دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغيز (۲۰)

v     د مخنیوي تدبیرونه :
د اسلام قوانین د خپل سیاسي ځواک په واسطه له یوه اړخه د بد کارۍ څخه په کلکه مخنیوي کوي ، او دبله  اړخه د ټولنی نیک وګړي دبد نیته خلکو د ژبني شر  څخه  خوندي ساتي.  د اسلام اخلاقي ښوونې انسان دداخل څخه  جوړوی  تر څو په  هغې کې د ګناه او بدۍ په لور میلان پیدا نه شي، او  دهغې تعزیرې  قوانین هغه د بیرون څخه  جوړوی تر څو د اخلاقی روزني د نه تکمیل په صورت کې دغسې میلانات وده و نه مومی .  او کله چې داسې پیښه کیږی نو د هغې څخه  په پوره قوت سره  مخنیوي وکړي . ددې دواړو تدبیرونو تر منځ  څو نور تدبیرونه  یوازې په دې خاطر  خپل کړل شوي  چې  د باطن  د  اصلاح په  خاطر په  اخلاقی  روزنو  کې  مرسته وکړي . ددې تدبیرونو په واسطه یې د تمدن  ټولنیز  نظام داسې  جوړ کړې  دې  چې کله هم د اخلاقی روزني دکمښت په وخت کې هغه  کمزوري  چې  د ټولنې په وګړو کې پیدا کیږي  دهغې  د   ودې  او ارتکاب  فرصت او موقع په لاس ور نه شی . په ټولنه کې داسې یو  چاپیریال  را پیدا شی  چې  بدو میلاناتو ته وده ورکونکي هوا هم له منځه ولاړه شی .  هیجان  پیداکوونکې تحریکات  ناپیدا شي ، د  جنسي  خپراوي له  پاره اسباب او وسایل تر ډیره حده پورې را کم کړل شی او د ټولو  هغو لارو  چارو  مخنیوی وشي  چې د هغې  په واسطه  دتمدن په نظام کې ګډوډي  را پیښیږي اوس  مونږ په تفصیل  سره دغه تدبیرونه په خپل وار  یو یو څیړو:
۱-:  د لباس  او ستر کولو احکام :
د ټولنیزو  اړیکو د احکامو په  لړ کې د اسلام لومړنې  حکم دادې  چې  هغې د لوڅوالي  څخه مخنیوې کړې او د ښځو او سړو  له پاره یې د ستر کولو  حدود ټاکلي دي . په دې هکله  چې  دعربو د جاهلیت  څه حال و نن سبا د تش  په  نامه مهذبو  هیوادونو حال  دهغې څخه  څه  زیات   تو پیر نه لري . هغوې   به  پرته له کوم  تکلیف  څخه یو بل ته ځانونه  لوڅول ۱
[۱-...حدیث شریف کې  راغلي  دي چې  سید مسٌور بن محزمه  یو کاڼې  را خیستې او را روان   و   په  لاره کې  یې د لنګ  غوټه خلاصه  شوه او ترې و لوید  خو هغه په هماغه  حال  کې هم کاڼې  په لاس کې نیولې  را روان  و.  نبي کریم  صلي الله علیه وسلم  و کوت  او  ورته یې وفرمایل  :  چې ولاړ شه  ، لمړۍ  خپل وجود پټ کړه او لوڅ  مه ګرځه .«مسلم»]
د غسل  او بولو  کولو  په و خت کې پرده کول د هغوې  له آنده  یو غیر ضروري کار و . د کعبې  طواف  به یې  بلکل په  لوڅو ځانونو کاوه او هغه  یې  یو ډیر بهتر  عبادت ګاڼه . ۱
[۱-:.. د ابن عباس  رضی الله  عنه ، مجاهد ،طاوس او زهرې متفقه روایت  دې  چې د کعبې  طواف  به یې په لوڅو ځانونو کاوه . ]
ان  تردې  چې ښځو به هم د طواف  له پاره ځانونه لوڅول او په لوځو  ځانو به یې  طواف کاوه ۲
[۲-:........د مسلم په کتاب التفسیر  کې یې د عربو  دغه رواج او کلتور  بیان کړې  چې ښځو  به په لوڅ ځان طواف کاوه،  بیا به یې هملته  موجودو   خلکو ته  سوال کاوه   چې  څوک  به ماته یو ځادر  را کړي  چې  خپل وجود  پرې     را پټ کړم؟   په دې تر تیب  به د سوال کوونکې    له پاره د یو څادر  ورکول  د ثواب  او اجر کار ګڼل کیده ]
د هغوې د ښځو لباس  به داسې و چې د سینې یوه برخه به په  کې  خلاصه پاته کیده  او د مټو ، ملا او پنډیو  ځینې برخې به په کې بربنډې پاته کیدې او بلکل  همدغه  کیفیت نن  په  امریکه ، اروپا او یو شمیر نورو هیوادونو کې هم دې او په  شرقي  هیوادونو کې  هم د ژوند داسې نظام نشته  چې په کې د کشف  او ستر  حدود  په اساسی توګه  تعیین او نافذ شوې  وي .  اسلام  په دې هکله  انسان ته د تهذیب  لمړنې درس ورکوي او ورته  وایې  چې  [یبني ‌ء ادم  قد انزلنا علیکم .........لعلهم یذکرون     الاعراف ۲۶]
( اې د ادم  بچیانو ! الله تعالې  تاسې  باندې لباس  په دې خاطر نازل کړې  چې ستاسې  جسمونه پټ کړی او ستاسې  له پاره دښایست  وسیله و ګرځي...]
