افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه

 
د پنجشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د تلې (میزان) دېرشمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اکتوبر له دوه ویشتمې نېټې سره برابره وه، د افغانستان او زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه، رسمي تمریناتي سیالۍ د زمبابوې د بولاویو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
  د لوبې پچه د زمبابوې لوبډل مشر ایلټون چیګمبورا وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 184 منډې جوړې کړې، چې افغان لوبډلې ته یې د 185 منډو هدف وټاکه .
  افغان کرکېټ ملي لوبډلې د 46.4 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د زمبابوې لوبډلې ته یې د 3 وېکټو او 20 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې په خپل نامه کړه .
   د افغان لوبډلې له لوري شهزاد محمدي ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 81 توپونو 80 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 7 څلوریزې، 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د افغانستان او زمبابوې د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :  
1 ـــ نور علي ځدراڼ په 53 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شهزاد محمدي په 81 توپونو 80 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ محمد نبي په 16 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ نوروز منګل په 17 توپونو 6 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ اصغر ستانکزي په 60 توپونو 32 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ سمیع الله شینواري په 30 توپونو 10 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ شفیق الله شفق په 6 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ راشد  خان په 11 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه.
9 ـــ میرویس اشرف 7 توپونه ولوبول، کومه منډه یې ترلاسه نه کړه او ناسوځېدلی پاتې شو.
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ دولت ځدراڼ 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ میرویس اشرف 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ محمد نبي 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ حمزه هوتک 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ راشد خان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ سمیع الله شینواري 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د زمبابوې د توپ وهنې برخه :
1 ـــ چمو چیبابا په 32 توپونو 26 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ ریچمانډ موتمبمي په 18 توپونو 5 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
3 ـــ کریګ ایروین په 9 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سین ویلیامز په 22 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ایلټون چیګمبورا په 46 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
6 ـــ سکندر رضا په 113 توپونو 86 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ ټینوټېنډا موتومبودزي په 9 توپونو 4 منډې جوړې کړې او سټمپ اوټ شو .
8 ـــ لکي جونګوي په 38 توپونو 22 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ ټېنډی چېسورو په 13 توپونو 8 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
10 ـــ تیناشي پنیان ګارا یو توپ ولوباوه، خو منډه یې ترسره نه کړه او ناسوځېدلې پاتې شو.
د زمبابوې د توپ اچونې برخه :
1 ـــ تیناشي پنیان ګارا 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ لکي جونګوي 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ ویلېنګټون مسکډزا 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 42 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ سین ویلیامز 8.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ ټینو ټېنډا موتومبودزي 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ټېنډی چېسورو 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .