په بلوچستان کې افغان ماشومان له کتابونو پرته زده کړې کوي

 
په بلوچستان کې افغان کډوال په دوولسو پنډغالو کې مېشت دي. چې لس پنډغالي يې د يو،اين،ايچ،سي،آر او خيريه ادارو له بشري مرستو خصوصآ زده کړې،روغتيااو اوبو څخه څه ناڅه برخمن دي. دوه پنډغالي چې ګرده ځنګل او ځنګل پيرعليزی چې په بلوچستان کې د نوي سرانانو څخه وروسته په لويو پنډغالوکې راځي.دپاکستان د اسلامي جمهوري حکومت او د يو،اين،ايچ،سي،آر له خوا په( ۲۰۰۵)زکال دسيپټمبرپه مياشت کې دځينوستونزو له امله وتړل سوه اوديادوپنډغالو اوسيدونکې دهرډول بشري مرستو څخه بې برخي سول.
چي دا لس کاله يې پرماشومانو دښوونځيو دروازي تړلي .خودځنګل پيرعليزي په پنډغالي کې دځينو وطنپالوځوانانو خپل په شخصي مټ په (۲۰۱۰)زکال کې يوه ښوونځۍ پرانيستي خو زده کوونکې ېې دا پنځه تعليمي کاله بې کتابونو زده کړي حاصلوي.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_20130107_184309 - Copy.jpg
 
ددې ښوونځې سرښوونکی او عبدالرشيد چي يو وطنپال ځوان دی . د دوی دستونزو په اړوند مې ورڅخه وپوښتل .ښاغلي په ځواب کې راته وويل: زموږهدف دخپلو افغان ماشومانو زده کړه او د انساني ضدعملونو څخه مخنيوی دی چې دخپلوستونزو په اړوند مو له ټولو ادارو سره اړيکې نيولي خو تر اوسه مو د نه ځواب څخه پرته بل څه نه دي ليدلي .خو موږ له ټولو ادارو څخه دومره نه يو ناهيلي لکه دخپل دپوهنې دوزارت او په کوټه کې دپوهنې د اتيشه څخه چې تو اوسه پوري يې نه زموږ دماشومانو د زده کړي غم وخوړ او نه يې هم موږ ته دکتابونو اسانتيابرابره کړه  خو موږ ره دا سوال پيدا دی چې آيا دا د افغان بچيان نه دي او که دي ولي داسي سلوک ورسره کيږي؟
دښاغلي عبدالرشيد په وينا په دغه يوه لسيزه کې يو افغان نوميالي چي زموږ دتشويق ددي ښوونځۍ دپرانيستولو اصلي لامل هم دی  چې هغه په بلوچستان کې دافغان کډوالو دځوانانواوښوونکو دټولني مشرښاغلی ظاهرپښتون په شخصي لګښت دقرطاسيي او دښوونځۍ ځيني وسايلو مرستي کړي.خو زموږ اصلي ستونزه چې دکتابونو ده ددي ستونزي دحل لار مو نه ده موندلي نو ستاسي د رسنيو له لاري له ټولو افغانپالوڅخه هيله اوغوښتنه کوو چي زموږ په سلګونو ماشومان بې کتابونو ناست دي  دوی ته هم دخپلوبچيانو په څېر وګورئ او د دوی دکتابونو د ستونزې په آوارولو کې راسره مرسته وکړئ.