ددې  آیت له مخې د جسم  پټول په هر سړې او ښځې  باندې  فرض کړل شوي دي.
  نبې اکرم  صلي الله علیه وسلم  په دې هکله سخت  حکم کړې او   ویلي یې دي  چې  هیڅوک  باید د  هیچا  تر مخ ځان بربنډ نه کړی  .
[ ملعون من نظر الې سواه  اخیه ]
(لعنت کړل  شوې  په هغه  چا چې  د خپل  ورور  ستر ته ګوري . «احکام القران »)
[ لاینظر الرجل  الې  عورة الرجل  و المراة الې  عورة المراة «مسلم باب  تحریم النظر الی العورات »]
(  هیڅ یو سړې دې   بل سړي او هیڅ  یوه ښځه دې بله ښځه  بربنډه او لوڅه و نه ویني .)
[عن سلمان رضي الله عنه  قال:  لان اخر من السماء فانقطع  نصفین احب  الی من ال النظر الی  عورة احدا  و ینظر الی  عورتي « المبسوط ،کتاب  الاستحسان » ]
(په الله تعالې  سوګند  !  زه دې  د اسمانه څخه  را پریوزم  او دوه ټوټې  دې شم ، دا ماته  ډیره غوره ده  د هغه  څه څخه  چې زه د چا پټ ځایونه ووینم  یا بل څوک  زما پټ ځایونه  وویني . )
[ایاکم والتعري فان معکم من  لایفارقکم الا عند الغائط  و حین یفضي  الرجل  الې اهله « ترمذي باب ماجاء في الاستتار» ]
( اګاه اوسئ  ، هیڅکله لوڅ و نه اوسئ  ، ځکه  چې  له تاسې سره هغه څوک  دي  چې  له تاسې څخه هیڅکله هم  نه بیلیږي  مګر یوازې د حاجت د رفع کولو په وخت کې او یا  د ښځو سره د مباشرت  په وخت کې .
[اذا اتې احدکم  اهله فلیستترو لایتجرد تجرد العیرین « ابن ماجه  باب  الستر عندالجماع »]
( کله چې  هم  ستاسو  څخه یو دخپلې بې بي  څنګ ته ورځي نو هغه وخت  دې هم خپل  ستر پټ کړي   او بلکل  دې  دخرو  په څیر لوڅ نه  اوسي )
 یوځل  نبې اکرم صلي الله علیه وسلم  د زکاة  د اوښانو څړ  ځاې ته ولاړ   هلته   یې  وکتل  چې څړونکې په ځنګل کې لوڅ  لپړ  پروت دې ، رسول الله صلي الله علیه وسلم  هغه په هماغه وخت  له خپلې دندې څخه لرې کړ او ورته یې و فرمایل  چې:
  [ لایعمل لنا من لاحیاء]
(  هغه څوک  چې بې شرمه وی هغه   زمونږ په کار  نه   راځي )
۲:- دنارینه و  له پاره د ستر حدود:
ددې احکامو تر څنګ  دښځو او نارینه و له پاره د ستر حدود  په بیلا  ببلا  توګه  ټاکل  شوي .  په شرعي  اصطلاح  سره د جسم  هغې برخې ته ستر وایي  چې د هغې پټول  فرض  دي.  د سړي  له پاره د نامه څخه  لاندې د زنګانه  تر سترګې  پورې برخه «ستر » ټاکل  شوې . او حکم  ورته شوې  چې دا برخه    نه د چا تر مخه خلاصه  کړي او نه د بل کوم و ګړي  په دغه  برخه باندي نظر واچوي .
