ليوال؛ د تمثيلي هنر استازى شاعر

 
دا ځل د پښتو معاصر شعر يوه داسې ځوانه څېره درپېژنو، چې د تمثيلي هنر يو استازى شاعر او د عشق او مينې د ملكې يو مئين انځورګر او ليوال دى: (( مخكې له دې، چې دا ژوند سم وپېژنم، مخكې له دې چې دا لوړې او ژورې وپېژنم او حتى مخكې له دې، چې ځان وپېژنم، مينه مې وپېژندله. دې بې پيرې داسې د احساساتو، عواطفو او يو ډول عاطفي ژوند په لومو كې ښكېل كړم، چې بيا ترڅو د هنر او عاطفې نورو صيقل شويو اړخونو ته مې فكر كېده، د شعر سېلاو په مخه كړى او وړى وم، چې لا تراوسه مې هم د ژوند د واقعيتونو د عقلي او منطقي ساحل نه دى موندلى.))
دا شاعر او دا د مينې او ښكلا د ملكې انځورګر عبدالغفور لېوال دى.
ژوند
لېوال د ښاغلي علي محمد خان زوى له نن څخه كابو شپږ دېرش كاله مخكې د كابل د چهار اسياب په موسهي كې زېږېدلى او شپږكلن و، چې د ښوونځي پر وره ننوت. په ۱۳۷۳لمريز كې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پښتو څانګه كې يې لوړې زده كړې پيل او كال وروسته د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته راغى او همدلته يې خپلې زده كړې سرته ورسولې. په ۱۳۸۳ لمريز كې د يوې تخصصي دورې لپاره امريكې ته لاړ. له امريكې څخه ترراستنېدو سمدستي وروسته د چارو د ادارې په لوى رياست كې يې دنده پيل كړه او له درېو كلونو راپديخوا د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز د مشر په توګه دنده سرته رسوي. لېوال لا ډېر تنكى و، چې شعروشاعرۍ ته يې مخه شوه. كله چې د ده لومړني چاپ اوناچاپ شعرونه لولو، دى راته په هماغه تنكيني عمر كې د مينې د فكر خاوند شاعر ښكاري او دا ځكه، چې ده د څه ليكلو له پيل څخه خپل مخاطب درلود، لكه چې پخپله هم همدا خبره كوي: (( له نورو شاعرانو كه وپوښتئ، غالبا به درته ووايي، چې زما لومړني شعرونه خام وو، چې دا طبيعي ده. د هر چا لومړني شعرونه د دې لپاره، چې لومړنۍ تجربې دي خام وي، مګر يو څه، چې زما په ياد دي، له شكلي يا د فورم له پلوه زما شعرونه واقعا هغه وخت ډېر خام وو، اما يو احساس مې درلود، چې هغه احساس اوس هم هماغسې زلمى پاتې دى او زما په شعرونو كې تكرارېږي، كله په يوه بڼه راشي او كله په بله بڼه. زه د دې لپاره ځورېدم، چې يو چا ته ورسېږم. دا په سينه كشېدل او دا لوڅې پوڅې تراوسه پورې روانې دي، نو د همدې لپاره وايمه، چې د شعر محتوا مې له هماغه وخته شاعرانه ځكه وه، چې د مينې له جوهر څخه يې رنګ اخيست.))
