ګلان دکومه راوړم

محترم ډاکټر صاحب،
سلامونه او نېکې هيلې٠
د وېب پاڼې د نوي ډيزائن مرغ موښه٠
تېرو ورځو کښې کابل ته تلی ووم٠دتلو په وخت يو چا دداسې يوې تحفې فرمائش وکړ چې د کابل وي او د کابل خاطرې ئې را ژوندې کړي خو، که رښتيا ووايم داسې يو څه خو پرېږده ما خو کابل و نه موند٠هلته چې زۀ د کابل په نامۀ ورغلی ووم، کم تر کمه ماته کابل نه ښکارېدۀ٠د بيرته راتګ په وخت مې دسفر په اوږدو کښې  هغه چا ته چې غوښتنه کړې وه، د معذرت په نامه يو څو الفاظ په شونډو راغلل چی د \"ګلان دکومه راوړم\"تر عنوان لاندی ئې له تاسو سره شريکوم٠ په درناوي
 
\"ګلان دکومه راوړم\"
 
 
باغونه ټول ، دکلي
سترګو سپېرو خوړلي
نه پکښې ونه ،نه ګل
 
د ګودر غاړې مو هم
خفه له هر يوه موسم
نور ګلان نه زېږوي
 
او ، د بېد يا ګلونه
سرۀ لکه سرۀ لعلونه
وحشي رمو خوړلي
 
نو زما ګرانه اشنا
زۀ،تور اوربل  ته د تا
ګلان له کومه راوړم
 
م٠ق٠مين
 
پېښور                            ٢٦/٨/٢ا٢٠٠٩