دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغيز (۱۳)

دقريب الرحمن سعيد ژباړه :
 
  ۵-د ميړه  او ښځې  تر منځ د اړيکو  سهي   آند:
د کورنۍ د جوړښت  او د جنسي بې لاريو د مخنيوی نه وروسته  چې کوم شی د يوه صالح تمدن  له پاره اړين دې هغه  د ښځې  او نارينه تر منځ  د اړیکو د سهي  شکل او نوعيت  ټاکل  دي . د هغوې حقوق  بايد د عدل او انصاف  مطابق و ټاکل شي، دهغوې تر منځ بايد مسؤليتونه په پوره او ښه توګه  وويشل شي  او په  کورنۍ کې دهغوې مراتب او دندې په داسې توګه و ويشل  شی  چې په اعتدال  او برابرۍ کې  یې  کوم  توپیر  را نه شي . د تمدن په ټولو مسايلو کې  تر ټولو مهمه او پیچلې مسئله هم  داده خو انسان ددغې  ستونزې په  حل کولو کې ډیر وخت د ناکامۍ سره مخ  کیږي .
ځينې ولسونه داسې دي  چې  هلته ښځه په سړي باندې  قوام (مشره )  ګرځول  شوې  ده  خو مونږ ته  هیڅ  داسې  مثال په لاس نه راځي  چې ددې ډول  ولسونو څخه کوم ولس د تهذیب او تمدن  پورته   پوړ ته رسيدلې وي . لږ تر لږه د تاریخي معلوماتو  دڅیړنې  له مخې د هیڅ  داسې  ولس نښې په نظر نه  راځې  چې ښځّه  یې  حاکمه کړي  وي  بیا یې  په نړۍ کې عزت اوځواک تر لاسه کړې وي . یا یې کوم مهم  کار تر سره کړې  وي .
برعکس  ډیرو ولسونوبیا  سړي په ښځو باندې  قوام (حاکم اومشر )  ګرځولي  خو  دغې کار   ډیر وخت د ظلم او تیرې  بڼه   خپله  کړې ده . د ښځې  څخه یې  وينځه  جوړه کړې ، دهغې  تذليل او تحقیر یې کړې ، هغې ته هیڅ ډول  ټولنیز او تمدني حقوق نه دې ورکړي ، هغه دکورنۍ يو ډیر ادني خادم او د سړي  له پاره د شهوت  پوره کولو  يوه اله ګرځول  شوې او دکورنه بهر یې   که د ښځو يوه ډله دعلم او تهذیب په ګاڼه ښایسته  کړې هم  وي  نو يوازې  په دې خاطر  چې  هغوې د سړو  جنسي  غوښتنې په ډیر  په زړه پورې  ډول سره  پوره کړي  او سړو ته د خپلې  موسیقۍ  د اوريدو لذت او دخپلې  نڅا او نازو  ادا  څخه دکتلو لذت او د خپلو  جنسي  حرکاتو دکمالاتو څخه د  جسم  له  پاره  لذت تیار کړي .  دا د ښځو د توهين او سپکاوي تر ټولو زیاته د شرم نه ډکه  لاره  وه  چې د نارينه و  نفس  پالنې  ایجاد کړې ده.  او هغه ولسونه  چې دغه لار یې خپله کړې  پخپله هم د زیانمن کيدو څخه خوندې نه دي پاته شوی .
 نوې غربي تمدن  دریمه   لار خپله کړې یعنې دا چې  د ښځو او نارينه و تر منځ  برابري  را وړي ، ددواړو  مسؤليتونه  يو شان  کړ ي ، دواړه د کار په يوه ډګر کی مسابقه وکړي   ، دواړه خپله روزي  په خپله و ګټي  او دخپلو اړتیاو کفالت په خپله وکړي .  د ټولني  د تنظیم دغه قاعده تر اوسه پورې  تکميل  شوې نه ده . ځکه  چې د سړې فضيلت اوبرتری اوس   هم په ډاګه ده ، د ژوند په هیڅ   اړخ کې هم ښځه د نر سره برابره  نه ده  او هغو ې ته  تر اوسه ټول هغه حقوق پوره  نه دې ور په برخه شوې   چې  د پوره مساوات او برابرۍ په صورت کې بايد ورته ور په برخه شوي واې .  لیکن  تر کومه  ځایه  چې دغه مساوات  قایم کړل   شوې   هغه له اوس  نه په ټولنیز نظام کې  فساد خپور کړې  ، ددې تر مخه مونږ  په پوره وضاحت سره دهغې پايلې  څیړلې دي  چې اوس  يو ځل  بیا  تبصرې ته اړتیا نه لري .
دغه  درې واړه  ډوله تمدن د عدل  ، توازن او تناسب  څخه خالي دې،  ځکه  چې هغوې د فطرت  د لارښونو په پوهيدو او دهغې  په  مطابق  د لارې په خپلولو کې لنډ پالې کړې . که  چیرې د سلیم  عقل  څخه کارواخستل شي  نو څرګنده به شی  چې فطرت په  خپله ددې مسايلو حل وړاند ې کړې  . بلکه ې داهم په  اصل کي د فطرت  ستر ځواک دې  چې دهغه له امله ښځه  د هغومره غورځيدو څخه ژغورل شوې  څومره  چې دهغې  د غورځولو هڅه شوې او دهغومره لوړيدو  مخه  یې نيول شوې   چې سړو  یې  هڅه کړې .