دا هم د ليوال هغه لومړنى ليكل شوى شعر، چې د مينې له جوهر څخه يې رنګ اخيستى:
ستا د سترګو له مذهبه مسلمان يم
خو په دې نه يم خبر چې
له کوم لوریِ د كوم ځاى يم
بس، چې ته راته راګورې
د همدغه قلمرو يم
د همدې وطن بچې يم
خو زه څوك يم نه پوهېږم
چې زه څوك يم
بس دا ستا يم بس دا ستا يم
كه در امې خلې
كه پرېدې مې
تراوسه د ښاغلي لېوال اووه شعري ټولګې چاپ او خپرې شوې دي، چې مخه ښه او دوې منظومې، ژړا اور مينه، هوسۍ، ارشاك او اوشاس، كله چې ته خپه شې، نه ته مې هېره نه وې او لام او ايلينو نومېږي. د ټراى ښځې مشتركه منظومه ژباړه ده، چې ده او ارواښاد پوهنمل اسد اسمايي په ګډه ژباړلې او چاپ شوې ده. د ورېښمو تول د لېوال چاپ شوى تحقيقي اثر دى، چې په ترڅ كې يې له كره كتنيز اړخه د پښتو پر اوسمهالې شاعرۍ رڼا اچول شوې ده. د ماشومانو سندرې او غوره بوختياوې د ماشومانو د ادبياتو په لړ كې د ده يوه په زړه پورې هڅه ده، چې د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده. ادبي يادښتونه يې هم د مقالو هغه مجموعه ده، چې چاپ او خپره شوې او ځينې ادبي مسايل په كې بيان شوي دي. د لېوال ناچاپ اثار په لاندې ډول دي: - د ژبښوونې ارونه، د ليسانس د دورې مونوګراف - اروايي ښامار، د پوهاند ډاكتر سيد بهاوالدين مجروح د ځانځاني ښامار په اړه يو څېړنيز اثر. - درېيمه لار، سياسي تحليلونه شاعري لېوال ډېر ځله په غزل او ازاد شعر دواړو كې طبعه ازمويلې او د ازاد شعر يو ښه شاعر دى. ښه والى يې په دې كې نغښتى، چې ژبه يې ډېره خوږه او موسيقاره ده او همدغه د ژبې خوږلت او ډېر موسقيت د دې سبب شوى، چې شعرونه يې ذهن نشينه او تر ډېره وخته د لوستونكو او اوريدنكو په ذهن كې ځاى خپل كړي. اجمل تورمان يې د شعر دغه ښكلا ستايي: (( كه چېرې په ټول افغانستان كې موږ د ازاد شعر څلور تنه ښه شاعران ولرو، نو بې له شكه، چې يو به يې عبدالغفور لېوال وي. غفور لېوال ښه شعر ليكي، په شعر كې يې تصوير، خوږه ژبه او همدارنګه موسيقي او آهنګ شته دى، چې زه فكر كوم همدغه ځانګړنې دي، چې د ليوال شعر د سړي په ذهن او حافظه كې د تل لپاره ژوندى ساتي.))
 عبدالله پيكار، چې د ليوال د " كله چې ته خپه شې" شعري ټولګه ډېره لوستې، د همدغې ټولګې د شعرونو په بنسټ په دې نظر دى، چې د ليوال شعرونه له پوره موسيقيت نه برخمن دي. پيكار وايي: (( كله، چې ته خپه شې، ټولګه سر نه تر پايه ټول موسقيت موسقيت دى، ټول ريتم او ترنم دى. زما په نظر كه هر شعر يې د كوم ښه موسيقار لاس ته ورشي، كولى شي، چې د موسيقۍ لپاره يې په ښه مترنم انداز كې كمپوز كړي. ))          
         د ليوال هر شعر كه هغه غزل ده او كه ازاد، ‌‌‌‌‌دغه خوږلني او ښكلا لري، لاندې غزله يې له همدې ښكلا نه برخمنه ده:
 زر ځلې كافر شومه بيا دې مسلمان كړمه               زه له خټو جوړ ادم مينې دې انسان كړمه
 روح مې آيينه غوندې ته يې د ښكلا تصوير           څومره رانږدې شولې څومره دې جانان كړمه
 تا ته چې درګورمه څنګه به مومن شمه                ستا په عشق كې ډوب يمه څنګه دې ايمان كړمه
 څاڅكى د شبنم يمه پروت په يوه شنه پاڼه                يو ځل كه راوګورې څاڅكى به باران كړمه
 هره ساه مې زړه كې يې هره ساه مې سترګو كې                 چېرته دې پيدا كړمه چېرته دې پنهان كړمه
 د هر شاعر د شعر موضوع بدله وي او د هر شاعر شعر خپله فضا لري، د ليوال د شعر فضا مينه ده، خو هغه مينه، چې زموږ درد په كې نغښتى. پيكار تر يو بريده همدا خبره كوي: (( د ليوال صاحب په شعر كې خو به عناصر ډېر وي، خو عاشقانه احساسات په كې ډېر غالب دي او د دغو احساساتو ترمنځ يو ريتم او تناسب وجود لري.))
