د زمانې بادونه

د زمزمو په اوبو مينځم مينه ناکې کيسې
لکه ياسين داسې خوږې دي د عشق پاکې کيسې

غرونه مو منځ کې دي خو غرونه به خدای ونړوي
زه کوم تاته ، ته کوه ماته ، دعا کې کيسې

په لوپټې کې دې جانانه څڼې ښې پټوه
د زمانې بادونه هم کوي بېباکې کيسې

د ستا پر شونډو سره ګلونه کيسې سرې سکروټې
زمونږ پر شونډو وينې وينې او تڼاکې کيسې

ستا جلان هم کله سندرو کې څه داسې وايي
لکه زلمی ناوې ته وکړي شررناکې کيسې

                       سيدجيلاني جلان
يادونه : دا غزل  د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى