پښتو ژبه او د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې

 
پښتو ژبه د لرغونو آرياني ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده. دغه ژبه له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې ده چې يو لړ نومونه ېې پښتو ، پختو ، پوختو ، په هندي (پټاني) ، په پاړسي او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري . دغه ژبه له ۱۹۳۶م ز. کال راهيسې د افغانستان ملي او لرغونې ژبه گڼل شوې. د افغانستان د تاريخپوه محمد حسن کاکړ د يوې رسالې لخوا چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې دغه سرلیک (په افغانستان کې پښتو او هغې په هکله يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسميت او ملي اصليت ېې داسې څرگند کړی د امير شېر علي خان د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه. همدا رنگه د پښتو ژبې په هکله د افغانستان يو بل نوموتی ژبپوهاند خلیل الله هاشميان پدې آند دی چې پښتو ژبه د فارسي ژبې په پرتله ډېره لرغونې ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي دودونو په اساس ده چې لرغونتيا یې ۲مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده . دا چې ژبې ولې پرمختگ ندی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړېوالو سرزورو لخوا ټکرونه په کولتوري اړخونو کې ترسره شوي چې يې په علمي او فني آثارو هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي . د موغلو په وخت کې ۱۴۹۴ زېږدي کې د (صراح) په نوم اثر چې په سوات او پېښور کې د خان کاجو راڼیزي لخوا لیکل شوی و د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی . د پښتو ډېر پخوانی لرغونتوب پکې خوندي و د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې څرنگه چې د پښتنو ټاټوبی د ريښمو د توکو سرک دی - همدغه راز د فرهنگونو د ليږد راليږد لار هم ده - ددې خاورې اهميت او مقام علامه اقبال له شعر له مخه چې ټاکلی شو ځې وايي

اسيا يک پيکر اب و گل است
   
کشور افغان دران مانند دل است
   
خو څومره چې دغه خاوره په آسيا کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنگ ددې هيواد د وگړو ژبه (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانگړی مقام لري- د پوهاند رښتين صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند ، اټکل ، اوچت ، پټ ، پلمه ، تول ، ټوټه ، تکړه ، ټال ، چټک ، دود ، سيالي ، گډوډ ، لنډه ، لمبه ، واک او داسې نور -
تر ميلاده وړاندې هر کله چې په هندي اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي ، اوس يي هم استعمال دود دی ، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول - چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل- د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م )د کښه توري ذکر راغلی دی- ددوۍ په طبقاتي ژوندانۀ کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانگړي مقام بيلگه گڼلی شو.
د مور خان قبيلې څخه چې کله د منځنۍ اسيا اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی بلخ) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده -
دغه راز په عربي کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلگی په توگه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی-
په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوگورۍ
جز بدين اند رنيابي راستي
   
راستي شد حصن دين راکوټوال