انسانیت لوی شی دی!

 
عکاس: کولای شم، یو عکس درڅخه واخلم؟
ماشومه: نو به څه وشي؟
عکاس: چي خلګ وویني په څومره تکلیف او څومره کم عمر  په دې شنه یخ کئ ناسته یې او جرابې خرڅوې...
ماشومه: ایا کولای شې مرسته مې وکړې؟!
عکاس: څرنګه مرسته؟!
ماشومه: ماښام نژدې شوی دی، کور مې ازاد دی، که چیرته مې تر یوه ځایه پخپل موټر کې ورسوې...؟!
عکاس ژر یو عکس ورڅخه واخیست او په تلوار روان شو: وبخښه اوس ډیره بیړه لرم، کارونه مې دي...
ـــــــــــــــــــــ
هر څوک کولای شي چي د انسانیت د عوه دې وکړي، خو هرڅوک نشې انسان کیدلی.
عکاس له یوې ماشومې څخه چې په سخته یخني او باران کې یې د سرک له غاړې جرابې خرڅولې یو تصویر واخیست... دا تصویر د کال تر ټولو غوره تصویر وګڼل شو، او د کال د غوره تصویر جایزه یې واخیسته... ددې تصړیر په اړه یو کتاب ولیکل شو... د کتاب لیکوال د غوره لیکوال جایزه وګټله... کتاب څخه فلم جوړ شو او فلم هم تر ټولو زیات لیدونکې پیدا کړل... ددې عاطفي او احساس پارونکی انځور وړاندی کونکو هر یوه بیله بیله جایزه او مډالونه وګټل... خو هغه ماشومه اوس هم د سرک له غاړې جرابې خرڅوي.
#ژباړه:حمدالله حلمیار