په بلوچستان کې د غريبو افغان کورنيو سره مرستې وشوې

 
د چارشنبې په ورځ د نوي سرانانو په دوولسم نمبر ښوونځې کې د ۴۸ کورنيو سره د اوړو ، غوړيو او نغدو روپو مرسته په برمنګم ښار کې د يوه  افغان ورور چي قدرت الله ابراهيم خيل د ميدان وردګ ولايت اوسيدونکې دی په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولنې د مشر ښاغلې ظاهر پښتون سره نغده مالي مرسته کړې وه.
نو ښاغلي ظاهر پښتون دا مرسته د پاکستاني رسنيو په وړاندي د نوي او زرو سرانانو او ازبک بازار سيمي هغه يتيمو او بې سرپرستو او معيوبو خلکو ته وويشل .
ښاغلی پښتون رسنيو ته زياته کړه چې له کوچني اختر څخه را وروسته ما د ځينو وطن پالو افغانانو چې په اروپا او امريکا کې ميشت دي د هغو په مالې مرسته او دلته په بلوچستان کې د اومه ويلفر او ازاد ژورنالست ښاغلي جمال خان ترکې په واسطه ۲۳۵ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده .
خو بيا هم په څلورو پنډغالو کې ۸۹۶ داسي کورنی موجودي دي چې د روزګار يې څوک نسته يواڅی د لوی الله (ج) دربار ته شپې او ورځي سبا کوي .
او که داسي خيريه اداره او يابل کوم څوک مهرباني کوي زه يې هري قربانۍ ته اماده يم
د دې مرستو په توزيع کې د ښوونڅيو سرښوونکو عبدالواسع پوپل ، روحاني مسرور ، او ښاغلي جمال خان تره کي هم موجود وو