ليوال نوښتګر دى او هڅه كوي، چې نوي موضوعات راواخلي او نوې تجربې بيان كړي، دى له هرهغه څه نه، چې اغېزمن شي هغه د داسې ښكلو او شرنګېدلو كلماتو په جامه كې رانغاړي، چې د عاطفي ښكلا ترڅنګه له پوره شعريت او هنريت نه مالامال وي. نورمحمد لاهو د ليوال په شعر كې د نوښت مسئلې ته داسې نغوته كوي: (( عبدالغفور لېوال يو له هغو ځوانو شاعرانو څخه دى، چې تل هڅه كوي د نوښت او ابتكار په لوري ګام واخلي، تر ډېره هڅه كوي، چې خپله خبره پخپله طريقه وكړي او د نورو په ژوول شويو مړيو بيا شخوند ونه وهي. كله كله كه كوم څه رااخلي هم كوښښ كوي، چې په هغه كې خپله تجربه ورګډه كړي.))
د ليوال بيان انځوريز دى او هر شعر يې له عيني او ذهني انځورونو رغښت موندلى. د دري ژبې نوښتګره شاعره نجيبه ايوبي، چې كله كله په پښتو ژبه هم شاعري كوي او د ليوال د شعر له ښو مينه والو څخه ده، ليوال راته يو انځورګر شاعر راپيژني:(( هغه تصويرونه، چې لېوال پخپلو شعرونو كې راوړي، په رښتني توګه مجذوب كوونكي دي، له عملي ژوند او تجربو سره خپله ځانګړې همغږي او پيوستون لري. هر انسان كولى شي، چې خپل ځان او خپله دنيا د ليوال په شعر كې ومومي. انځورګري د ليوال د شعرونو يو له خصوصيتونو څخه ده، دغه انځورګري دومره ښكلې او ظريفانه ترسره كوي، چې زه فكر كوم هغه به ډېر كم كسان وي، چې د ليوال شعر يې لوستى وي او دغه ظرافتونه او نازكخيالۍ يې نه وي درك كړي.))
اغلې ايوبي، ليوال ځكه ښه شاعر بولي او وينا يې په زړه پوري ګڼي، چې په هر ځل لوستلو سره يو نوى څه په كې ترسترګو كېږي: (( ما چې كله د لومړي ځل لپاره د ليوال شعر ولوست، ډېر مې خوښ شو، دويم ځل چې مې بيا ولوست، لا نور خوند مې ترې واخيست او خوښ مې شو، كله چې مې د درېيم ځل لپاره بيا ولوست فكر مې وكړ، چې دا هرڅه نوي لولم او لوستي مې نه دي.))
اغلې ايوبي د دې ټكو په ويلو سره غواړي ووايي، چې د ښه شعر يو خصوصيت دا دى، چې په هرځل لوستلو سره يې لوستونكى يو نوى شى په كې پيدا كړي. هغه وايي: (( انځورونه بايد دومره هراړخيز وي، چې لوستونكي يې په لوستلو سره هغه ګونګ ټكى، چې په ذهن كې يې پاتې دى، روښانه كړي، چې له ښه مرغه د ليوال شعر له دغه خصوصيت نه برخمن دى.))
يوه بله ښه ځانګړنه، چې د ليوال په شعرونو كې زموږ پام ځانته جلبوي، هغه كليوالي انځورونه دي. د ليوال اكثر شعرونه دا ځانګړنې لري. د ليوال په شعرونو كې د كليوالي انځورونو د كارونې قوت په دې كې نغښتى او خپله ښكلا لري، چې فضا يې هم كليواله وي. نذير احمد نذير دا ځانګړنه د ليوال د شعر كمال بولي: (( د ليوال شعرونه ښايسته دي او ښايست يې په دې كې نغښتى، چې كليوالي انځورونه او پېښې په كې په شاعرانه انداز خوندي شوي دي. د ليوال تر غزلونو زما يې ازاد نظمونه ډېر خوښېږي، ځكه په هغه كې په بيا بيا كليوالي پيښې په كليوالي انځورونو كې رانغاړي. په كليوالي پېښو كې دى د يو خان لور له يو ځوان سره تښتي يا د كلي نجونې په يو چړي باندې مئينې وي.))
