د ازادۍ تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه

 
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د ازادۍ تر سرلیک لاندې د لسګونو شاعرانو په ګډون مشاعره جوړه شوه .
دغه مشاعره چې نن د لړم په ۶مه نیټه د د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه،په کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر شاعرانو ګډون کړی وو.
د مشاعرې په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریس اورنګ مختار د مشاعرو په ارزښت خبرې وکړې او شاعران يې د ټولنې معماران وبلل او له شاعرانو یې وغوښتل چی د سولې ، ملی یوالي او پرمختګ په اړه شعرونه ووایی .
نوموړی وویل ، په ننیو شرایطو کې  د ولس سترګې شاعرانو ته ور اوړي څکه نو دوی هریو مسولیت لری څو د ټولنې  په  ټپونو ملهم کیږدی  .
وروسته  ګڼو شاعرانو د هیوادپآلني ، ملي یووالی، پوهنې ، سولې او پرمختګ په اړه شعرونه وویل  او ټولو د شعر په ژبه د هیواد د بیارغونې اوسولې د ټینګښت د راوستلو ژمنه وکړه.
مشاعره  تر دوه ساعته دوام وروسته  وارزول شوه او یادونه وشوه چی شاعران د ټولنې په پرمختګ او د وولس د سوکالې په راوستلو کې د عامه  ذهنو په جوړولو کې تربل هرچا ډیر کار کولای شی .