ته مې ژوندۍ کړې که ما خپل وجدان ته مړينه ورکړه
ستا په خاطــــر مـــې د خــــپل سر قاتل ته وينه ورکړه
منې ! اوبو هم ترې تصوير ستا د ځوانۍ وغوښته
مـــا چې چينې ته ستا په نوم هينداره سپينه ورکړه
نن خـــــو سکڼي ماښام ته ډېر خېر پېښوې ملګــرو
جانان د سرو شونډو وعده له ماسپښينه ورکـــړه
د کـــايناتـــــو د ښـــــکلا اينــــــې ژباړمـــــــــه اوس
چــــې تخـــــــيل ته مـــې رڼا ستا لـــه جبينه ورکړه
جـــــلانه ! دومـــــــــره اسان نه دي پســـــرلـــي د څڼو
مونږه يې سيوريو ته هم غېږې غېږې مينه ورکړه
سيدجيلاني جلان
يادونه ! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوی دى
وروستي