
کله چې اوه تنه هزاره خویندی او ورونه د داعش تروریستانو لخوا په شهادت ورسیدل نو په کابل کې میشت هزاره ګانو سره سره زمونږ د نورو قومونو زرګونه کسان د دغو وژنو پر خلاف نعری ووهلي او پراخي مظاهری یی وکړی، که له یوه خوا دا مظاهري زمونږ د ملتونو د پیوستون زیرۍ درلوده، خو له بله پلوه یی یو لوی قام چې د دي هیواد اکثریت تشکیلوي په دغه وژنو تورن کړل، مرګونه پري وورول شول، خلکو په هر لاس لرلی ابزار ښکنځلي ورته وکړي او دا لوی قام یی سپک کړ ،
د بیسوادانو خو ګیله نده پکار هغوي خو ډیر ژر غولول کیږی او له احساساتو سره یی لوبه کیږی ،خو زمونږ د بدبختی ټولني لوستي کسان ، معلمان او حتی زمونږ ځینی بیغرت وکیلان هم په دغه مظاهرو کې پر دغه لوی قام د مرګ چیغی ووهلی ،
اوس اوس د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالی څخه پنځه تنه هزارګان ورونه د داعش له بنده څخه آزاد شول ، له دوي څخه یوه یی یوسف دی چې په خپله مرکه کي یی طلوع نیوز ته ویلی چې مونږ د ازبکستانی خلکو لخوا تښتول شوی ؤ ، یوسف زیاتوي چې ازبکانو به ورته ویل چې زمونږ اولادونه او ورونه د افغان حکومت په بند کې دي او مونږ به تاسي د هغو سره تبادله کؤ ، یوسف وایی چې د هغه ازبک خطرناکه څهره یی اوس هم په یاد دی چې د خلکو سرونه به یی پري کولو ، هغه وړاندي وایی چې کله د داعش او طالبانو ترمنځ جنګ شروع شو نو د دوه ورځو سخت جنګ څخه، طالبانو هغه ځای ونیو چیرته چې دوی ساتل شوی ول ، طالبانو د دوي زولنی ماتي کړیدی او دوي یی آزاد کړي ،
همدغه پلورل شوو او بی ضمیرو انسانو چې مرګ پر پښتون غږ کولي داعش او طالب ټول پر پښتون قوم پوري تړلی خلک بولي،
اوس د یوسف د خبرو پر استناد، دوي د ازبکستانیانو لخوا چې داعش ډله ده برمته شویدی، یعنی یوه خوا سپینه شوه چې دغه وژنې پښتانه نه بلکې ازبکانو کړیده ، بله خبره، که مونږ دا ومنو چې طالبان ټول پښتانه دي نو بیا خو ستاسو دا بندیان د پښتنو لخوا خوشي شول او تاسو باید د پښتنو لاسونه مچې کړی چې ستاسو اوادونه یی در خوشي کړل ، دي حالت ته په کتو
اوس ما ته دا سوال پیدا کیږی چې معلم عزیز رویش، فهیم آخوند او هغه زرګونو خلکو په کوم دلیل دا وژنې پر پښتنو اړوله ؟
یا داسي کومه مرجعه شتون لري چې دا خلک وغواړي او ورته ووایی چې څنګه چې دي په هغه ورځ په میډیا کې رمباړي وهلی هماغه شان اوس د خپلو هغو تورونو وضاحب ورکړه