افغانستان له زمبابوې څخه سخته ماتې وخوړه

 
  د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د تلې (میزان) څلور ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اکتوبر له شپاړسمې نېټې سره برابره د افغانستان او زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ رسمي تمریناتي سیالۍ د زمبابوې د بولاویو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې تر سره شوه .
  د لوبې پچه افغان لوبډل مشر اصغر ستانکزي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
  افغان کرکېټ ملي لوبډلې د 34.1 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 122 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 123 منډو هدف وټاکه .
  د زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلې د 32.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 2 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې افغان لوبډلې ته یې د 8 وېکټو او 160 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د افغان کرکېټ ملي لوبډلې دې کمزورې او بې خونده لوبې د افغانانو غوسه را وپاروله، نه یوازې افغان کرکېټ بورډ، بلکې د افغان کرکېټ ملي لوبډلې، لوبغاړي یې هم تر سختو او شدیدو نیوکو لاندې را وستل او دا یې څرګنده کړه، دومره امکانات، چې افغان لوبغاړو ته برابر شوي، په دې کچه د زمبابوې لوبغاړي هم ترې برخمن نه دي، نو ولې داسې بېخونده لوبه ترسره شي ؟
 زمبابوې لوبډلې لوري همېلټو مسکډزا ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 6.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې، 4 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د افغانستان او زمبابوې د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ نور علي ځدراڼ په 20 توپونو 9 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ نوروز منګل په 16 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ محمد شهزاد محمدي په 31 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ اصغر ستانکز په 9 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سمیع الله شینواري په 36 توپونو 17 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ محمد نبي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
7 ـــ نجیب الله ځدراڼ په 31 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
8 ـــ حمزه هوتک په 12 توپونو 4 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
9 ـــ دولت ځدراڼ په 34 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ آفتاب عالم په 11 توپونو یوه منډه جوړه کړه او سټمپ اوټ شو .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ حمزه هوتک 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ دولت ځدراڼ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ شاپور ځدراڼ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ آفتاب عالم 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ محمد نبي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ سمیع الله شینواري 2.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د زمبابوې د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ریچمانډ موټمبمي په 35 توپونو 30 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ چمو چیبابا په 69 توپونو 58 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کریګ ایروین په 25 توپونو 20 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
4 ـــ ټینوټېنډا موتومبودزي په 11 توپونو 18 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د زمبابوې د توپ اچونې برخه :
1 ـــ تیناشي پنیانجرا 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ لکي جونګوي 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ چمو چیبابا 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ همېلټون مسکډزا 6.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ جان نایمبو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ټېنډی چیسورو 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
د یادونې وړده، چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ پنځوس اوریزه  رسمي تمریناتي سیالۍ د روان هجري لمریز کال د تلې ( میزان ) په شپږ ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اکتوبر له اتلسمې نېټې سره سمون خوري، ترسره شي .