د افراط او تفریط   دغه  دواړه   اړخونه انسان د غلط  فکر کولو او د خپلو  پستو  خیالاتو تر اغیز لاندې  خپل  کړي.   خو  فطرت عدل او تناسب  غواړی او په خپله دهغې صورت   جوړوی  .
 هیڅوک ددې څخه  انکار نه شی کولې  چې د انسان په څیر ښځه او نر دواړه برابر دي ، دواړه د انسانيت  دوه برابرې   برخې دي ، د تمدن په  جوړښت  کې  ، دتهذیب   په تاسیس  او  وده  کې  او دانسان په خدمت کې دواړه برابر ګډون  لري .  دواړه   زړه  ، ذهن ، عقل  ،  جذبي  ، غوښتنې  او بشری  اړتیاوې  لري .  دتمدن د اصلاح  او ښیګڼو له پاره ددواړو   نفس   د تهذیب  ، دماغي روزنې ،  او عقلي او فکري ودې ته يو شان اړتیا لري .  ترڅو د تمدن په خدمت کې هر يو  خپله خپله  ونډه  واخلي ، په دې اعتبار سره د مساوات خبره وروسته ده او دا د هر صالح تمدن دنده ده چې د نارينه و په څیر  ښځو ته هم دهغوې د فطر ې  وړتیاو او صلاحيت   په مطابق د پر مختګ  موقع او فرصت برابر کړي  .  هغوې  په علم ، پوهې اوښه روزنې باندې ښایسته کړي ، هغوې ته  د نارينه و په څیر تمدني او ټولنیز حقوق ورکړي او هغوې ته په ټولنه  کې دعزت  ځاې ورکړی ، تر څو په هغوې کې د نفس د عزت احساس  را پيدا شي . او په هغوې کې هغه بهترين  بشری  صفات وده وکړي  چې يوازې   د نفس د عزت او احساس  په واسطه  را پيدا کيدای شي .  هغه  ولسونو  چې ددغسې برابرۍ اومساوات  نه  مخ  اړولې او خپلې ښځې  یې نا پوه ، ناروزل  شوې ، ذليله  او دمدنيت د حقوقو څخه بې برخې کړې  هغوې پخپله د پستۍ او دذلت په کنده کې پريوتې دي . د ذليلو ميندو په غیږ کې  دعزت  خاوندان ، دناروزل  شوو ميند  په غیږ کې ښه روزل  شوو او د پست فکره ښځو په زانګو کې د ستر او اعلی  فکر انسان  نه شې  جوړيداې .
خو د مساوات  يو بل اړخ  دادې  چې د ښځې  او نارينه  دکار  ډګر يو  وي  ، دواړه يو شان کار وکړی ، دواړه  د ژوند د ټولو اړخونو مسؤليتونه  يو ډول  په اوږو واخلي  او دتمدن په نظام کې ددواړو حیثيتونه  پوره برابر وي . د دې د تائيد له پاره دساينسي علومو دمشاهداتو او تجربو  څخه دا ثابتوی  چې ښځې او نر د خپل  جسماني  استعداد او قوت  له اړخه  يو له بله سره مساوي  (Equipotential) دې  خو دا خبره  چې دهغوې تر منځ  دغه ډول  برابري  شته  ددې  له پاره کافي  نه ده  چې د فطرت   موخې هم همدا دی  چې  د دواړو څخه يو ډول کار واخلي ، داسې نظریه  قایمول تر هغې درسته نه  ده  چې تر څو ثابته نه  شي  چې ددې دواړو  جسماني نظام  هم يو دې ، په دواړو  باندې  فطرت د يوه ډول خدماتو بار اچولې دې او ددواړو نفسي  کیفيت  هم يو شان دې تر اوسه  چې  انسان څومره علمي تجربي کړې دهغو له  مخې  ددغو  درې واړو  پوښتنو  ځواب منفي په لاس راځي . 
 د ژويو دعلم (Biology)  د څیړنو  څخه  په ډاګه کیږی  چې ښځه د شکل او صورت او دکار د غړو  څخه نيولې   د جسم  د ذراتو او  نسیجي  حجراتو (Protein Molecules of Tissue Cells)  پورې په هر برخه  کې له نارينه  څخه پوره تو پیر لري ، په هغه  وخت کې  چې  رحم کې د کوچني  صنفي  جوړښت (Sex Formation)  صورت نیسي نو دهماغه وخته  ددواړو  صنفونو جسماني  جوړښت يو دبل  څخه په مختلفه توګه وده کوي .
د ښځې  جسماني نظام په داسې ډول  جوړیږي  چې هغه د کوچني  د پيدا کيدو او دهغې د روزنې  له  پاره تیاره  وي ، دجنين دمرحلي  څخه نيولې د بلوغ تر وخته  پورې  دهغې د وجود  وده   دهمدغې  وړتیا  دتکميل  له پاره کیږی او همدغه شې  دهغې د راتلونکې  ژوند لاره  ټاکې .
د ځوانۍ په مرحله کې د میاشتنې  مرض  (حیض) د ورځو لړۍ  پيلیږي   چې دهغې په واسطه دهغې دوجود  د ټولو غړو  فعاليت تر اغیز  لاندې  راځې.  د ژوې  څیړونکو پوهانو او دغړو  پلټونکو د څیړنو  څخه د ا  څرګندیږي   چې دمیاشتنۍ  ناروغتیا له  ا مله په ښځه  کې دغه لاندې بدلونونه   منځته   راځی .
