افغانستان زمبابوې ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه

 
   د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د لړم (عقرب) دویمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اکتوبر له څلور ویشتمې نېټې سره برابره وه، د افغانستان او زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه یا وروستۍ یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه رسمي تمریناتي کرکېټ سیالۍ د زمبابوې د بولاویو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې، لوبډل مشر ایلټو چیګمبورا وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه .
   افغان کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 245 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 246 منډو هدف وټاکه .
  د زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلې د 44.1 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 172 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې نه یوازې له افغان لوبډلې څخه  د 73 منډو، یوې وېکټې او 35 توپونو په توپیر ماتې وخوړه، بلکې د دې لوبو سریز یې هم بایلوده.
  نړیوالو غږیزو او چاپي رسنیو د افغان کرکېټ ملي لوبډلې ښایسته او په زړه پورې لوبې ستایلي او د افغان لوبډلې دا بری یو تاریخي بری بللی دی .  
  د افغان لوبډلې له لورې دولټ ځډراڼ ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، 4 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د افغانستان او زمبابوې د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :  
1 ـــ نور علي ځدراڼ په 88 توپونو 54 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ شهزاد محمدي په 22 توپونو 26 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ محمد نبي په 70 توپونو 53 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ اصغر ستانکزي په 58 توپونو 38 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ نجیب الله ځدراڼ په 9 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
6 ـــ شفیق الله شفق په 20 توپونو 6 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ راشد خان په 6 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ میرویس اشرف په 16 توپونو 21 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ دولټ ځدراڼ په 9 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
10 ـــ حمزه هوتک یو توپ ولوباوه، خو کومه منډه یې ترسره نه کړه او ناسوځېدلی پاتې شو .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میرویس اشرف 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ دولت ځدراڼ 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ محمد نبي 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ حمزه هوتک 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ راشد خان 7.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ نجیب ځدراڼ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ سمیع الله شینواري یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د زمبابوې د توپ وهنې برخه :
1 ـــ چمو چیبا په 7 توپونو 7 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ریچمانډ موتمبمي په 5 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ کریګ ایروین په 7 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سین ویلیامز په 124 توپونو 102 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
5 ـــ ټینو ټېنډا موتومبودزي په 20 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ سکندر رضا په 13 توپونو 2 منډې جوړې کړې او سټمپ اوټ شو .
7 ـــ ایلټون چیګمبورا په 36 توپونو 14 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
8 ـــ ټېنډی چېسورو په 30 توپونو 10 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ ویلېنګټون مسکډزا په 8 توپونو 3 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
10 ـــ لکي جونګوي په 14 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
11 ـــ تیناشي پنیانګارا 2 توپونه ولوبول، کومه منډه یې ترسره نه کړه او ناسوځېدلی پاتې شو .
 
د زمبابوې د توپ اچونې برخه :
1 ـــ لکي جونګوي 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 44 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ چمو چیبابا 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ تیناشي پنیانګارا 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 45 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ ویلېنګټون مسکډزا 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ ټېنډي چېسورو 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ سین ویلیامز 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ سکندر رضا 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
8 ـــ ټینو ټېنډا موتومبودزي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د یادونې وړده، چې د دې لوبې غوره لوبغاړی دولت ځدراڼ او د سریز غوره لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل دی .