوي چې دا په خپله د بیکارۍ ستونزې په حل کې تر یو اندازې موثر واقع کېدای شي، ویل کیږی چی ۱۲۰۰۰۰ افغانان به په مستقیما توګه په دې پروژه کې په کار وګمارل شي.
بله لویه ګټه یې دا ده، که په نللیکه کې ځای وي، نو افغانسان د قرارداد له مخې کولای شي په خپل هېواد کې د ننه تولید شوی اضافي ګاز هم پاکستان او هند ته وليږدوي. ترڅنګ یې افغانستان به د دیرشو کلو لپاره د ګاز لپاره خپله اړتیا چې له برېښنا څخه وروسته مهمه انرژي ده، په ټیټه بیه له دې لاری پوره کړي، چې په لومړۍ لسیزه کې به(۰،۵) په دویمه کې(۱) او په دریېمه لسیزه کې (۱،۵) میلیارده متر مکعب گاز ولري، همداشان دا پروژه به د سیمې د هېوادونو لپاره د همکاری د پله بڼه ولري.
او بالاخره د دې پروژه پلي کېدل به د سیمې په کچه د امنیت او ثبات په ټینګښت او د سولې په راوستو کې ډېره مرسته وکړي.
په همدې ډول دا پروژه به ترکمنستان ته هم لویه ګټه ورسوي. ترکمنستان اوس مهال د نړۍ په سطحه د طبیعي ګازو د زېرمو د درلودو له اړخه څلورم هېواد دی چې د دې پروژې له لارې کولی شی خپل طبیعی ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته صادر کړي او په لويه پیمانه عاید ترلاسه کړي. همدا شان ترکمنستان کولی شی خپل اقتصادي او سوداګرۍ ارتباطات د پروژه له شاملو هېوادونو او د نړی نورو هېوادنو سره پراخ او په نړیوال سوداګریز مارکېټونو کې ځانګړی ځای خپل کړي.
د هند او پاکستان لپاره به د ټاپي پروژې ګټه څه وي؟ لکه څرنګه چې د دې دواړو هېوادنو او په خاصه توګه د هند نفوس مخ په لوړېدو دی او له دې کبله له ډېرو پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې له جملې څخه یې د طبیعو ګازو نشتون او کمښت ده، نو د ګازو د تقاضا د پوره کولو او د خپلو اقتصادي فعالیتونو پرمخ لوړو لپاره اړین ګڼي ترڅو داسې پروژو په هڅه کې اووسي چې د هراړخ نه ورته ګټوره او ارزانه تمامه شي. پاکستان له ډېرو مودې راهیسې سیاسي او اقتصادي ستونزې لري او یو بل ته د شک پر سترګه ګوري، نو د دې پروژې په پلي کېدو به د دوی ترمنځ دا شته ستونزې تر یو حده حل شي نو ویلی شو چې د تاپي پروژه د پاکستان او هند د ګازو او نورو ستونزو د حل کلۍ هم کېدای شي.
په آخر کې په ټولي توګه ویلی شو چی د ټاپي څو ملیتي او مغلقې پروژې په تطبیق او بریالیتوب سره به د دخیلو هېوادنو ډېری هیلې او سترې اقتصادي ګټې پوره شي او د منطقې په سطحه به د اقتصادی او سیاسی روابطو په ټینګښت کې یو نوی او له ارزښت ډک انقلاب وي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.