پخپله ليوال پخپلو شعرونو كې د دې ځانګړنې دغوره كولو علت دا بولي، چې همداسې يو چاپيريال زېږېدلى او رالوى شوى دى: (( موږ له چاپيريال څخه جوړ شوي يو، دا زموږ احساسات او عواطف، چې د شعرونو زېږنده دي، كه موږ وغواړو كه ونه غوړو دا له يو خاص محيط سره اړيكې لري، موږ نه شو كولى داسې تخييل وكړو، چې د يورپ او امريكې په يو ساحلي ښار كې يو، سمندر ګورو او د هغه له غوغا سره شعر ليكو، ځكه چې موږ سمندر نه دى تجربه كړى، اما كلى مو تجربه كړى دى.))
د ليوال په خبره زموږ په څو زره كلونو احساساتو كې، چې زموږ له نيكونو څخه موږ ته په ارث رارسيدلي دي، په دې كې كلى ګرځي راګرځي او خامخا زموږ پر عواطفو حاكم دى، ليوال په دې اړه وړاندې وايي: (( نه پوهېږم ولې هركله، چې غواړم يوه موضوع دېره عاطفي كړم، مجبورا مې كلى ته كش كاږي، تصادفا هغه شعرونه، چې ما په كليوالي فضا كې ليكلي دي د دوستانو خوښ شوي دي او ښايي د همدې لپاره وي، چې زه فكر كوم، چې هلته ادبي او هنري صداقت ته ډېر نږدې يم. نو ځكه كلى لا تراوسه زما پر شعرونو حكومت كوي.))
دلته د ليوال صاحب هغه شعر لولو، چې همدغه كمال په كې په ډېر دقت تر سترګو كېږي.
درې شېبې
د آس د منډې غږ دى
تياره ده لمر په پريوتو دى
هر څه تور ښكارېږي
يو آس په منډه ځي لوېديځ پلو ته
سپور يې يو دنګ زلمى دى
باد يې څادر لكه جنډه رپوي
آس له مستۍ څخه ششنېږي او پښې ټكوي
زلمى د كلي له ويالي څخه اوبه
 په لپو اخلي او سينه سړوي
وياله د كلي د لوى خان د باغ له منځه راځي
د خان درېيمه لور د آس د راتلو غږ ته خاندي
زلمى اوبه څښي او وياله د باغ له لوري
درې مڼي راوړي
سپور لږ موسكى شو
خو څېره يې اندېښمنه ښكاري:
 نښې خو سمې راغلې
څو له كنډوه اوړو
خان دې خداى نه خبروي
زلمي په زړه كې په دعا وويل
يو شېبه وروسته د ماښام خړه كې
آس د ختيځ په لوري منډه پيل كړه
د خان درېيمه لور د سپور له ملا لاسونه تاو كړل
او د ټكري پېڅكه يې
لكه بېرغ رپېده
سپوږمۍ د دريو شپو ده
او د ماښام ستورى لا درې لويشتې له غره پورته دى
آس په كنډاو واوښته
شا ته درې ډزې وشوې
د آس د غوږ له څنګه شڼ شو، چې ګولۍ تېره شوه
مګر ځنګله نه قربان،
 چې ګڼو څانګو كې يې
پټ كړل سپاره
د زلمي شونډې يو ځل بيا موسكۍ شوې
پېغلې هم ستونى لونډ كړ
او ايله پوه شوه، چې د سپور زلمي بدن په خولو څومره لوند دى.
 باد د ځنګله غوږ كې سندره وايي
ستوري سپرو ته د ځنګله لار ښيي
درې پاره شپه تللې ده
درې جوړې سترګې دي په لار نښتې
د دوه مينو بدنونه يو پر بل تاوده دي
آس لا مزل كوي مخ پر وړاندې درومي
په پښتو كې كه څه هم په تېرو څو لسيزو كې ډېر كار شوى خو بيا هم څومره، چې تمه كېږي زموږ په ازاد شعر كې له ښكلاييز او مانيز پلوه توازن ته دومره ډېره پاملرنه نه كېږي، كله يوازې په عادي بڼه، چې دومره ډېره عاطفي تومنه هم په كې نه ترسترګو كېږي د پېښو بيان راځي او كله هم د شعر د ډېر هنري كولو په پلمه، ډېر تت او نااشنا تركيبونه او ذهني انځورونه په كې نغاړل كېږي، چې هيڅ ډول خوند په كې نه وي نغښتى خو ليوال په پښتو ازاد شعر كې د لوى لاس خاوند شاعر دى او كمال يې دا دى، چې دا ډول شعرونه له هره اړخه په تول پوره او برابر ليكي او د خيال او فكر ترمنځ تناسب ته ډېر ارزښت وركوي. اسدالله غضنفر د نوموړي د مكتبۍ په نامه ازاد شعر په وروستيو څو كلونو كې تر ټولو ښه ازاد شعر ګڼي: (( په تېرو څو كلونو كې، چې ما د پښتو يو ډېر ښه ازاد شعر لوستى دى او خوند يې راكړى، هغه د مكتبۍ په نامه د ليوال صاحب ازاد شعر دى. په دې شعر كې يو ډېر مظبوط پلاټ موجود دى، يعنې د شعر مصرې، د شعر جملې او مختلفې برخې يې يو بل سره تړلې دي. موږ معمولا وينو، چې شاعران د شعر د موسيقۍ تر اثر لاندې راځي او يا هم د خپلو احساستو تر اثر لاندې او ځينې جملې هسې اضافه شعر ته ورواچوي. زموږ په ډېرو نثرونو كې دا ستونزه شته، اما د مكتبۍ نظم كه څه هم اوږد نظم دى خو بيا هم يوه جمله او كه ووايو حتي يوه كلمه هم په اضافي نه ترسترګو كېږي. دا زما لپاره يو باارزښته شى دى.))
غضنفر په دغه ازاد شعر كې يوه ځانګړنه دا هم په ګوته كوي، چې د ژوند په انځورولو كې ډېر كامياب دى. دا ځكه چې موږ معمولا دا فكر كوو او له شعر نه دا غواړو، چې هغه يو خيالي ژوند انځور كړي، يو داسې حالت انځور كړي، چې په واقعي دنيا كې نه وي. فرضا موږ په شعر كي يوه داسې معشوقه لرو، چې هغه تر لمر او سپوږمۍ هم شايسته وي او په دنيا كې يې جوړه نه وي. غضنفر دا يو ډول تر حقايقو پورته خبرې ګڼي او وايي: (( موږ پخپله مينه كې تر مجنونه اړولې وي، چې دا يو ډول ايدياليستيكې، رومانتيكې او تر حقايقو پورته خبرې دي، خو د ليوال صاحب په شعر كې افغاني ژوند، د افغان كليوالو ژوند، د دوى طبقاتي ژوند، د دوى مذهبي تمايلات او حتى د كلي هغه ماحول او ټول اجتماعي حالت تر ډېره حده په ډېر روښانه ډول ترسيم شوى وي.))
غضنفر د دې شعر د ښه والي يو علت دا ګڼي، چې د يوې لنډې كيسې ځينې خصوصيات په كې ترسترګو كېږي: (( په دې ازاد شعر كې كركترونه دي او دا كركترونه عين د يو داستان د كركترونو غوندې يو هويت او پېژندګلوي لري، مثلا هلته يو ژرنده ګړى دى، هلته يو خان دى، مثلا هلته يو صاحب زاده دى، مثلا هلته يوه مكتبۍ نجلۍ ده. دوى ټول لكه د داستاني كركترونو غوندې مشخص خواص لري او د هغو مطابق چلېږي. نو د دې ټولو دلايلو په بنياد دا نظم زما خوښېږي.))
غضنفر په دغه شعر كې د جزئياتو بيانول غوره بولي: (( د هر شعر د كاميابي لپاره نه يوازې د هغه شعر په حصه كې عمومي خبرې، د شعر عمومي خصوصيات او ځانګړنې په كاميابۍ كې يې نقش لري، بلكې جزئياتو ته پاملرنه هم ډېره مهمه ده، په دې شعر كې ليوال جزئياتو ته هم په عجيب ډول پام كړى دى، داسې جزيات يې رااخيستي دي، چې شعر يې ډېر قوي كړى دى. مثلا د توت د شنډې ونې ذكر كوي، په كليوالو باورونو كې كه يو څوك د توت د شنډې ونې تر لاندې ناست وي، كه هغه هلته تعويذ ليكي او يوه شنډه مېرمن ورته راشي ممكن خداى ورته اولاد وركړي.))
