دافغان خبريال هاشمزاده په ويرکې دښاغلي کاروان پرليکه
)) بيادکوم شهيدپه څېرديدارته مخامخ يمه((
زه دمرګ په غېږکې دژوند ښارته مخامخ يمه
څه وايي چـــې زه مودماښام ځـــــنګل ته يوړلم ؟
ختمې مې تيارې کړې نورسهارته مخامخ يمه
ستاناولى لاس مې که رالوېږي پاکې غاړې ته
خيردى خو په هسکوسترګودارته مخامخ يمه
لږ خوراته وګوره ماحول سلګۍ سلګۍ شولو
څومـــــره درڼو اوښکــــو ابشارته مخامخ يمه
کلــــــه به ورځــــــمه دوصـــــال دپرښتوغېږته
خدايه څومره ستړي انتظارته مخامخ يمه
چادخپلووينو تکې سرې جامې راواغوستې
وړي مــــې دخمارڅپې دلدارته مخامخ يمه
مايې چې انځوروړلودخيال په البومونوکې
ژاړم رحماني اوس يې مزارته مخامخ يمه
شاعر: ګل رحمان رحماني
١٣٨٨\\٥\\٢٥
وروستي