1.    په  وجود کې د تودوخي د ساتني  ځواک  کمیږي  په دې  خاطر  دهغې د وجود څخه  تودوخه  ډیره خارجیږی  او د تودوښې  درجه  لاندې لویږي .
2.    نبض  سستیږي ، د ويني فشار کمیږي .
3.    په (Endocrines) غدو ، (Tonsils) ټانسلونو او (Lymphatic Glands) لمسفاتیک غدو کې  بدلون  را پيدا کیږي .
4.    پروټيني تحول (Protien Metabolism)   کې  کمښت  پيدا کیږی .
5.    د فاسفیټس  او کلورایډونو  په  وتلو کې کمښت  را ځي  او هوایی تحول  یا (Gaseeous Metabolism)  کې نزول  او انحطاط  پيدا کیږی .
6.    په  هضم کې  ګډوډې  را منځته کیږی او د غذا  د پرو تيني  برخې او  وازدې  په  جذبيدو  کې کمښت  راځې  .
7.    د تنفس په   وړتیا  کې لږوالې  او د  اواز  په  غړو  کې  ځانګړي  بدلونونه  را پيدا کیږی .
8.    په غړو کې سستوالي او  په احساساتوکې  کمښت  پيدا کیږی .
9.    د ذهن او فکر دمرکز  دهم اهنګ  (Consentratos) کولو حالت او توانایي  کمیږی.
دغه  بدلونونه   يوه صحتمنده  ښځه دناروغتیا حالت ته دومره  ورنژدې کوې  چې په هغه وخت کې  د صحت اوناروغتیا تر منځه يو څرګند خط  کښل  ستونزمن وي . (۲۳ سلمه)  داسې  ښځې وي  چې میاشتنې  ناروغتیا یې پرته له کوم  تکلیف  څخه تیریږي  . يو ځل د( ۱۰۲۰ ) ښځو په هکله څیړنه او تحقیق  وشو  چې دهغوې څخه ( ۸۴ سلمه  ) داسې وې  چې  هغوې  ته دمیاشتنۍ ناروغتیا په وخت کې دردونه   او تر څنګ  یې  نورې   ستنونزې   هم  را پيدا کيدې .
«ډاکټر اميل  نووک»   چې د ښځينه ناروغيو لوې  متخصص  دې وایې  چې  حایضه ( دويني په ناروغتیا ککړې ) ښځې  په عمومی توګه د لاندې  ستونزو سره مخامخ  کیږي :
[سردرد ، ستړتیا ، د غړو ماتوالې ، عصبي کمزورتیا ، په طبیعت کې تنبلې ، د مثانې نا ارامي ،د غذا د هضم د نضام  خرابوالې او په ځينو حالاتو کې  قبضيت ، کله  کله وچ  قي کول .]
 يو  زیات شمیر داسې ښځې  هم وي  چې د هغوې  تيونو   کې نرم او نرې  درد  را ولاړیږی خو کله کله  هغه  په  ډیر دورند او سخت  درد  باندې   هم بدلیږي ، د ځينو ښځو د (تایې راېډ)  غده   پړسیږي  چې د هغه  په واسطه  ستونې درنیږي ، ډیر وختونه د بد هضمۍ  شکايت ترې پيدا  کیږی او د  تنفس او ساه  اخستنې   په وخت کې تکلیف  را پيدا کوي .
«ډاکټر کریګر»   چې  د  څومره ښځو معاينه کړې  دهغوې  څخه نیمایې داسې دي  چې د میاشتنې  ناروغتیا په وخت کې د بد هضمۍ  څخه ناا رامي  وي  او  په اخرې ورځو کې  قبضيت ورته  پيدا کيده .
د« ډاکټر  کب هارډ»  وينا ده  چې  داسې ښځې  ډیرې کمې  په نظر راځي  چې د حیض په وخت کې ورته کوم  تکلیف  نه وي پيدا  شوې . ډیرې  داسې  هم  ليدل شوي چې د سر درد ، ستړتیا، دنامه لاندې درد او د توکاڼو په کمښت  اخته کیږی . په طبیعت کې یې خرابولاې  راځې او زړه یې غواړی  چې و ژاړي .  ددې حالاتو په بنسټ دا خبره درسته ده  چې د میاشتنې ناروغتیا یا حیض  په وخت  کې ښځه په حقیقت کې ناروغه وي او دا يوه ناروغې ده  چې هره   ښځه پرې  هره میاشت   اخته کیږي .