 [عن ابو  ایوب الانصاري  عن النبي صلي الله علیه وسلم مافوق الرکبتین  من العورة و  اسفل  من السرت من العورة «دار قطني »]
( هغه برخه  چې د زنګون  د سترګې دپاسه  ده  هغه  د پټولو وړ ده او هغه برخه  چې د نامه د غوټی لاندې  ده هغه د پټولو وړ ده . )
[عورة الرجل  ما بین سرة  الې  رکبه ]
( سړي ته د نامه لاندې د زنګون  تر سترګې پورې  برخه د پټولو ده «مبسوط»)
[عن  علي ابن  ابي  طالب  عن النبي صلي الله علیه وسلم  لا تبرز فخذک و لا تنظر الې فخذ حی و لا میت « تفسیر کبیر »]
( خپل ورون  د چا ترمخه مه ښکاره کوئ او نه د کوم  ژوندی  یا مړ انسان  ورون ته و ګورئ )
  دا حکم عام دې  چې د خپلو بیبیانو پرته بله کومه استثنا  نه لری . لکه چې په  حدیث  شریف کې را غلي  دي:
[ احفظ  عورتک الا من زوجک  او ما ملکت  یمینک « احکام القران»
( د خپل ستر ساتنه وکړئ  ، پرته له خپلو ښځو او هغو  وینځو  څخه چې  ستاسې  په واک  کې دي .)
۳:- د ښځو  له باره دستر حدود:
د ښځو  له پاره دستر حدود  له دې څخه ډیر پراخه ټاکل شوي . هغوې ته حکم شوې  چې د خپلو مخونو او لاسونو پرته ټول وجود   له ټولو خلکو څخه  پټ و ساتي .  په دې  حکم کې پلار ، ورور او ټول  نارنیه خپلوان  شامل  دي او د میړه پرته بل  هیڅوک  ترې  مثتنثنې نه دې .
[ لا یحل الامراة  تؤمن بالله  و الیوم الاخر ان تخرج  یدیها الا الې ههنا و قبض  نصف الذراع «ابن جریر »]
 ( نبې  اکرم  صلي الله علیه وسلم  فرمایلي دي  :  د هرې هغې ښځې  له پاره  چې په الله  تعالې  او د اخرت په ورځ  ایمان ولری  ، روانه  ده چې  هغه  خپل  لاسونه  له دې نه زیات  ښکاره  کړي ، دایې  وویل  او دخپل مړوند  په نیمایي  برخه یې لاس کیښود .)
[الجاریة اذا خاضت لم یصلح ان یری منها الا وجهها و یدها الی المفصل ]
 ( کله چې ښځه بلوغ ته ورسیږي نو دهغې د وجود  هیڅ برخه باید څرګنده  نه وي مګر یوازې مخ  او مړوند تر نیمایي  پورې لاس )
سیدة  عایشة  رضې  الله عنها  فرمایي  چې زه د خپل وراره عبدالله بن  الطفیل ترمخه د خپل زینت  سره کښنیاستم د نبې کریم صلې الله علیه وسلم  دغه کار خوښ نه شو . ما ورته  وویل  چې یا رسول الله !  د ا خو زما وراره  دې ، رسول الله صلي الله علیه وسلم  را ته وفرمایل :
[ اذا عرقت  المراة لم یحل  لها ان تظهر الا وجهها و لا مادون هذا و قبض  علی ذراع نفسه فترک بین  قبضته و بین الکف  مثل قبضته اخري «ابن جریر»]
( کله چې ښځه  بالغه شي ، نو دهغې له پاره روانه ده چې  د خپل  وجود  کومه برخه را څرګنده  کړی مګر یوازې مخ او یوازې ددې  څخه،  دایې وویل  او په خپل مړوند یې لاس داسی کیښود  چې  د هغې  د نیولو دځاې او لاس د ورغوی تر منځ  یوازي  یو موټې ځاې پاته شو . )
د ابو بکر صدیق  رضي الله عنه  لور  بې بي  اسماء ‌ رضې الله عنها  چې د نبي  کریم صلي الله علیه وسلم ښینه وه ، یوځل  په  داسې  حال کې  د نبي کریم صلي الله  علیه وسلم  تر مخ  راغله  چې ډیر نازک کالي یې پرځان وو،  او ددې  نازکه  لباس  څخه  یې   د وجود  دننه برخې  را څرګندیدلې .  نبي کریم صلي الله علیه وسلم  سمدستي خپل نظر ترې واړاوه او  ورته یې وفرمایل  چې :
 [ یا اسما‌ء  ان المراة اذا بلغت  المحیض  لم یصلح ان یرې  منها الا هذا و هذا و اشاره الی وجهه وکفه « تکملة فتح القدیر»]
( ای  اسماء!کله  چې ښځه  د بلوغ مرحلې ته  ورسیږي  نو بیا دا ښه  خبره نه ده  چې دهغې د جسم  څه  برخې دې  څرګندې  و کتل شی ، پرته له دې او له دې څخه . دایې وویل اود خپل مخ  او ورغویو  لورې  ته  یې  اشاره وکړه .)
