
۲۵-۸-۱۳۹۴/ کابل، افغانستان
ځینې مدني ټولنې د ټولټاکنو د کمیسیون د غړو د ټاکنی لپاره د غوراوي د کمیټی لپاره د مدني ټولنی په استازیتوب ځینې کسان حکومت ته ورپيژندلي چې دا د دوی د صلاحیت څخه پورته کار دی. هیڅ ډله یا جوړښت چې ټول چتري بنسټونو ته د وندې زمینه برابره نکړي، خپله پریکړه په ټولو مدني ټولنو باید ونه تپي. نو پر همدی بنسټ کڼو چتري بنسټونو ته فعلي کسان د استازو په توګه د باور وړ نه دي او د دغو ډلو دا ډول پریکړې غیر مشروع ګڼي او د ملي یووالي د حکومت د رهبری نه په کلکه غوښتنه کوي چې د مدني ټولنو لخوا په غیر شفاف ډول پیژندل شوي کسان د غوراوي په کمیټه کې و نه مني او مدني ټولنه پریږدي چې په روڼ او خپلواک ډول او ټولو چتري بنسټونو ته په یوه منل شوي میکانیزم کسان و ټاکي او حکومت ته یی وپیژني.
مدني ټولنو د تاریخ په اوږدو کې د نړئ د ډیرو هیوادونو په پرمختګ او د ولسونو په سوکالئ کې د حکومتونو سره په ګډه یو مهم او ارزښتناکه نقش لوبولی دی. خو په دی شرط چې مدني ټولنی د څو کسانو یا ډلو په انحصار کې واقع نشي. همدا راز باید د داسې کسانو او ډلو مخه ونیول شي چې د مدني ټولنې له نوم نه ناوړه ګټه پورته کوي، عامه سرچینې د خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو لپاره کاروي، او انساني، ملي او عقیده وي ارزښتونو ته سپکاوی کوي. د داسې ډلو مخنیوی نه کول د خلکو باور په مدنې خوځښتونو کموي او د ټولنیز پرمختګ مخه نیسي.
په افغانستان کې ولسواک نظام نوی دی نو په همدی بنسټ د مدني ټولنو رول هم خورا مهم دی. لکه څرنګه چې مدني ټولنی د حکومتونو او د ولس تر منځ د یو پول دنده اجرا کوي نو په همدی اساس دغه رابطه باید سالمه او حقیقي وي کنه نو پایلی به یې د ملت او دولت په منځ کې د واټن زیاتیدل وي. نو ځکه د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ټولو ریښتینو مدني بنسټونو ته برابره پاملرنه وکړي.
د مدني ټولنو ګډ کاري ګروپ چې په کابل کې د شاوخوا دری کلونو را پدیخوا کار کوي د مدني بنسټونو د را ټولولو او همغږي کولو لپاره یوه ښه پروسه ده. دغه ګروپ د کارونو د انسجام لباره په کابل کې یو سکرټریټ لري. ددی سکرټریت دنده ده چې د مدني بنسټونو کارونه منسجم کړي نه داچې د هیواد په کچه د مهمو کارونو په اړه د ټولو مدني ټولنو په استازیتوب پریکړی وکړي. همداراز د ګډ کاري ګروپ د سکرټریت د یو څو کسانو په انحصار کې دی او د ملي وحدت ښکارندوی ندی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې زرګونه مدني ټولنې شته، د ګوتې په شمار کسان د سکرټریت له لارې غواړي چې د خپلې خوښې پریکړې په ټولو مدني ټولنو ومني. دا کار د افغانستان ملي مدني ټولنو ته چې تل یې د حق او خپلواکی لپاره قرباني ورکړې ده د منلو وړ ندی او اجازه به ورنکړي چې د افغانستان د راتلونکي په سر لوبې وشي. په همدې دلیل لاندې د حل لاره حکومت ته وړاندې کیږي.
لکه څرنګه چې ټولټاکنې د افغانستان د راتلونکی برخلیک په ټاکنه کې یو ډیر مهم او حیاتي رول لري نو باید په دی برخه کي ډیر دقت وشي او لاندې ټکو ته په پاملرنه، د مدنې ټولنې استازې د غوراوي کمیټې ته وټاکل شي:
په یوه اونۍ کې د چتري مدني ټولنو د پيژندلو لپاره باید د حکومت او پیژندل شویو مدنې چتري بنسټونو یوه ګډه کمېټه جوړه شي
کمېټه باید د هرې کټګورۍ د استازو د ټاکلو لپاره شرایط وټاکي.
په یوه اونۍ کې باید ټولي چتري مدني ټولنې په ګوته شي.
په یو ه اونۍ کې د مدني ټولنو د چتري بنسټونو د استازو یوې پراخې غونډې ته نیټه او ځای و ټاکل شي
ټولو مدني ټولنو چتري بنسټونو ته په رسمي ډول خبر ورکړل شي
د چتري بنسټونو په منځ کې ټاکنې ترسره شي او د هرې کټګورۍ لپاره کسان وټاکل شي.
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه
د اداري فساد ضد افغاني شبکه
د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو اتحادیه
د مدني ټولنې د پیاوړتیا شبکه ( سین)
مېرمن کلتوري ـ ټولنیز ه شبکه
اشنا Afghanistan Social and Humanitarians national alliance
د ځوانانو د همغږۍ ټولنیزه شبکه
د حقوقپوهانو شبکه
ټاکنو د روڼتیا د څار شبکه
د افغان مېرمنو د همغږۍ ملي شبکه
د ختيځ ډاکترانو د روغتیا شبکه
ښېګڼه خیریه شبکه
د افغاني رسنیو د څار شبکه
کانونو د څار شبکه
ماليي چارو د څار شبکه
د اداري فساد سره د مبارزې عمل شبکه
له سولې څخه د څار شبکه
د بشر حقونو د فعالانو د څار شبکه
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د 0202313608 سره د 0700372138 شمیرې یا د cscc.afg@gmail.com; بریښنالیک له لارې اړیکه ټینګه کړئ.