ددغې جسماني بدلونو اغیز د ښځې په ذهني قوت  او د غړو په فعاليت  هم پرېوځې  ، په (۱۹۰۹ م)  کې «ډاکټر وایسهوسکي (Voicechevsky) » دخپلو پرلپسې  او زورو  څیړنو څخه دا پايلې تر لاسه کړې  چې د حیض  په  وخت کې ښځې کې  د  افکارو په  تمرکز او د دماغي کارو په ځواکونو کې کمښت را پيدا کیږي . «پروفیسور  تراچسکاریکي (Krschiskersky) » دخپلو  رواني څیړنو په پايلو کې لیکي:  چې دحیض په وخت  کې دښځې  عصبي  نظام  ډیر اشتعال  قبلونکې وي .  په احساساتو کې یې  ناهمواري  او سستي  را  پيدا کیږي . دمرتبو  انعکاساتو  دمنلو صلاحيت  یې  کم او ډیر وخت  له منځه  ځي .   چې د هغې  له مخې دهغې هغه افعال  او کړه  وړه  هم درست نه شې پاته کيداې  چې په  ورځنې ژوند کې  یې په خپله کول ، کومه ښځه که د بس  کلينره وي دحیض  په  وخت کې به غلط  ټکټ ورکوی او په شمیره  کې به متردده وي ،د حیض  په  وخت  به ډريوره  ښځه  خپل  موټور ډیر په  ویره ویره  چلوي او په هر موړ کې  به د ویرې  احساس کوي ، او يوه ټایپسته ښځه  به غلط  ټایپ  کوي او په کلاره به یې کوی، الفاظ  به ترې پاته کیږی ، غلطې  جملې  به  جوړوي ، د يوې وکيلې  ښځې د استدلال  وړتیا سهي نه پاته کیږی او د  يوې  قضیي  په وړاندې کولو  کې دهغې ددماغ او ادبیاتو دواړو  قوت  غلطي کوی،  د يوې قاضڼې  ښځې د پوهې او فهم او پریکړې قوت تر اغیز  لاندې  راځې  غرض دا چې   په دغه وخت  کې د ښځې  دماغې اود اعصابو فزيولوژې تر ډیره ځایه  پورې  سسته  اوغیر فعاله وي ، دهغې غړی په پوره توګه   دهغې   د ارادې  لاندې حرکت نه کوي ، بلکه يو اضطراري حرکت دهغې په ارادې  باندې  غالبیږي او دهغې د پریکړې او ارادې  قوت زیانمن کوی ، دهغې څخه مجبورانه  اعمال  صادریږې  په دغه وخت کې  دهغې دعمل ازادی  په خپل ځاې نه پاته کیږې او نه هغه  د کم مسؤليت  نه دډک کار کولو وړتیا  لري .
«پروفیسو لاپنسکي (Lapinsky) » په خپ لکتاب  (The Development of Personality  in Woman)  کې لیکي  چې   حیض    ښځه د خپل عمل د ازادۍ نه بې برخي کوي  ، هغه په دغه وخت کې د اضطراری  حرکاتو  غلامه وي او په هغې د   کار کولو یا نه کولو ځواک  کمښت  مومي . دا ټول  بدلونونه  په يوې  صحتمنده ښځه  کې را ځې او په اسانۍ  سره  پر مخ ځي اود ناروغتیا شکل  خپلولې  شي ، داسې پیښې په ریکارډ کې ډیرې زیاتې دي  چې دحیض په وخت کې ښځې د ليونيو   په څیر  وي،  په  ډیرې  وړې خبرې  باندې  په قهر یږې   او وحشیانه او احمقانه حرکتونه کوي  ان  تردې  چې  ځينې د ځان وژنې هڅې  هم کوي او دا کومه غیر معمولي  خبره  نه ده.«  ډاکټر (Kraft Ebing)»   لیکي  چې : مونږ په ورځنې ژوند کې وينو  چې کومې ښځې د نرم مزاج  خاوندانې ،د ښه سلیقي لرونکې  او د نیک خویې مالکانې  دې  دحیض په وخت  کې دهغوې دغه حالت  بدلیږي  او وخت  په وخت  پرې د  توپان  په څیر  را ګرځي . هغه په هره خبره غوریږي . جنګ ته تیاره  وی  او ځان ته ناسته خوښوي ، نوکران ، اولاد او ان تر دې  چې میړه ټول ترې  نالانه وی ، هغه د بیګانه خلکو سره هم په ډیره بده توګه ناسته پاسته کوي . او ځينې نور د  فن خاوندان  د ډیرو څیړونو او تحقیق  وروسته دې پايلو ته رسيدلې دي  چې ډیروخت  د ښځو څخه  جرایم  د  حیض  په وخت کې  صادریږي  ځکه  چې هغوې په دغه وخت کې تر کنټرول  لاندې نه وي ، يوه نیکه ښځه په دغه وخت کې غلا کولاې شی خو بیا به په خپل دغه عمل باندې ورته شرم ورځی .
«وينبرک (Weinberg) » په  خپلو  څیړنو او مشاهداتو کې  لیکې  چې په ځان وژونکو ښځو کې ( ۵۰ سلمه ) داسې دي  چې د حیض  به وخت کې  یې دا کار کړي وي ، په همدې توګه  د« ډاکټر کرافټ ایبنګ »  نظر دا داې  چې  که  چیرې  د بالغو ښځو د جرم په هکله کومه محکمه  تحقیق او کار  کوي  نو ارو مرو  دې پلټنه وکړی  چې دغه  جرم  خو دحیض  په حالت کې نه دې شوې .