د ژبې ښكلا د مكتبۍ شعر يوه بله غوره ځانګړنه ده، چې ښاغلى غضنفر يې په دې ټكو كې يادونه كوي: (( ځينې خلك فكر كوي، چې ژبه همدا يوه ده، چې موږ پرې خبرې كوو، حال دا چې مختلف طبقات د ليك او لوست په لحاظ، د قدرت په لحاظ او د فكر په لحاظ مختلف طرزونه لري، مثلا د مكتبۍ په ازاد شعر كې هغه بيسوادې مېرمنې وايي كپر د كفر په ځاى او يا د مسلمان په ځاى بسلمان وايي، دا عاميانه ژبه ده، دا شعر ژوندى كوي.))
د غضنفر په باور د دې شعر يوه ځانګړنه د هغه داستاني خصوصيت او د ليدلوري بدليدل دي: (( ليدلوري ته معمولا موږ په داستاني ادب كې، په لنډو كيسو او ناول كې ډېره توجه كوو، خو شاعران ورته پام نه كوي، حال دا چې ښه شاعران په شعر كې هم له دغه تخنيك نه استفاده كولى شي او هغه ته قوت وربښلى شي. د دغه شعر ليدلورى يو صاحب زاده دى، چې وايي زه د بر كلي صاحب زاده يم او دا ده او هغه ده، خو په اخر كې ده ته يو ليك راځي، دا ليك د يوې مكتبۍ نجلۍ وي، چې په ده مئينه شوې ده. دلته موږ د زاويې يو قسم تفاوت وينو، تر دې مخته مو د صاحب زاده د خولې خبرې اورېدې، اوس يې د نجلۍ له خولې اورو. د ليدلوري بدليدل په شعر كې يو عجيب خوند پيدا كوي.))
د غضنفر په اند لكه څنګه چې په يو داستاني اثر كې كه چېرې په وروستۍ برخه او يا وروستۍ جمله كې له يوه داسې حيرانوونكي شي سره، چې موږ يې تصور نه كوو، مخامخ شوو، ډېر اثر راباندې كوي او د هغه په مقابل كې ډېر تعجب څرګندوو. غضنفر وايي: (( د ليوال په دې نظم كې عينا همداسې يو حالت موجود دى، دى معمولا نورو ته تعويذ وركوي، چې پلانۍ په پلاني مئينه ده، خو د ژرنده ګړي په ذريعه يوه مكتبۍ نجلۍ له يو صاحب زاده نه غواړي، چې داسې يو تعويذ وركړي، چې صاحب زاده دغه نجلۍ ته متمايل شي. يعنې دغه نجلۍ، چې پر ده مئينه شوې ده، پخپله له ده نه تعويذ غواړي. دا په دې معنى، چې په حقيقت كې په دې كې يو ډول ايروني هم شته.))
دغه شعر يوه بله خوږلني هم لري، چې هغه يې طنزي بڼه ده. بيا هم غضنفر: (( زما په خيال ښه ادب له طنزه خالي نه وي، البته برسېرن طنز نه، نه! بلكې له عميق طنز نه او په دې شعر كې يو عميق طنز شته او هغه طنز دا دى، چې صاحب زاده يو روحاني كس دى، خلك فكر كوي، چې دى له يوې ښې كورنۍ ده، دى بزرګ دى، د ده دعاګانې او تعويذونه به چلېږي، خو له بلې خوا دى، چې دى ځانته مخصوص شخصي ژوند، چې په مينه، عشق او مستۍ ولاړ دى، هم لري، دغه يو قسم تفاوت دى، د دوو مختلفو ژوندو ترمنځ تضاد دى.))
د غضنفر په وينا دغه تضاد، چې دى په شعر كې يو پټ عميق طنز رامنځته كړى دى او د معنى او مفهوم په لحاظ يې دا قوت پيدا كړى، چې د انسان ژوند يو مخيز نه دى، بلكې د انسان ژوند له اضدادو ډك دى او د انسان ژوند مختلف تفاوتونه لري او د ژوند عمق هم دا دى، يعنې له ژوند، خلكو او كركترونو سره يې برسېرن چلن نه دى كړى، بلكې د يوه انسان په ژوند كې يې مختلف او متضاد اړخونه پيدا كړي او په دې ډول يې يوه ايروني او يو طنز پيدا كړى دى او د هغه له لارې يې موږ ته ډېر عميق پيغام په لاس راكړى دى.
