غزل

يو بـــــــل سره مينه کړي ومنه ښاغلي دي
زړونو ته مو وګوره څومره سپيڅلي دي
 
زړه ترينه په غلا يوسي وروسته يی بيا ورنه کړي
دغـــــسې ظالم ښکـــــلي ما ډير ښــــــــه ليدلي دي
دلـــــته احــــــترام او ترحــــــم په مـــــــين هيڅ نشته
دلتــــــــــه په ښکلا مــــين ډير زيات زوريدلــــي دي
دا ســـــاقي هم رانه حـــــــساب د شنو پيالو غواړي
نه وايی شـــــنه آسمان کې چا ستوري شمارلي دي
 بــــــس کړه (ولي) نور حق نه لرې د شــــــور او فغان
خــــــــــپله دې په خــــــــــــــپله د زړه وينې څښلي دي
 
 
ولي الله ځدراڼ --- ميسور  هند