 دمیاشتنې  ناروغۍ یاحض  څخه زیات دحمل  وخت د ښځې  له پاره ډیر  دروند او سخت وي ، ډاکټر  (Reprev)لیکې  چې  د حمل په وخت کې د ښځې  د  جسم  څخه دفضلاتو  را وتل  ډیر وخت د لوږې وهلو د حالت  نه هم په ډیر مقدار سره  وي ، په دغه حالت کې  د ښځې  قوت  په هیڅ توګه  د  جسماني او دماغي  کار توان  نه لري کوم حالت  چې د حیض  په وخت کې په ښځه  راځي هغه که  چیرې په نارينه  راشي یا دحمل د وخت  نه پرته په بل  وخت  په  ښځه  راشي نو بلکل  د ناروغتیا  حکم به پرې کیږي . د حمل  په و خت  کې د څو میاشتو له پاره دهغې  عصبي نظام مختل وي ، دماغي  توازن  یې خرابیږي او ټول  روانې  عناصر یې د پرلپسې  بدنظمۍ  په حال کې وی.   هغه د ناروغتیا او صحت تر منځ  زوړنده  وي  او يو  کوچنې  ټکان هغه د ناروغتیا تر  مرحلې پورې  ورسوي ، د «ډاګټر  فشر» ونیا ده  چې يوه صحتمنده ښځه هم د حمل  په  وخت  کې په ډیر ستر نفسي کشمکش  او نا ارمتیا کې  اخته وي ، فکر یې پريشانه  وي ، ذهن یې خپور وي ، د شعور ، غور ، تفکر  او پوهې  صلاحيتونه  یې ډیر کم وي  ، «هيولاک  ايلیس»  او« البرټ  مول»  او د ځينې نورو  پوهانو ټولو   نظر دادې  چې  دحمل د وخت  په  اخري میاشت کې ښځه بلکل ددې وړ نه وې  چې کوم جسماني  یا دماغي  کار ترې واخستل شي ، دحمل د وضعې نه  وروسته  دبې شمیره ناروغيو د را پيدا کيدو اندیښنه موجوده  وي ، د زچګي زخم  د هر قسم مکروب  د جذبولو له پاره  اماده وي .
 دحمل دمخه حالت  ته د تللو  تر وخته پورې په غړو کې يو حرکت پيلیږي  چې ټول  جسماني  نظام  د ګډوډۍ   سره  مخ کوي. که  چیرې  کومه ځانګړې  پیښه و نه شی ، نو بیا هم  اصلي  حالت ته  د ګرځيدو  له پاره  جسم  ته څو اونۍ   په کار  دې . په دې تر تیب  دحمل  داستقرار نه  وروسته تر يوه کاله پورې ښځه په حقیقت کې ناروغه او یا لږ تر لږه نیمه ناروغه وی او دهغې د کار ځواک  د عامو  حالاتوپه نسبت  سم   نیمایې  بلکه  تر نیمایې هم کم پاته کیږی .
بیا د رضاعت  یا شيدې ورکولو داسې وخت  وی  چې په حقیقت کې  ښځه دخپل ځان له پاره  نه بلکه دهغه امانت (بچې )  له پاره  ژوند کوی چې   فطرت  ورته سپارلې دي .  دهغې د وجود   انرژي د هغې دکوچني  له پاره شيدې  جوړي  ، هغه غذا  چې ښځه یې خوري ، دهغې څځه يوازې همدومره دهغې  جسم ته ځي  چې د هغې د ژوندې پاته کيدو له پاره ورته اړتیاوي ، پاته ټوله د شيدو په  جوړولو کې مصرفیږي ، له دې وروسته تر اوږدې  مودې پورې د کوچنی په  پالنه ، ساتنه او روزنه خپله ټوله توجه  مرکوز وي .
په  اوسني وخت کې د رضاعت  یا شيدو  ورکولو د ستونزې  حل  داسې  ښوول شوې دې   چې کوچنیان په بهرنيو  غذاګانو ماړه کړي . خو دا سهي  حل نه  دې ، ځکه     فطرت چې  د کوچني  د ودې او نمو  له پاره   کوم وسايل د مور په سينه کې پيدا کړې   هیڅ شې  د هغې  سهي بدل نه شی کيداې .  کوچنې د هغه  څخه بې برخې کول د ظلم او خپل غرضۍ  پرته نور څه نه دې ، د کوچنیانو ټول ډاکټران  په دې خبره  يو شوې دي  چې د کوچني د سالمي ودې  له پاره د مور د شيدو څخه بله  ښه غذا  نه شته .
که څه هم اوس  دکوچنیانو د روزني  له پاره د نرسنګ  کورونه  او روزنتونونه   جوړ کړل  شوې دي  تر څو  ميندې له خپلو  کوچنیانو بې غمه  او دکور څخه بیرون  کارونو کې مصروفې  شي خو په هیڅ نرسنګ کور اویا روزنتون کې د مورني شفقت مثال نه  موندل  کیږی ، د کوچنې  والي لومړۍ وختونه  چې کوم  محبت او مينې ته اړتیا لری هغه دکرایه شوو او مزدورو پالونکو په زړونو او سينو کې کله شته  ، د کوچنیانو د روزنې دغه نوې  لارې  چارې  تر اوسه د ازمیښت  څخه نه دې تیرې  شوې.  تر اوسه  پورې هغو نسلونو ميوه  نه ده ورکړې  چې دکوچنیانو  د روزنې په دې نوو کارخانو کې تر روزنې  لاندې نيول شوي ، تر اوسه دهغوې اخلاق  د هغوې کړنۍ د نړۍ تر مخ  نه  دې  راغلي  چې  ددې تجربی  د کامیابۍ  او ناکامۍ په هکله  نظر ورکړي  . لهذا ددې طریقي په اړه  به دا  دعوا  کول  مخکې د وخته وی   چې نړۍ د  مور دغیږي بديل  پيدا کړې . لږ تر لږه د ا حقیقت  په خپل ځاې دې  چې  د کوچني  فطري روزنتونځاې دهغې د مور غیږه  ده .
