د ترکیی پارلمانۍ ټاکنو یوځل بیا د غرب منافقانه چلند څرګند کړ

 
 د تیرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د نوامبر په لومړۍ ڼیټی په ترکیه کی پارلماني ټاکنې ترسره شوی چی د لومړۍ وزیر محمد داوود اوغلو په مشرۍ د عدالت او پراختیا حاکم ګوند د ۳۱۶ چوکیو په ترلاسه کولو سره دغه ټاکنې په غوڅ اکثریتسره وګتلی او خپلو دودیزو حریفانو ته چی د خلق جمهوری سیکولر ګوندته چې د کمال اتاتورک وارثین ګڼل ګیږي په لویه کچه ماته ورکړه.
د عدالت او پراختیا د ګوند دغه بری نه یوازې په ترکیه کی بلکې د اسلامۍ نړۍ په ګوت ګوټ کی ولمانځل شو، ښایی دغه لمانځنه یوازی پدی نه وه چی یوه اسلامپالي ګوند ټاکنې ګټلي دي چی اسلامي ریشې لري بلکه پدی چې ترکیه په معاصره نړۍ کی د اسلامی امت پر زخمونو پتې ږدي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د وروسته پاتی او کمزورو ملتونو د حقوقو چیغه یی د غربی حکومتونو او په ځانګړی توګه د ملګرو ملتونو غونډو ته هم رسولي دي.
خبره می پردی ندی چی ولی د ترکیی ولس پدغه ګوند چی تراوسه یی هیڅکله د اسلامی او په اسلامی آډیالوجۍ د درلودلو ادعا نده کړی بیا هم د ترکیی ولس ولی دومره پری حساب کوي، داځکه چی دغه ډلی نه یوازی قرضداره ترکیه چی له اقتصادي پلوه د نړۍ ۱۱۱ هیواد وو، له قرضونو خلاصه کړه بلکه د نړۍ د پرمختللو هیوادون په کتار کی و دروله. د ترکیی ولس ړوند او بی کاره ولس ندی چی د یوازی د احساساتو پر اساس پریکړه وکړي بلکه ترکي ولس د عدالت او پرمختیا ګوند باندی په پرلپسی توګه څلورم ځل باور کوي چی د ژوند په بیلا بیلو ډګرونو کی ددوۍ د کار او وړتیا ازموینه اخیستی ده.
دغه برۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د ولسونو له خوا ولمانځل شو مګر د غرب او غربي میډیا له لارې بیا هم پری نیوکی وشوی او یوازی د جرمنی د صدراعظمی انګلا میرکل څخه پرته– چی صدراعظم داوود اوغلو ولسمشر رجب طیب اروغان ته یی تلفون وکړ او د بریا مبارکی یی ورکړه-   د غربی هیوادونو هیڅ یوه چارواکۍ پری غوږ و نه ګراوه چی دا کار نه یوازی داچی د دوموکراسۍ د علمبردارانو دوه رنګی او غبرګه پالیسی په ډاګه کوي بلکه دا چی که چیرې په کوم هیواد کی اسلامپالی د رایو د صندوقو په پایله کی هم بریا ترلاسه کړي نو هغوۍ ته د منلو وړ ځکه ندي چی دوۍ یی خپلو ګټو ته لوی خطر بولي.
ځینې غربي هیوادونو او ددوۍ ایتلافیانو وغوښتل چی د عدالت او پراختیا ګوند باید ۵۰ سلنه چوکۍ ترلاسه نهکړي چی پدی کار سره به نه یوازی دا چی په یوازی توګه د حکومت جوړولو سخه ولویي بلکه دا هڅه یی هم وکړه چی څوک ورسره ائتلاف هم ونکړي چی په کالمه توګه له واکه وغورځولای شي.
دا چې ولی غربی هیوادونه او دهغوۍ ائتلافیانو تر دې کچه د عدالت او پراختیا د ګوند د بریا مخه نیوله غواړو په لاندې ټکو کی یې لنډیز وړاندې کړو:
۱- د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند د خپل اقتدار په دوران کی د اسرائیل حکومت د مرمرې د کشتي په حادثه کی - چی ۱۳ ترکي قربانیان یی درلودل – له ترکیې څخه د بخښنې غوښتو ته مجبور کړ چی وروسته بیا رجب طیب اردوغان د بخښنې منل د غزی د ترانګې څخه د اسرائیلو د محاصری پر لری کولو پورې وتاړه.
۲- د اردوغان په مشرۍ د ترکیې حکومت نه یوازې داچه ترکیه چی د نړیوال وجهی صندوق له پورونو خلاصه کړه بلکه د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په کتار یی کی ودروله چی غربیان به نشي توانیدلې چی نور خپل فرمایشونه په ترکیه تحمیل کړي.