بي بي حفصه رضي الله عنها د عبدالرحمن  رضي الله  عنه  لور  یو ځل د بي بي  عایشې رضي  الله  عنها   ترمخ  حاضره  شوه  چې  یو نري او باریکه ټیکرې  یې په سر و ، بې بې عایشی رضی الله عنها هغه ټیکړی ترې و شلاوه  او یو دروند او پیړ ټیکرې یې  ور په سر کړ « موطا امام مالک رحمة الله علیه »
د نبي کریم  صلي الله علیه وسلم ارشاد دې  چې:
 [  لعن الله  الکاسیات العاریات ] 
( د الله  تعالې  لعنت  دې پر هغه ښځو وي  چې لباس یې په ځان کې هم وی خو لوڅي  بریښې .)
دسیدنا عمر رضي الله  عنه  وینا ده  چې  خپلو ښځو ته داسې کالي مه اغوندئ  چې  په  جسم  باندې داسې ورونښلي  چې د ټول   جسم جوړښت ترې  را په ډاګه کیږی « المبسوط  کتاب الاستحسان ».
 ددغه  روایاتو  څخه را په ډاګه کیږی  چې د مخ او لاسونو پرته د ښځې  ټول وجود  په ستر کې داخل دې او په هغې  واجب  دي  چې په خپل کور  کې  هم دخپلو نژدې خپلوانو  څخه خپل  ستر  پټ و ساتي . هغه د خپل میړه پرته د بل  هیچا  ترمخه خپل  ستر  نه شي   ښکاره   کولاې که څه هم  هغه د هغې پلار ، ورور او  وراره هم وي ، ان تردې  چې    هغوې داسې نري او نازک  لباس هم نه شی  اغوستلاې  چې د هغې ستر ترې را څرګندیږي په دي هکله  چې  څومره احکام راغلي دا ټول د ځوانو ښځو له پاره دي ، د ستر احکام  د هغه وخت  څخه  نافذیږي  چې ښځه د بلوغ  تر حده پورې و رسیږی او تر هغې وخته پورې پرې نافذ  وي  چې په کې د جنسی کشش  جذبه  موجوده  وی . ددې  عمر څخه په تیردو سره په دې کې اسانتیاوې  را ځي  لکه  چې قرآن مجید  فرمایي :
[و القواعد من النساء......... خیرلهن و الله سمیع علیم   ÇÏÉÈ   «النور ۶۰»]
 ( او هغه   عمرتیرې زړې  ښځې  چې  د نکاح  هیله یې  له منځه  تللې وي ، که هغوې  خپل پړونې  کیدې نو پر هغو  څه وبال نشته ، په دې شرط  چې د ډول اوسینګار  څرګندونکې  نه وي .  سره له دې که هغوې هم پتمنې  غوره کړي  نو دهغو په حق کي ښه ده . الله  هرڅه اوري او په هر څه پوهیږي .)
