افغانستان زمبابوې ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه

 
  د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د لړم (عقرب) شپږمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اکتوبر له اته ویشتمې نېټې سره برابره وه، د افغانستان او زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یا وروستۍ شل اوریزه، رسمي تمریناتي کرکېټ سیالۍ د زمبابوې د بولاویو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې، لوبډل مشر اېلټون چیګمبورا وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 190 منډې جوړې کړې، چې افغان لوبډلې ته یې د 191 منډو هدف وټاکه .
   افغان کرکېټ ملي لوبډلې د 9.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو، ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د زمبابوې لوبډلې ته یې د 5 وېکټو او یوه توپ په توپیر ستره او تاریخي ماتې ورکړه.
  افغان کرکېټ ملي لوبډلې نه یوازې د شل اوریزو لوبو لړۍ له زمبابوې څخه وګټله، بلکې د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ یې هم په خپله ګټه پای ته ورسوله او د دواړو لوبو د لړیو جام یې خپل کورته راوړ .
  د افغان لوبډلې لوري ګلبدین نایب هم د توپ اچونې او هم د توپ وهنې په برخه کې ډېره ښکلې او په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې د خپلې ښکلې لوبه له کبله د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د افغانستان او زمبابوې د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :  
1 ـــ شهزاد محمدي په 20 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ عثمان غني په 45 توپونو 65 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ ګلبدین نایب په 31 توپونو 54 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې یې ترسره کړې .
4 ـــ محمد نبي په 11 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
5 ـــ نجیب الله ځدراڼ په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ کریم صادق په 5 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
7 ـــ شفیق الله شفق په 4 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :  
1 ـــ دولت ځدراڼ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ ګلبدین نایب 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ راشد خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 52 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ کریم صادق یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ حمزه هوتک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ محمد نبي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د زمبابوې د توپ وهنې برخه :
1 ـــ چمو چیبابا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ سکندر رضا په 13 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سین ویلیامز په 26 توپونو 54 منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ریچمانډ موتومبمي په 33 توپونو 43 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
5 ـــ اېلټون چیګمبورا په 28 توپونو 33 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کریګ ایروین په 3 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ مل کولم وېلر په 9 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ ان مدزیوا په 7 توپونو 11 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
9 ـــ ویلېنګټون مسکډزا په یوه توپ 4 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د زمبابوې د توپ اچونې برخه :
1 ـــ چرېس ایم پوفو 3.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 44 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ توری موزا رباني 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ ان مدزیوا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ویلېنګټون مسکډزا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ سین ویلیامز 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ چمو چیبابا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .