
چي دې پـــوخ کړئ له خښتو کوردئ
عمردې څـــومره څومره دې زوردئ
شي بـــــه پرې تیرې ډیري پيړۍ خو
داستـــــا وجــــود هم دبل چا پوردئ
څلوریځه
مــــاشوم ته ورچي نکړې کلداره
ورتـــــه راوړه تل څه له بازاره
چــــــــي پرپیسویې مینه پیداشي
مــــاشوم به نکړې بیا ته پرلاره
څلوریځه
دنیا تـــــــــه ورکــــړه داسي لغته
چـــي لاردسکون شي درته جوته
ده وپــــوهــــانــــــو ته دادنیـــا تل
لکه پـــــــرخره چي پرته وي کته
څلوریځه
کاشکي چـي وای مو عمر زرکاله
خبربــــه مــــوږ وای لــــه هره حاله
اوس چــــي خبریږو یـــــو رسیدلي
دقبرغېږتـــــه دقبر خــــــوالــــــــه
محمدعلي عمري
مسلم باغ