اوس  په دې خبره د لږ عقل  خاوند  هم پوهیږی  چې  که چیرې د ښځې او نارينه  دواړو  جسماني او دماغي ځواک  او استعداد بلکل  مساوي هم وي ، بیا هم  فطرت په  دواړو باندې مساوی بار نه باروي.   د نسل د پایښت  په خاطر  د تخم شنيدلو پرته د سړي  په  غاړه  بل کوم کار نه  دې ور اچول  شوې . ددې وروسته هغه بلکل  ازاد  دې  ، د ژوند په کومه څانګه کې  چې  هغه غواړی کاروکړی  کولاې یې شی.
  بر عکس ددې خدمت  ټول بار د ښځې په اوږو  ور اچول  شوې دي ، دهمدې بار د پورته  کولو له پاره ښځه دهغه وخته  څخه  تیارول کیږی  چې  لا د مور په ګیډه کې دغوښې د يوې ټوټې په څیر پرته وي.  په دې اساس دهغې د وجود  ټول ماشين  دهمدې  له پاره تیاریږي . په دې خاطر  په هغوې باندې د ځوانۍ په ټولو وختو کې دحیض  میاشتنۍ  ناروغي  راځي  چې په هره میاشت کې  ددرېو څخه نيولې تر اوه یا  لسو  ورځو پورې  دوام کوي  په دې وخت کې   هغوی  دکوم  لوې مسؤليت   د پورته کولو  یا د جسماني او دماغي کار د تر سره  کولو  له پاره  پوره  وړتیا  نه  لري . په همدې اساس هغوې  دحمل  نه  تر مخه او  وروسته تر يوه کاله پورې ډیرې ستونزې  ګالي ، او په حقيت کې  هغوی په دغه وختونو کې  نیم ځانه اوسي ، همدا  راز په هغوې د رضاعت  دوه کاله وخت ډیر ستونزمن تیریږی . هغوې  پخپله وينه د انسانيت  فصل  ته وده ورکوی او دخپلې سينې  په ویالو هغه خړوبه وی .   د نسل  د پایښت په خاطر هغه د کوچني  لومړني  څوکاله  په همداسي تکلیف  او ستونزو کې تیروي  چې د شپې  خوب او د ورځې  ارام پرې  حراموي ، او هغه خپله  ارامتیا  ، لطف ،خوښي  غوښتنې  ، لنډه دا  چې  هر څه په دغه راتلونکې نسل باندې ځاروي . کله چې  دهغې دغه  حال وي نو فکر وکړۍ  چې اوس د  عدل غوښتنه څه ده ؟  ایا دا عدل  او انصاف دې  چې د ښځو  څخه دهغو  فطري مسؤليتونو د  ادا کولو او په ځاې راوړلو  غوښتنه هم  وشي  چې سړې  ورسره په کې  شریک  نه وی، او بیا دهغو تمدني او ټولنیزو مسؤليتونو بار  هم پرې د نارينه و سره   برابر وربار کړل شي  چې دهغې د وړلو له پاره  نارينه  د فطرت  له لورې د ټولو مسؤليتونو څخه ازاد  پریښوول  شوې.  هغوی  ته وويل شی  چې   تاسې ټول هغه  مصایب  هم و زغمۍ  چې فطرت ستاسې   په اوږو ایښې دې او بیا زمونږ تر څنګ د ډوډۍ دپيدا کولو ستونزې هم  زمونږ سره برابرې  پورته کړئ ، سیاست او عدالت ، صنعت او حرفه ، تجارت  او زراعت او  دامن په قیام او د وطن  نه  ددفاع  په خدمتونو کې هم  زمونږ سره برابری شریکې  اوسئ .  زمونږ په ټولنه  کې  به زمونږ  زړونه  هم خوشحالوئ او زمونږ له پاره دعيش و عشرت  ، خوښئ او لذت وسايل  هم  برابروئ ؟
دا په اصل کې عدل نه بلکه تیرې او ظلم دې  ، مساوات  نه بلکه نابرابري  ده.
 دعدل غوښتنه خو بايد داوی  چې په هغه  چا چې  فطرت تر هر څه زیات بار  ور اچولې     په هغوې د تمدن تر ټولو سپک  بار ور  واچول  شي . او په  چا چې  فطرت  هیڅ بار نه دې ورا  چولې  په هغوې دتمدن  تر ټولو دروند بار   وربار کړل  شي او هغې ته داهم ور  وسپاري  چې  هغه دې د کورنۍ روزنه او ساتنه  هم وکړی .
يوازې دا نه چې  په ښځې دکورنه بهر د مسؤليتونو بار  اچول   ظلم  دې  بلکه په حقیقت کې  هغه د هغه  نارينه ئي  خدمتونو د تر سره کولو   وړ  نه ده چې پورته یاد کړل شول .  ددې کارونو  له پاره همغسې کار کوونکې  موزون  کيداې شی  چې د کارکولو ځواک یې ثابت وي  او په پرلپسې  توګه  خپلې دندې په پوره اهليت  سره سرته  رسوي  او په  فزیکې  او دماغی  ځواکونو یې  باور کيداې شی  خو په هغو کار کوونکو  چې تل په هره  میاشت کې د يوې  کافي مودې  له پاره د نه اهليت او بې کفايتۍ  ناروغتیا پرې حمله کوي او دکار  کولو  وړتیا  یې د مطلوبه  معیار  څخه  په مکرره توګه ښکته  پريوباسي  نو هغه به په څه ډول ددغه مسؤليتونو بار  پورته  کړی .