دا هم د ښاغلي ليوال د مكتبۍ شعر، چې په پورته ډول يې ښاغلي غضنفر ځانګړنې وشمارلې:
مكتبۍ
د بركلي صاحب زاده يم 
يو مې آس، يوه شړۍ
قصيده مې پخه كړې ګرځومه كوزړۍ
ځوان مريد د څرخي پير يم
رنګ دې ورك شي كوډې نه كړم
كوډې باسم بند بختونه خلاصومه
د مئينو زړو ريبار يم
شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوك دستمال راته خامك كړي
څوك راجوړه كړي خولۍ
***
د بركلي صاحبزاده يم نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
 ملا تل راته په قار وي سل كپرونه راته وايي
پروا يې ډېره نه كړم
خدايزده ولې د كوز كلي په زلميو باندې ګران يم
ما ته راز د دوى معلوم دى
يو د خان په لور مئين دى بل ليدلې د ملا صاحب لمسۍ
 ***
د بركلي صاحب زاده يم يو مې آس، يوه شړۍ
د شنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تاويز كړم
ماشومان له ځېله خلاص شي
ورته دم چې زه مميز كړم
***
د برات د مياشتې سر دى
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پېغله راته ناسته، زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې تاويز راكړه، چې مې پلار لږ بسلمان شي
 ميرات مړى ولور كم كړي خوږ جانان مې مساپر دى
په دوبۍ كې مزدوري كړي
***
نيمه شپه، چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ورته شپيلۍ
د بركلي صاحب زاده يم يو مې آس، يوه شړۍ
***
ژرنده ګړى مې ښه يار دى
ډېرې شپې سره يوځاى
يو ظالم ښه مست ربابي دى
د ځوانۍ سندرې وايو
شپه، چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله كړو دوهۍ
د بركلي صاحب زاده يم يو مې آس، يوه شړۍ
 ***
ژرنده ګړى چې نن راغى
په خندا يې راته وويل: صاب زاده كيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې د خان يوړل
كور يې ډك له مېلمنو و
څوك له ښاره وو راغلي
په انګړ يې شورماشور و
يوه ښكلې مېلمنه په ښايست وه ښاپېرۍ
كليوالو غوندې نه وه، ښكارېدله مكتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل:
صاب زاده يار ته دې وايه
پيرخانې ته دې سلام دى
يو تاويز خو راته وكړه چې جانان ته شم منظوره
شكرانه به پوره دركړم
خداى دې مه كړه ادې بوره
مكتبۍ راته دا وويل بيا يې راكړ دا كاغذ
***
ژرنده ګړي توبې وكړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مكتبۍ نه وه بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
***
په كاغذ كې وو ليكلي
په سندرو يم مئينه
د نغمو يم لېونۍ
په يو چا مې زړه بايللى غږوي ښكلې شپېلۍ
يو تاويز ورباندې وكړه
چې ما ګل كړي د پګړۍ
د بركلي صاحب زاده دى يو يې آس، يوه شړۍ
د ليوال يو بل په زړه پورى نوښت، د منظومو ليكل دي او هغه هم په ډېره زياته پيمانه. تراوسه هغه تر شلو زياتې لنډې او اوږدې منظومې ليكلې دي، چې د اوږدو منظومو دوه كتابونه يې د هوسۍ او ارشاك او اوشاس په نومونو چاپ او خپاره شوي دي. د منظومو غوره والى يې په دې كې دى، چې په ښه هنري انداز او عاطفي جامه كې رانغاړل شوي او كيسه ييز خوند او رنګ لري. لاهو په دې اړه وايي: (( ده، چې د پښتو ادب لپاره كوم ابتكار كړى، هغه په هنري انداز د منظومو ليكل دي. په سر كې دغه منظومې خلكو ته بيخي نوې وې، خلك يې په ژبه نه پوهېدل، ځكه دا د يوې نوې پدېدې غوندې وه او خلك نوي ورسره اشنا شول. حتى زما غوښتنه دا ده، چې زموږ نور شاعران په تېره زموږ ځوان شاعران دغې لړۍ ته پسې دوام وركړي او د ليوال صاحب په څېر يې په ښكلي او هنري انداز وليكي او پياوړې يې كړي.))
