دوې تبې

 
لنډه کیسه
لیکوال: اېلین پېلین/ ژباړه:عثمان رسولي
 
       یوې تبې دوې لوڼې لرلې. دواړو پسې یې ډېر خذمت وکړ او ښې یې وروزلې. یوه ورځ یې ورته وویل:
       - ګرانو لوڼو، شکر اوس لویې شوی، تجربه مو پیدا کړه او په هر څه پوهیږی. اوس مو خپله خوښه چې په کومه لار ځی او چې څه ډول ژوند کوی، نور په تاسو پورې اړه لري.
       دواړو خویندو له خپلې موره رخصت واخېست او په خپل ژوند او کاروبار پسې راووتې. یوه تبه په یوې خوا او بله په بلې خوا لاړه.
       ډېره موده یې نه ؤ سره لیدلي او نه هم د یوې او بلې له احواله خبرې وې. ناڅاپه د یوه غره په څوکه سره مخامخ شوې او سملاسي یې پخپل منځ کې په خوږو خوږو خبرو او کیسو پیل وکړ.
       - څنګه یې خورجانې،... او ژوند دې څنګه دی؟
       - شکر دی خورې، ډېره ښه اوسیږم، ښه خوشحاله یم، هیڅ شکایت نلرم. کله چې له تانه رخصت شوم یو ډېر دروند او ښاغلی سړی مې پیدا کړ، ومې نېوو او ښه مې ولړزولو. سړی مې ډېر سخت وار خطا کړ. هله دا وکړه...هله هغه وکړه...دوې بخملي نیلې یې راته آوارې کړې او د پاسه یې په وریښمینو بړستنو کې پټه کړم....او که درته ووایم چې څرنګه خوراکونه او څښاکونه راکوي، حیرانه به شې...... اوس ووایه خورجانې چې ته څه حال لرې؟
       - ورک یې کړه خورې، پوښتنه مه رانه کوه!  زه په ډېر بد حال یم. له تانه چې بېله شوم یو شپون مې وموند. سملاسي مې ونېوو او ما هم ښه ولړزولو. خوهیڅ چورت یې هم نه شو خراب، حتی یو اخ یې هم ونه کېښ. نه یوه ورځ څملاستو، نه یې په بړستنو کې پټه کړم او نه یې هم رنګارنګ خوراکونه راباندې وخوړل. بس په رمې پسې مې په غرونو او رغونو ګرځوي.... بیخي یې له اخه توخه وایستم. یوه ورځ مې له ځانه سره وعده وکړه چې نن به یې ښه سم لړزوم. او سخت مې ولړزولو. خو شپانه ځان د یخو اوبو ډنډ ته ور واچاوه. نږدې ؤ چې په یخو اوبو کې مې ساه وتلې وای. نور څه درته ووایم خورجانې، ډېر بد ډېر بد. دا راته ووایه چې ته دا ښاغلی د ورځې نیسې او که د شپې؟
       - زه یې یوازې د ورځې له خوا نیسم.  
       - خورجانې نه شي کیدلی چې زه یې د شپې له خوا ونیسم؟ لږ به زه هم په بخملي نیلیو او وریښمینو بړستنو کې آرام ژوند وکړم.
       - ولې نه خورجانې. هو،...کیدلی شي.
دوهمه تبه هم ښاغلي ته ورغله چې په پستو نیلیو او بړستنو کې مزې وکړي.
ښاغلی به لدې وروسته یوې تبې د ورځې لړزولو او بلې هم د شپې.