د لته د تخفیف  علت په ډاګه بیان  شوې دې  ، دنکاح د امید د  نه درلودلو څخه داسې  عمر مراد دې  چې  جنسي غوښتنې په کې هم  دفن  شوې  وي او   بل کوم کشش په کې باقي پاته  نه  وي  خو بیا  هم  د نور زیات احتیاط په خاطر یې داشرط  ایښې  چې د زینت  او ښایست را څرګندول یې ترې مقصود  نه وي ، یعنې که د جنسي کشش یو څرک  هم په سینه کې ولري نو د ټیکري لرې  کول  ورته روانه دي ، دا تخفیف  یوازې د هغه عمر خوړلو ښځو له پاره دې  چې  دهغې په لور د احترام د نظر پرته د بل ډول نظر کولو امکان هم نه وی ، داسې  ښځې په کورونو کې د ټیکري پرته هم اوسیداې شی.
۴:- اجازه اخستل:
ددې  نه وروسته یې بل حد  دا ټاکلې  چې   دکور  خلکو  ته له اطلاع  ورکولو  پرته  په  ناڅاپي توګه  کور ته  د نارینه و  له راننوتلو څخه منه کړل شوې ده   تر څونارینه  خپلې  ښځې په داسې  کوم حال کې  و نه ویني  چې هغوی  ته یې لیدل نه وې په کار.
و اذا بلغ  الاطفل ........والله  علیم حکیم  ÇÎÒÈ   «النور ۵۹»]
( کله  چې ستاسې کوچنیان د پوهې منګ ته ورسیږي ، نو باید همغسې د اجازې په اخیستلو راشي  لکه څنګه  چې دهغو  مشران اجازه  اخلي ،  په دغه راز  الله خپل ایتونه تاسې ته روښانه  وي ، او هغه د پوهې  او حکمت څښتن دې )
دلته هم د حکم  په  عواملو  پاندې رڼا  اچول شوې  ده . د اجازې ورکولو وخت هماغه وخت پیل کیږي  چې  جنسي  احساس  را پیدا شي د هغې تر مخه اجازه  اخستل  ضروري نه دی . ددې تر څنګ نورو  وګړو ته  هم حکم شوې  چې د چا کورته د اجازې پرته ور داخل نه شی.
[یا یهاالذین امنوا لا ....... خیرلکم لعلکم تذکرون     ÇËÐÈ«النور۲۷»]  
(  ای د ایمان خاوندانو !  خپلو کورونو پرته ، د نورو کورنو ته مه ننوځئ تر هغې  چې دکور د خاوندانو څخه و نه پوښتئ، او کله چې ور ننوځئ نو د کور  په اوسیدونکو  سلام واچوئ)
ددې څخه  موخه په کور کې دننه او دکوره  د باندې ، دواړو  تر منځ  یو حد بندی کول دي ، تر څو  چې  په خپل کور کې ښځې او سړي د پردیو  له  نظره  خوندي پاته  شي  . عربي ولس په لمړیو  کې ددې  احکامو علت  نه شو درک کولاې ، په دې خاطر به هغوې ډیروخت د کورونونه   بهر کورنو ته د یوالونو څخه او یانورو  ځایو څخه کتل. یو ځل همداسې پیښه  نبې اکرم  صلي  الله علیه وسلم  سره هم وشوه ، نبې کریم  صلي الله علیه وسلم  په خپله حجره کې تشریف درلود  چې   یو کس دکړکۍ  څخه  سر راښکاره کړ ،به دې خبره هغه  و  فرمایل  :
 [ که چیرې ماته معلومه وای  چې  ته دکړکۍ  نه  را ګوري  نو ما به ستا په سترګو کې  څه منډلي وای.   د اجازې  حکم د نظرونو څخه د خوندي  کیدو په خاطر شوې دې « بخاري »]
ددې پیښې  وروسته هغه اعلان وکړ  چې :[که چیرې  یو څوک  د چا کورته  دهغوې د اجازې پرته   ور وګوري نو دکور خاوندان حق لري  چې دهغې سترګې  وروباسي  « مسلم»]
بیا نو اجنبي خلکو ته حکم  وشو چې کله  هم د چا دکوره څه  غواړئ  نو کور ته یې مه ورننوځئ  بلکه د پردې یا دروازې تر شا و دریږئ او  غوښتنه وکړئ .
 [.....واذا سألمتوهن ........... عندالله عظیما  ÇÎÌÈ   «الاحزاب ۵۳»]
( ...اوکله چې تاسې   له ښځو څخه  څه غواړئ  نو د پردې  تر شا ودریږئ او  ویې  غواړئ ، په  دې کې ستاسې   د زړونو  له پاره هم پاکوالې  دې او دهغوې د زړونو له پاره  هم ....)
