
ليکونکی: هلال مومند
د ټاکنو د مرکز مخې ته شور او آهاددې وه، یو ویل درغلي شوې ده، بل ویل زما رایې پټې شوي دي، بل ویل دقيقه شمېرنه نه ده شوې ... یو بل نوماند چې یوه رایه یې هم نه وه اخيستې غلی ولاړ و. چا ترې وپوښتل چې ته خو هم څه ووایه کنه! هغه له خفګانه ډکه موسکا وکړه:
- زه په دې فکر کې یم چې زما خپله رایه څه شوه!