۳- اردوغان په ترکیې کې حقیقی دموکراسي پلې کړه چی هیڅوک پدې نه توانیږي چی د مذهب آزادي له ولس څخه سلب کړي.
۴- اردوغان سیکولر ترکیه کی کرار کرار اسلامي شعایرو او مقدساتو پلي کولو ته لاره هواره کړه چې کمال اتاتورک په لسګونو کلونه خلک له مذهبې آزادۍ څخه محروم کړي وو.
۵- اردوغان په نړۍ کی د کمزورو مسلمانانو د حقوقو څخه ددفاع غږ پورته کړ چی په لسګونه کاله ترې اسلامی امت محروم وو.
۶- اردوغان په نړۍ کی د نورو اسلامپالو خوځښتونو ته جرآت ورکړ چی هغوۍ هم کولای شي خپلو ولسونو باور ترلاسه کړي او پدی لاره کی دی ناهیلې کیږي نه او د سیکولر ترکیې څخه دې زده کړي.
۷- اردوغان په مصر کې د منتخب ولسمشر محمد مرسي په وړاندې د کودتا په اړه د نړیوالو غبرګ چلند په وړاندې چپ پاته نشو بلکه د ملګرو ملتونو په سازمان کی یی د غربیانو په دوه رنګي او منافقانه چلند نیوکي وکړې او جنرال سیسی د وینا په وخت کی له تالار څخه ووت.
۸- اردوغان د نړیوالو مسایلو کی د ولسونو د ارادو احترام وکړ او د هغه پر بنسټ یی خپل سیاستونه و ټاکل چی داکار یی هم د غربیانو په وړاندی یو چلنج وو.
۹- اردوغان د ملګرو ملتونو له تریبیون څخه د ملګرو ملتونو په منشور کی د بدلون غوښتنه کوي او نړیوالو پنځو قدرتونو ته د ویتو صلاحیتونه ورکول بی انصافي ده.
۱۰- اردوغان یوازینۍ سیاستوال وو چی په نړیوال کنفرانس کی یید اسرائیلو ولسمشر شمعون پیریز  ته مخامخ د فلسطینیانو د حقوقو څخه د دفاع ترڅنګ داسې غاښ ماتوونکی ځواب ووایه چی په نړۍ کیی ساری نه لیدل کیږي.
۱۱- اردوغان یوازینی مسلمان رهبر وو چی د میانمار هیواد ته سفر وکړ او د بودایانو د ظلمونو پر وړاندی یی ښکار د مسلمانانو د حال پوښته وکړه.
۱۲- اردوغان یوازینی رهبر دی چی ترکیه یی په داسې وسلو سمبال کړه چی د دښمنان به هیڅکله جرات ونکړي چی ترکیي په ټیټه سترګه وګوري.
۱۳- په ترکیه کی یی د پوځ لاس د تل لپاره له حکومت پرې کړ چی په وار وار به یی کودتا ګانی کولې او په اسلامپالو به یی تل بی ځایه بندیزونه لګول چی بلاخره یی تر ۲۵۰ ځخه زیات جنرالان محاکمه کړل او ترکیی ته یی حقیقی ولسواکي ورکړه.
دا او داسې نور داسې کارونه دي چی د ښاغلي رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پرمختیا د ګوند له لارې یی ترکیه داسی یوه مقام ته ورسوله چې په نړۍ کی ساری ډیر لږ لیدل کیږي نو پدی وجه نړیوال استکباري او استعماري قوتونه هیڅکه نه غواړي چی په اسلامي هیوادونو کی دی ولسونه د خپلو حقیقی خدمتګارانو د تاکلو له لارې داسی ولسواک حکومتونه رامنځ ته کړي چی خپلو ولسونو ته واقعی خدمتونه وکړي او خپل هیوادونه دی د ترقۍ او انکشاف خواته بوزي چی په پایله کی یی د دوۍ له فرمایشونو سرغړونه وکړي او ددوۍ د ګټو پر خلاف ددوۍ غوښتنو ته د (نه) ځواب ووایی.
له لوی څښتن څخه غواړم چی په نورو اسلامي هیوادونو کی دی هم داسې زړه سواندي او ولسي رهبران پیدا کړي چی زمونږ ولسونه د نورو له خیراتونو خلاص شي او پخپل ځان بسیاښي او هیواد مو د ترقۍ او پرمختګ په لوري حرکت وکړي او خپل سرنوښت په خپل لاس کی واخلي.