دلته  هم د حد بندۍ په هدف « ‌‌‌‌ذلکم اطهر لقلوبکم و قلوبهن ‌ »  باندې پوره پوره  رڼا  اچول  شوې  چې هدف ېې دښځو او سړو دواړو  د جنسي میلاناتو او تحرکاتو څځه  خوندی کول دی او دا حد بندي  په دې خاطر کیږی  چې د ښځو  او سړو تر منځ اختلاط او بې تکلفي  را پیدا نه شي .
دا  احکام یوازې د پردویو له پاره  نه  دي  بلکه د کورنۍ له پاره هم دي لکه څنګه  چې په یو  روایت کې  را غلي  چي سید بلال  رضې الله عنه  یا سید انس  رضي الله عنه د فاطمه رضي الله  عنها  څخه دهغوې  دکوم  زوې  غوښتنه وکړه  نو هغې دپردې تر شا لاس ور اوږود  کړ او  وریې کړ . « فتح القدیر» .
حال  داچې  دا دواړه د رسول الله صلي علیه وسلم د خادمانو  څخه وو او دهغې سره یې دکورنۍ د غړو په څیر  ژوند کاوه .
۵:-  له پردۍ  ښځې  سره خلوت او دهغې لمس  کول ناروا دي:
دریمه حدبندي یې دا کړې چې دمیړه پرته هیڅ یو سړې د کومې  ښځې سره نه په خلوت (ځانته والي )  کې  اوسیداې شي او نه د هغې  جسم لمس کولاې شي که څه هم هغه د هغې نژدې دوست هم وی.
  [ عن عتبه بن عامر ان رسول الله صلي الله علیه وسلم  قال :  ایاکم والدخول  علي النساء فقال رجل من الانصار یا رسول الله صلي الله علیه وسلم افرایت الحمو قال الحمو الموت « ترمذي»]
( د عقبه  بن عامر رضي الله عنه څخه روایت  دې  چې نبې کریم صلي الله علیه وسلم  وفرمایل : خبردار  چې  (پردیو) ښځو ته په تنهایې کې  مه  ورنزدی کیږئ ، د انصارو څخه یوه کس  وپوښتل  یارسول الله  !  د لیور  په اړه ستاسې  ارشاد څه  دې ؟ ویې  فرمایل  چې  هغه «مرګ  دې ».)
[لاتلجوا علي المغیبات فان الشیطان یجري من احدکم مجري  الدم «ترمذي»]
(   دمیړونو د نه موجودیت په وخت کې  ښځو  ته مه ورځئ ځکه شیطان  په تاسو کې د وینی به څیر دوران کوي . )
[عن عمرو بن عاص  قال  نهانا رسول الله صلي الله علیه وسلم ان ندخل علې  النساء بغیر اذن  ازواجهن « ترمذي باب في النهي عن  الدخول  علې  النسائي  الا باذن ازواجهن » ]
( د عمرو بن عاص رضې الله  عنه   څخه روایت دې  چې رسول الله صلي الله علیه وسلم مونږه ښځو ته دهغوې  د میړونو د  اجازې پرته د  ورتللو څخه منه کړي یو )
[لا یدخلن  رجل بعد یومی  هذا علي مغیبة الامعه  رجل  او اثنان « مسلم باب  تحریم  الخلوة لاجنبیة»]
 (  دنن ورځې وروسته هیڅوک کومې ښځې  ته دهغې د میړه په غیاب کې ور نه شی تر څو  چې د هغې سره یو یا دوه کسان نورملګري  نه وي .)
د لمس کولو یا لاس لګولو په هکله هم همداسې  احکام راغلي .