د لېوال د منظومو يوه ښه ځانګړنه دا ده، چې پخوانۍ كيسې او پخواني اتلان په ښه انداز كې رااخلي او هغه د هېرېدو په حال كې كيسې او څېرې بېرته راته ژوندي كوي. ارشاك او اوشاس د ليوال همداسې يوه منظومه ده او په ترڅ كې يې موږ دې ته ځير كېږو، چې هغه وخت حالات څنګه وو او زموږ اتلانو څه اتلولۍ كړې دي او د مينې څومره جوش، پاكي او درناوى و. كه څه تر ښاغلي ليوال دمخه د دري ژبې پياوړى ليكوال نجيب توروايانا، چې د اوچت قلم خاوند ليكوال و، دغه پېښه په يوه اوږده كيسه كې رانغاړلې، خو د ليوال كمال دا دى، چې د پېښې پر هنري كولو سربېره يې هغه ته داسې موسيقي او وزن وربښلى، چې د تلپاينې ضمانت يې كوي. استاد محمد آصف صميم ليوال يو ځيرمن شاعر بولي او د هغه د منظومو په اړه وايي: (( ليوال ښه شعر او نثر ليكي، هغه يو تنكى او زلمى نقاد دى. د ده په شعر كې تلميحات يا اسطورې زياتې وي، چې دا پخپله د ده د شعر د منځپانګې او تاريخ ترمنځ تړاو رامنځته كوي. دغه كار پخوانو شاعرانو هم كړى دى او اوسني يې هم كوي، همدغه پېښې دي، چې د نوي كهول او ځوانانو تړاو له خپل تېر تاريخ، عظمتونو او وياړونو سره جوت ساتی. زه ده ته په دغه نوښت كې د لا برياليتوب هيله كوم او دا تمه لرم، چې دى لا نور خپل نوي كهول ته د هېرېدو په حال كې افتخارات مخې ته كېدي او په بيا راتاندولو كې يې خپله برخه واخلي.))
د ليوال د ټولو ليكل شويو منظومو كمال په دې كې دى، چې رااخيستې پېښې يې ډېرې مهمې او له اهميت نه ډكې وي. نذير د ليوال د منظومو يوه ځانګړنه دا په ګوته كوي، چې مهمې پېښې په كې انځورېږي: (( ليوال دا كمال كړى، چې ډېرې لويې، مهمې او پخوانۍ پېښې يې په ډېر كم وخت كې منظومې كړې دي. ده دغه پېښې دومره ښې رااخيستې دي، چې خلك يې خوښوي او په پوره مينه يې لولي، هم د شعريت له نظره بډايه دي او هم ډېرې مهمې دي. دغه پېښې موږ تراوسه په نثر كې نه درلودې، چې ده په نظم كې راوړي دي.))
ليوال پر يو ښه شاعر سربېره يو ښه ليكوال او كره كتونكى هم دى، څلور كاله مخكې نوموړي د ورېښمو تول په نوم پر اوسمهالې پښتو شعر و شاعرۍ يو پېړ كتاب چاپ او خپور كړ، چې په ياده برخه كې تر ډېره د ستاينې وړ هڅه ګڼل كېږي. په دغه كتاب كې ښاغلي ليوال د دېرشو په شاوخوا كې د معاصرو شاعرانو د شعروشاعرۍ په اړه خبرې كړې دي. ښاغلي ليوال كله كله ځينې لنډې كيسې هم ليكي خو كيسې يې په هغه كچه خپل خوند او رنګ نه لري لكه چې شعرونه يې لري. ليوال د انځورګرۍ او كاريكاتور ايستلو په برخه كې هم كار كړى، چې ځينې كاريكاتورونه يې په اويايمو كلونو كې په هنداره اوونيزه كې چاپ شوي دي. په سياسي ليكنو كې ليوال د يو ملي فكر خاوند ليكوال ښكاري او ډېرۍ ليكنې يې د ملي فكر او شعور منعكسوونكې دي.