دهغې عسکر ی  ځواک یا بحري  ځواک  په  حال  غور وکړئ  چې د ښځو  څخه  جوړ شوې  وي ، او د جنګ  په   وخت کې څو سلمه  د میاشتنۍ   ناروغتیا   له امله د فعاليت   توان  له لاسه ورکړي ، يو خاص  شمیر د ولادت  یا  کوچني د زیږدو په حالت کې په شفاخانو کې پرتې  وي او يو شمیر  د حامله کيدو په اساس  دکار وړ تیا و  نه لري .
د فوځ  مثال خو تاسې ويلاې شئ  چې هغه د ډیرو سختو دندو د  اجرا کولو سره اړیکې لري . خو پولیس،   عدلیه  ، ادارات ، سفارتي  خدمات ، د اورګاډی ، صنعت   حرفي  او تجارت .... او په دې کې کوم کارونه  داسې دي چې په پر لپسې توګه د  باور   وړ  قابليت  او اهليت ته اړتیا نه لري ؟
 نو هغه  څوک  چې د ښځو  څخه  د نارينه  و کار اخستل غواړی نو دهغوې  مطلب  شايد دا وی  چې  یا خو له ټولو ښځو  څخه دښځيتوب  صفت سلب  کړي او په دې توګه  انساني نسل ته د پاې  ټکي کیږدي. او یا دا چې  د هغوې څخه  څو فیصده  لازما دناښځيتوب  د سزا   له پاره و ټاکي او یا دا چې  دتمدن  د ټولو  معاملاتو  د اهليت معیار د تنزل   سره مخ شي .  خو که  چیرې  تاسې ددې څخه هر صورت اختیاروې ،خوښځې د نارينه و د کارونو  له پاره تیارول  د فطرت   د غوښتنو پر خلاف کار  دې  او داسې نه  دانسانيت  له پاره  ګټور دې او نه پخپله د ښځې  له پاره.   ځکه  چې د ژويو د  پوهې  له مخې ښځه دکوچنې د ساتنې او روزنې  له  پاره  جوړه کړل  شوې  ،په دې خاطر  د  رواني علامو په دایره کې هم هغې ته هماغه   صلاحيتونه  ورکړل  شوې  چې دهغې د فطري دندې  د ادا کولو له پاره ورته اړتیا ده  لکه  محبت ، همدردي ، مهرباني او زړه سوې ،  حساسوالې او جذباتيتوب او    څرنګه  چې   په  جنسې  ژوند کې سړې ته فعل او ښځې ته دانفعال  مقام  ورکړل شوې    په دې خاطر  ښځې ته ټول  هغه  صفتونه ورکړل شوې  چې د هغې د ژوند  دغه  منفعلانه  اړخ  کار کولو ته تیار  وي .  هغه ته د سختۍ او شدت  پر ځاې نرمي او نزاکت  ورکړل شوې ، هغه ته د اغیزناکه  کولو په ځاې د  اغیزمن کيدو، د فعل  پر ځاې د انفعال  ، د سختيدو او څښيدو په ځاې   د ټیټيدو   اوملایم  کيدو صلاحيت ورکړل شوې ، هغوې ته د زړورتوب او  جرئت  پر ځاې د بې  زړه توب او تیښتې    خاصيت  ورکړل  شوې  ، ایا ددغه  ځانګړتیاو تر څنګ هغه کله هم ددغه کارونو  له پاره موزون  ثابتيداي  شي ؟  او د ژوند په هغه کارونو کې  سوبه موندلاې  شی  چې  سختي ، تحکم ، مقابلې  او سوړ مزاجۍ  ته اړتیا لري ؟ او د نرمو جذبو پر ځاې  قوي ارادو او پریکنده  اراده  غواړی ؟  د انساني تمدن په داسې  اړخونو کې  د ښځې  راوړل  په خپله د ښځې  ضایع کول  هم دې او د تمدن ددې اړخونو  ضایع  کول  هم.
په دې  کې د ښځو له پاره ارتقانه بلکه انحطاط  دې  .د ارتقا معنې  دا نه ده  چې د چا  طبیعې   وړتیاوی  تر  فشار  لاندې رواړل  شي  او له منځه يوړل شی او په هغې کې په مصنوعي  توګه  هغه وړتیاو ې را پيدا کړل شی   چې  په فطري توګه په هغې کې نه وې  موجود ، بلکه د ارتقا معنې  داده  چې  قدرتي  وړتیاوو  ته وده ورکړل  شی  هغه  را وټوکول  شي او ورته د ښه نه د بهتر عمل کولو زمينه برابره کړل شی، په دې کې ښځو ته  کامیابی نه  بلکه ناکامي ده ، د ژوند په يو اړخ کې  ښځې  کمزورې دي  سړې ځواکمن  دی ،خو په بل  اړخ  کې سړي کمزوري  او ښځې  ځواکمنې  دي ، تاسې  ښځې  په  هغه اړخ کې    چې  کمزوري دي  د سړو  سره برابرۍ ته راکاږئ   چې  طبیعي  پايلې به یې دا وي  چې ښځې  به تل د نارينه و  څخه کمزورې   وي تاسې  چې هر څومره تدبیرونه وکړئ دا   شونې نه ده  چې   د ښځو له ډلې څخه ارسطو  ، ابن سينا ، کانټ ، هیګل ، شکسپیر ، سکندر ، نیپولين ، سيدجمال الدين افغان  ، صلاح الدين ايوبی  ، نور الدين زنګې  او محمد بن قاسم ، سلطان  محمود  غزنوې .... په څیرو ګړي  را پيدا کړئ خو تر څنګ  یې که د ټولې  نړې  سړي  خپل  سرونه  خوږ  کړي نو هغوې  به  په خپل ټول  جنس کې يوه معمولي مور هم  پيدا نه شي کړاې .
