د هسکو غرونو لړ کې
د تيرو پرښو په منځ کې
يو وړکوټی مرغزی و
پاتې شوی د غره سر کې
مورې نه وه خوا يې تشه
په نارو اوپه چغارو
بس يواځې يې مخ کړی
د الله په لور تنها و
يو ځل بيا مې هير يادونه
تير خنجر د زړه په کور کړو
هغه خيال هغه پرهر چې
د يتيم د اوښکو جوړ و
د بارخو په لويه دښته يې
کاروان د اوښکو تللی
خدای خبر چې څه سيلاب و
د غمونو پرې تير شوی
وچې شونډې يې د لوږې
ډير په زړه بې وزلې کړی
بې کسی يې ورته مخ و
لکه تورببرۍ سيځلي
دواړه لپه يې نيولي
د حکمت لوی يې درګاه ته
د رڼو اوښکو دعا يې
ورليږله پاک الله ته
په زړګي کي غوټه شوي
هره غوټه يې سپړله
څه الها يې وه په زړه کې
څه ناکام بې وسه کړی
د غريب يتيم په زړه کې
څه ارمان و ځای نيولی
د غريب يتيم په زړه کې
څه ارمان و ځای نيولی...
وروستي