
په هېوادکې مخ په زیاتیدونکو ناامنیو په لویه کچه په خلکوکې ویره خوره کړې او ددولت وسلوالو مخالفینو له ټولو ممکنو لاروچاروڅخه په استفادې ولسي ارام ژوند نار ارامه او دپرمختګ پر وړاندې ځنډ اوخنډ را منځته کړی دی،چې هره ورځ دهمدې بې پایلې جګړې له امله لسګونه ملکي او نظامي هېواد وال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.
ددې ترڅنګ روانو ناامنیو دهېواد په بنسټیز پرمختګ او دځوان نسل د روزنې په مخکې ستر خنډونه ایجاد کړی دی، خو ډیری کسان بیا په دې اند دي چې داوسنیو شته ستونزو او نا امنیو مسؤل یوازې وسلوال طالبان او ددولت وسلوال مخالفین نه بلکې دملي یووالي حکومت پخپله تر ډیره د روانو نا امنیو لامل شوی، دمرکز ناسم تصامیم ،په دولتي اداروکې پراخ اداري فساد،دپېسو اومعاملو په زور د نااهله کسانو مقررول،بې ځایه مداخلې اونورې هغه غیر قانوني کړنې چې دولتي لوړ پوړي چارواکي يې ترسره کوي د روانو بدبختیو او پراخو نا امنیو لامل شوي دي.
له ولسوالیو رانیولې دولایتونو تر مرکزونو په لوړو او ټېټو ټولو کلیدي بستونو باندې همدا دپېسو او معاملو او یا هم دځینو پټو جوړ جاړیو له لارې کسان مقرر شوي دي،دپېسو او معاملو په زور دا مقرر شوي کسان چې په مرکز کې د وزیرانو او وکیلانو په کچه دلوړ پوړو چارواکو حمایه هم له ځانه سره لري ترډیره هڅه کوي چې دخدمت پر ځای دخپلو ورکړلو شویو پېسو دبېرته لاسته راوړولو او جیب ډکولو لپاره دهر ې ممکنې لارې په استفادې د ولس په مرۍ دستم چاړه کیږدي اودمظلوم ملت وینې وڅکي.
ویل کیږي چې ډیری ددا ډول کړنو عاملین او ځیني لوړ پوړي چارواکې ددې ترڅنګ دخپلو شخصي ګټو دخوندیتوب اونورو غیر قانوني کړنو د ترسره کولو لپاره د وسلوال مخالفینوسره رابطې هم لري او د همدې رابطو په اساس کله چې د امنیتي ځواکونولخوا ددولت وسلوال مخالفین په جګړو او یا هم عملیاتوکې ونیول شي بیرته خوشې کیږي،چې دې کړنې تر ډیره پر دولت ولسي باور ته سخت زیان رسولی دی.
دملکي ادارو ترڅنګ همدا راز په امنیتي سکتورکې هم ورته مقررۍ ،منفکۍ،بې ځایه مداخلې او لاس وهنې هغه څه دې چې دکابېنې غړي او وکیلان په کې ښکیل دي، دعدلي او قضايي ارګانونو بې انصافه فیصلې،رشوت اخیستنې، دمراحعینو دقانوني کارونو پر وړاندې بې ځایه ځنډ اوخنډ رامنځته کول بله هغه ستونزه ده چې د ولس او دولت ترمنځ د واټن رامنځته کیدو لامل شوي.
دعدلي او قضايي ارګانونو بې انصافه فیصلو ډیری خلک اړ کړي چې دخپلو ستونزو دحل په موخه ددولت پر ځای وسلوالو مخالفینو ته مخه کړي او له هغوی دخپلو ستونزو په حل کې مرسته وغواړي، چې دا کړنه هم تر ډیره د ولس او ددولت ترمنځ د واټن دزیاتولي باعث شوې.
دې ټولو ستونزوته دپای ټکي کېښودلو په موخه د ملي یووالي حکومت له مشرتابه او اجرایه رئیس څخه دځوانانو غوښتنه ده چې : دقانون حاکمیت پياوړی،دامنیت دټېنګښت په برخه کې رغنده اقدامات ترسره او په مقرریو دشفافیت او شایسته سالارۍ اصل په ټېنګه رعایت کړي او د ولسي خدماتو په وړاندې کولو کې په وخت رغنده اقدامات ترسره کړي،ددې ترڅنګ اړینه ده چې د ډاډمن امن د ټېنګښت او غوره حکومتدارۍ د لمنې دپراختیا او عدالت د تامین په موخه په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ اصلاحات رامنځته او د قانون ماتوونکو پر وړاندې دې جدي برخورد ترسره شي. چې دا چاره به وکولی شي چې هېواد له روانو بدبختیو وژغوري.
سجاد