په دې کې پخپله د تمدن ګټه نه  شته بلکه زیان  دې ، انساني ژوند او تهذیب  ته  چې څومره د زیږوالي ، سختۍ او قوت اړتیا ده  په هماغه  اندازه ورته  د رقت ، نرمۍ او لطافت اړتیا هم ده ، لکه څنګه  چې ښه  عسکري  قوماندانانو ته د  بهترينو منتظمينو  او  اداره  چیانو  اړتیا ده  په هماغه اندازه  بهترينو ميندو ، ښه   ښځو او  کور ودانو ته  اړتیا  ده  که ددواړو  عناصرو څخه هر يو ساقط  شي نو  انساني تمدن  ته یې ډیز  زیان رسیږي .
دا هغه ويش دې  چې  پخپله فطرت  د انسان  د  دواړو  جنسونو تر منځ  کړې  دې .   ژويو ، غړيو او رواني علومو ټولو  دې لورې  ته اشاره  کړې  چې د کوچني  د پيدا کيدو ، او پاللو خدمت  ښځو ته سپارل  يو داسې پریکنده حقیقت دې  چې پخپله  په انساني تمدن کې ورته  يو دایره  ځانګړې کړل شوې  ده ،  او هیڅ   مصنوعي تدبیرونکو لا تر اوسه  داسې  ځواک نه  دې  پيدا کړې  چې د فطرت  دغه پریکړه  بدله کړي ، يو صالح تمدن هغه دې  چې  لمړۍ  خو دا پریکړه لکه څنګه  چې ده  همغسې و مني  اوښځې ته خپل  سهي   مقام ورکړي او  ورته په ټولنه کې د عزت مرتبه ورکړي د هغې تمدني او وګړیز  حقوق  ورکړي  په هغوې يوازې  د کورنۍ  دمسؤليتونه  بار  وا چوي  او دکورنه بهر مسؤليتونه او دکورنۍ  قواميت  سړو ته  وسپاري ، هغه تمدن  چې ددې ويش  د له منځه وړلو هڅه  وکړي هغه که څه  هم  په ډاګیزه توګه  څه ظاهری  پر مختګ کولې شي خو  بلاخره دداسې تمدن  تباهي  يو حتمي امر دې ځکه کله  چې پر ښځه  باندې د سړې په څیر  برابر مسؤلتيونه ور واچول شی نو هغه بیا د خپل  ځان  څخه د فطري مسؤليتونو  بار  ایسته غورځوي  چې پايلې یې نه يوازې د تمدن  بلکه دانسانيت   بربادي  هم    ده  .که  چیرې ښځه دخپل فطري  جوړښت په خلاف  هڅه وکړي نو تر يوه نه يوه حده پورې  د سړي د ټولو کارونو بار په اوږو اخیستې شی خو سړې هیڅکله هم د  دکوچني  دپيدا  کيدو او روزلو  وړتیا نه شي تر لاسه  کولاې .
 
 
د فطرت ددغه ويش  د په نظر کې نيولو  سره دکورنۍ د تنظیم اوپه ټولنه کې دښځې او سړي دندې    په لاندې توګه  ويشل  کيداې شی :
1.   د کورنۍ  له پاره د روزۍ  پيدا کول ، دهغه ملاتړ  او ساتنه کول ، او د تمدن  دمحنت  غوښتونکو خدمتون پاې  ته رسول د سړي کار دې او د هغې ښوونه او روزنه بايد داسې  وشي  چې  هغه ددغو  اهدافو د تحقق  له پاره ډیر زیات ګټور ثابت شي .
2.   د کوچنیانو روزنه  ، کورنۍ دندې او دکورني  ژوند نیکمرغي  او ارامتیا ، او دهغې څخه  جنت  جوړول د ښځې کار دې بايد د ښځې د ښې  ښوونې او روزنې  اهتمام  وشي  تر څو دهمدې  موخو  د تحقق  له پاره   ښه  جوګه شي .
3.      دکورنۍ  د نظم  او ډسپلين د ساتلو  له پاره  يو کس  ته د قانوني پولو په داخل کې د حاکميت  پوره  واک ور په برخه وي تر څو کورنۍ دخپلسرۍ او اړو دوړ  څخه وساتي .
4.   داسې وګړي  يوازې  سړې کيداې شي  ځکه  چې   دکورنۍ هغه غړي  چې  دماغي  اوقلبی  حالت یې د میاشتنۍ  ناروغۍ په دوران کې ثابت  نه پاته کیږی  دداسې واکمنۍ او اختیاراتو  د استعمال وړ  نه  شی ګرځيداې .
5.   د تمدن په نظام کې ددغه ويش او تر تیب دځاې په ځاې  ساتلو   له پاره  بايد  مناسب احتیاطي ترابیرو نيول  شي  تر څو ساده ډوله   او بې عقله خلک د خپلې بې  عقلۍ  له وجې  د نارينه او ښځو دکار اوفعاليت د ساحو په ګډولو او مخلوطولو  سره  د صالح تمدن نظام برباد نه کړي .
پاته په څوارلسمه برخه کې ولولئ.....