
د پاک افغان ولسی تړون د مشرانو يو وفد، د اکټوبر پر ۹ مه سهار ۱۱ بجې د خدای بخښلي ارباب ايوب جان په قبر راغونډ شو. د ارباب صيب د ځوی ارباب عثمان او ارباب سعدالله خان په شمول د خدائ بخښلي په قبر د ګلونو ګيډۍ کيښودل شوې او ورته يې د صواب دارين د پاره فاتحه ياده کړه .
د وفد مشر د پاک افغان پيپلز فورم چيرمين عالمزيب خان سره د ډاکټر فرمان، نثارمحمد خان، تاج محل ايډوکيټ، اقبال خيبروال، انجنير رحمت الله داوړ، رفیع الله شينواری او شوکت علی خان د خدائ بخښلي ارباب ايوب جان روح ته خراج عقيدت وړاندی کو او د هغوئ د قوم او وطن سره د مينی ستائينه يې وکړه.
خدائ بخښلی ارباب ايوب جان يو ايمانداره او سوچه قوم پرسته شخصيت و، په سياسی ډګر کې د قام د خد مت او اولسی خيګړو ته هر وخت ملاتړلی ولاړ و. د دوستانو دوست او د ملګرو ملګری، هر چا به دا ګڼله چې ارباب صيب ماسره په فرق ډيره مينه کوله. خو داسی نه وه، هغه د هر چا غم خور او ښه ملګری و.
آلله پاک دی د خاورو سره اوبخښي او پسماندګانو ته د هغه د بل کړی مشال ژوندی ساتلو همت ورکړی.
آمين ثما آمين