کابل بازانو، بست ساتونکو ته ماتې ورکړه/ د شپږیزې ټورنمنټ درېیمه سیالۍ

 
    د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د لړم (عقرب) دیارلسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د نومبر له څلورمې نېټې سره برابره وه، د شپږیزې ټورنمنټ درېیمه کرکېټ سیالۍ د کابل بازانو او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  که څه هم په دې ورځ هوا ډېره ښه وه، خو د پرونۍ ورځې باران د ورېدو له کبله د لوبې میدان لږ لوند وو، نو له همدې امله لوبه 13 اوریزه شوه .
  د لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې، لوبډل مشر اصغر ستانکزي وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه .
  د بست ساتونکو کرکېټ لوبډلې د 13 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 90 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 91 منډو هدف وټاکه .
  د کابل بازانو کرکېټ لوبډلې د 10.4 اورونو په لوبولو او د خپلو 2 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ ترلاسه، چې د بست ساتونکو لوبډلې ته یې د 8 وېکټو او 14 توپونو په توپیر سته ماتې ورکړه .
   د کابل بازانو لوبډلې له لوري حمزه هوټک ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې، 3 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کابل بازانو او بست ساتونکو د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د بست ساتونکو د توپ وهنې برخه :
1 ـــ عثمان غني په 6 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ عمران جنت په 10 توپونو 9 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ خیبر عمر په 19 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ رحمت شاه په 16 توپونو 21 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ نجیب الله ځدراڼ په 11 توپونو 16 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ فضل نیازي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
7 ـــ محمد نسیم بړیڅ په 3 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ عبدالله مزاري په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
9 ـــ منیر احمد په 4 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ شاپور ځدراڼ په 4 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د بست ساتونکو د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سید شیرزاد 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ محمد نسیم بړیڅ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ شاپور ځدراڼ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ رحمت شاه 2.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ عبدالله مزاري 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ فضل نیازي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 6 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کابل بازانو د توپ وهنې برخه :
1 ـــ شهزاد محمدي په 17 توپونو 27 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ نجیب ترکي په 24 توپونو 29 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ اصغر ستانکزي په 12 توپونو 20 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
4 ـــ ناصر جمال په 14 توپونو 14 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د کابل بازانو د توپ اچونې برخه :  
1 ـــ نواز خان 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ حمزه هوتک 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ کریم جنت 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ ساجد خان 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ راشد خان 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .