د كاڼي زړه

ښه تيره چاړه په لاس كې
او يو زړه يې راتوږلو
ما وېل  دا څه کړې ظالمې
دغه کار خو ناروا دی ؟
دې وېل دا کرښې چې ګورې
دي له کاڼو څخه کلکې
نه په اوښکو را پستيږي
نه په غم د چا تتيږي
څه پكار  دی داسې زړه
رګ ، ريشه لري د غره !!!