
دا خبره مې له ماشومتوبه اورم، چې پلانکۍ یوه رښتینې پښتنه ده، حیاناکه ده او پتمنه ده ځکه خپل غږ نه باسې هرڅومره ستونزې او کړاوونه هم که ورباندې راشې خو دا چوپ وي ځکه چې نه غواړي خپله پښتنولي ته بې احترامي وکړې یا ځان سپک وګڼې،رښتیاهم چې پښتنه ده.
هو،منم چې پښتنې ښځې تربل هرې ښځې دنړۍ پرمخ ډیري ستونزې ګالي،زغم لري او دلوړې حوصلې خاوندانې دي.
په رښتنې پښتنې خور،مور او لور باندې ویاړم ځکه چې تل هځه کوي خپل عزت،حیا او خپله دنده په ښه توګه سرته ورسوي،کورنۍ ستونزې وزغمې او غږیې اوچت نشې.
خو
خو دا په دې مانا نه چې خپل غږ ونه باسي په هغې مظلومې هرظلم،هرستم او هره ناوړه کړنه وشې یا ترسره شي ځکه چې ښځه هم بشر/انسان دی او هغې ته باید دانسان پوره حق ورکړل شي.
زه دا نه وایم چې ښځې ته دلويديځې نړۍ حقوق ورکړل شې یا هغې تهدومره آزادې ورکړل شي چې هرځه وغواړي هغه وکړي او یاهم نارینه ته په سپک نظر وګورې یا یې درناوی ونه کړې.
نه،هیځکله دداسې کړنو سره هم غږې نه یم چې هغه داسلام او مسلمان له دایرې وتلې وي.
خو موږ پښتنو، ایا داسلام امر د ښځې پر وړاندې په ځای کړیدی؟
ایا موږ پښتنو، ښځې ته د زده کړې حق ورکړی دی، چې اسلام ځنګه ویلې؟ که عصرې علوم ورباندې نه غواړي زده کړئ هغه اسلامې زده کړه خو ورباندې وکړئ.
ایا موږ پښتانه، د یو وینځې په شان ښځه نه کاروو؟
ایا موږ پښتانه خپلي لورګانې، دپیسو په بدل کې نه پلورو ؟
بدل کې لورګانې،خویندو ورکول په اسلام کې هیڅنشته، خو ایا موږ پښتانه په بدل کې خور و لور نه ورکوو ؟
مړی ورور وکړې خو جبران کوې یې خور، ولې؟
دا هغه څه دي چې اسلام کې نشته خو پښتنې ټولنه کې په عام او ویاړ سره کیږې، موږ تراسلام خپل دود او عنعنې ته ډیر ارزښت ورکړی/ورکوو او هغه راته اړین دي، ځکه خو نن ستونزه همدا ده، چې ټولنه مو بی سواده او د ناپوهۍ په زانګو کې زانګیږې.
۹۵٪سلنه پښتانه دي چې ښځې د وینځې په توګه کاروي، په ځانګړې توګه په ولسوالیو او کلوکې دښځو او کارې حیوان توپيرنشته، ځکه د ورځې ټوله ورځ کار،دشپې له خوا ماشومان،لوږه او هغه خواړه چې ورته یوه ښځه اړتیالرېنه ورکول کيږي، ښځه ماشوم ته شیدې ورکوي، دا خو بیخې په نظر کې نیول کیږې نه.
درانه کارونه، دکور تاوتریخوالی،وهل ډبول،ناوړه کړنې،اقتصادې ستونزي چې ښځه به دخاوند جیب ته ګورې چې څه ورکوې که نه، دا خواره دا حق نه لرې چې دپیسو غوښتنه وکړې یا خپلې ستونزې خپله حل کړای شي.
ددې هرڅه پر وړاندې که ښځه چوپ پاتې شي دابه تربل هرچا دې خپله لوی او ستر ظلم په خپل حق کې کړی وي.
ښځي ته باید دهغې خپل حقوق ورکړل شي، هغه که د زده کړې وي،اقتصادې وي او یا هم اسلامي.
هغه حق ورکړئ چې اسلام ورکړی دی، دینې زده کړې ورباندي وکړئ ترڅو خپل او دبل په حق پوه شي او ټولنه دناپوهۍ له تیارو د رڼا په لور وخوځوي،ښځه دنارینه مسوولیت دی، نه دچوپړ وینځه ځکه الله ج ستاسو خځه دهغې ددین،لمانځه او سالمې روزنې پوښتنه کوي، نه دکور دکار.
زموږ ټولنه کې د ښځې ځای دیو ډیرکښته قشر په حیث پیژندل شویدی ځکه نارینه لپاره هیڅ عیب نشته هغه که هرکار کوې آن تر دې که ګناه وي، خو ښځه دکور ده او غیرت باید په ښځه وساتل شي.
وه خلکو! دا غیرت نه دی چې لور دې مسلمانه وي خو په اسلام خبره نه وي، دا غیرت نه دی چې خور دې په کورکې کښینولې وي او دلمانځه په مانا او مفهوم نه پوهیږي،دا غیرت نه دی چې میرمن دې دماشومانو په روزنه نه پوهیږي، چې څنګه یې تربیه کړي.
غیرت دې ته وایې چې خپل اولادونه او ماشومان هغه که لور وي یا زوی، په اسلامي او عصري علومو سنبال کړئ،زده کړې ورباندې وکړئ،سالمه روزنه ورکړئ ترڅو سبایې ګټه ټولنې،ولایت،هیواد او نورو ته هم ورسیږې او تابه هم خپل مسوولیت د الله ج په وړاندې پوره کړی وي.
ښځه باسواده کړئ، چې ټوله کورنۍ درته باسواده او ژوند درته ښکلی کړي.
په دې هیله چې ښځې ته دهغې رښتنې درناوی ورکړو.
لیکواله: سایمه صدیقې.