عارف، د ابتکار سړی

 
زه چې کله خپلو ښېګڼو ته پام کوم، نو دهغو یوه دا هم وي چې ښه ملګري لرم. د ۲۰۱۰ز کال د فبرورۍ په میاشت کې ډهلي ته تللی وم، هلته مې یو ملګری د انجینر بسم الله عارف په نوم په انجینرۍ پوهنځی کې په خپلو زده کړو بوخت و. لومړۍ ورځ یې سر را خلاص کړ چې له زده کړو یوه ورځ هم زما لپاره نه شي پاته کېدلای، له هماغې ورځې مې دا سړی د کار او ابتکار سړی یاد کړ.
انجینر بسم الله عارف د هلمند اوسېدونکی او په هند کې په امیټي پوهنتون کې د پروژې د مدیریت په برخه کې ماسټړي کوي. له تیرو څو میاشتو راهیسي به یې ویل چې دعاګاني ورته وکړم، ځکه هغه د اتراپردیش ایالت د انجینرۍ په ډیزایننګ یوه سیالۍ کې ګډون لاره، چې په پایله کې یې لومړی مقام خپل کړ.
دا چې زه یې د زړه نږدې ملګری وم، لومړی یې زه خبر کړم، زه یې په کار ډير خوښ شوم، خو ده ته مې وویل چې باید د لویو بریاوو په لټه شي. هغه له څو میاشتو راهیسي د هند په کچه د ودانیز ډیزاین په سیالۍ کې ګډون لاره چې بلاخره تیره ورځ په پایلو کې دوهم مقام شو. په دې سیالیو کې د هند ۲۵۰۰ پوهنتونونو لس زره زده کوونکو ګډون کړی و چې دوهم مقام، د سرو زرو میډال، نغدي چایزې، او د مختلفو کمپنیو له لورې ورته د کار وړانديز وشو.
زه ددې وړوکې لیکنې پرمټ، ښاغلي بسم الله عارف ته د زړه له تله مبارکي وایم. هغه د کار او ابتکار سړی یادوم. یو ځل بیا پرې دا ټینګار کوم، چې ښاغلی عارفه! هیواد ستاسو له دې نورو لویو بریاوو ته سترګې په لار دی. باید نور هم مخته لاړ شې.
تر کومه چې زه ښاغلی عارف پيژنم هغه ډير ژور فکر لري، که څه هم یې مسلک انجینري ده، په نړیوالو سیاسي مسالو، نړیوالو اړیکو، لیکوالۍ، کلتور او نورو برخو هم لاس بری دی. د ښاغلي بسم الله عارف یو خوی چې مې ډير خوښېږي، هغه د غلطې او ناسمې خبرې نه منل دي، که یوه خبره واوري او پرې وپوهېږي چې ناسمه ده، نو سمدستي یې ویوونکي ته وایې چې دا خبره غلطه خو سمه یې داده.
ښاغلي عارف د سرو زرو تر میډال وړاندي نوري جایزې هم وړي دي. د بیلګي په توګه د خپل پوهنتون د ۲۰۱۴ز کال تر تولو غوره زده کړیالی هم نومول شوی و. د ښاغلي عارف ابتکار دادی چې هر کله د ارسطو، افلاطون او روسو پر نظریاتو تکیه نه کوي، ځکه په وینا یې چې افلاطون به څه راجوړه کړي، زه هم دهغه غوندي انسان یم، زه باید د خپل ذهن ابتکار او محصول ولرم. نوموړی د ساینسي معلوماتو په نوم یوه فیسبوکي پاڼه هم پر مخ وړي چې له ۲۰۰۰۰ ډير افغان مینوال لري، دا یواځنۍ فیسبوک پاڼه ده چې په پښتو ژبه ساینسي معلومات ورکوي.
زما ښاغلي عارف ته دا وړاندیز دی چې په بهرنیو کمپینو کې کار ونه کړي، د ښاغلي عارف لپاره مې له افغان حکومت څخه غوښتنه داده چې هغه د دوکتورا لپاره کوم پرمختللي هیواد ته ولېږي او دومره امکانات ورته برابر کړي چې خپله کورنۍ پرې وساتي، زما ښه یاد دي چې ښاغلي عارف د ۲۰۱۴ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته له هنده راغلی و، او د اوسني افغان ولسمشر محمد اشرف غني لپاره یې له ماسره اوږه په اوږه ځکه کمپاین کاوه چې ګڼي عالم سړی دی، هیواد به راجوړکړي. اوس به وګورو چې ولسمشر د ښاغلي عارف سره څه کوي؟ د هغه سړي سره چې د هند په ځیرکو ۱۰۰۰۰ زده کوونکو کې دوهم ځای او سرو زرو میډال خپل کړ.  
په پای کې د بریالي عارف او سوکاله افغانستان په هیله.