[قال النبی صلي الله علیه وسلم من مس کف  امراة لیس منها بسبیل وضع علی کفه جمرة یوم القیمة]
(  نبي کریم صلي الله علیه وسلم  فرمایلي  چا چی د کومي ښځې لاس لمس کړ په داسې حال کې  چې دهغی  سره  هیڅ  ډول  روا  اړیکې و نه  لری  دهغه  په دغه ورغوي  کې به دقیامت په  ورځ  د اور سکروټه ایښودل کیږی )
(سیدة  عایشة   رضی الله  عنها  فرمایي  چې نبي کریم صلي الله علیه وسلم د ښځو څخه یوازې د ژبې د اقرار  په اخستلو سره بیعت کاوه ، دهغوې لاس یې په خپل لاس کې نه نیوه ، هغه هیڅکله هم دداسې کومي  ښځې  لاس نه دې لمس کړې  چې د هغې په  نکاح  کې نه  وی  «بخاري باب  بیعة النسا‌ء»)
د امیمه بنت رقیقة رضی الله  عنها وینا ده چې زه د څو نورو ښځو سره د نبی کریم صلي الله علیه وسلم  سره د بیعت  له پاره   ورغلم هغه زمونږ څخه اقرار واخست  چې :[ د الله سره د شرک ، دغلا ، زنا ، تهمت  لګولو او د نبی  صلي الله علیه وسلم   د نافرمایۍ  څخه  به ځان  ژغورئ ]، کله چې  اقرار ختم شو ، نو مونږورته  وویل  چې  اوس  مونږ  غواړو  ستا په لاس بیعت  وکړو  . هغه  و فرمایل : [ زه د ښځو  سره مصافحه نه کوم  یوازې  د ژبې  اقرار کافي دي  « نسایي  باب بیعة النساء»]
دا احکام  یوازې د ځوانو ښځو له  پاره دي ، د عمر خوړلیو  ښځو سره ځانته کیناستل  روا دي او دهغوې  لمس کول هم منه  شوی نه دی. لکه چې د سیدنا ابوبکر  صدیق  رضی الله  عنه  په هکله روایت دې  چې هغه به  هغې قبیلې ته چې شیدی  یې  په کې څکلې  وې  ورته ، او هغه  به دهغې قبیلې  زړو  ښځو سره مصافحه هم کوله.  همدا  راز دسیدنا عبدالله بن  زبیر   ر ضی الله عنهما  په هکله روایت  دې  چې د  هغې سر او پښې  به یوې زړې  بوډۍ  ښځې  منډلې .
دغه  تو پیر  چې د ځوانو او زړو ښځو تر منځ  شوې  په خپله ددې خبرې  لوې  ثبو ت  دې  چې په اصل کې ددواړو  جنسونو  «نر او ښځې  »  ترمنځ  دداسې  اختلاط مخنیوې  وکړل شي چې  فتنه  ترې  را ولاړیږي .
۶:- د محرمو او غیرې  محرمو تر منځ  توپیر:
دا خو هغه احکام  وو  چې د میړه پرته په کې ټول نارینه  محرم او  غیر محرم  شامل  وو . ښځه د هغوې  څخه د یوه تر مخه هم خپل ستر او « دمخ اولاسونو پرته »  د خپل  وجود هیڅ برخه نه شې  را بربنډولاې ، بلکل  په هماغه  ډول  لکه څنګه  چې نارینه د چا تر مخه خپل  ستر « د نامه څخه لاندې    د زنګون د سترګې پورې برخه »  د چا تر مخه نه شي ښکاره کولاې  . ټولو نارینه  و  ته حکم  شوې  چې د  اجازې  اخستلو  وروسته کورونو ته ننوتلاې شی  او دهغو څخه هیڅ  یوه  ته هم دښځې سره په خلوت کې  ناسته او یا دهغوې  جسم لمس کول  روانه دي۱   
 [۱:-...د مس کولوپه هکله د محرمو او غیر محرمو  نارینه و تر منځ ډیر توپیر  دې د نمونې په توګه  دخپلې خور  لاس  نیول او په سورلۍ  یې ورخیژول ښکاره ده چې  دا خبره دکوم پردې  له پاره روانه ده. کله  به چې   نبي اکرم صلي الله علیه وسلم  د سفر نه بیرته را ګرځیده نو بې بې  فاطمي رضی  اله عنها ته به یې   غاړه ورکوله  او د هغې سر به یې ښکلاوه او په همدې تر تیب  سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله  عنه به د خپلې  لور سیدة عایشې رضی الله عنها  سر ښکلاوه.]
ددې  وروسته د محرمو  او غیر محرمو تر منځ توپیر  کیږي . په قرآن  او حدیثو کې په پوره تفصیل سره     د ازادۍ او بې تکلفۍ  هغه  مرتبې  په  ډاګه  شوي دي   چې یوازې د محرمو نارینه  و  ترمخ  تر سره  کیداې شی خو د غیر  محرم نارینه  تر مخ هغه روا  نه دی . دا هماغه څه دي  چې په عامه  اصطلاح کې  ورته  پرده  یا شرعي حجاب  ویل کیږي .
پاته په یویشتمه  برخه کې ولولئ......