ګل او مسافر

زه يــوازې ناســت يمه د ژوند په لـويه لاره کــې
                   سترګې مـې ګنــډلې دي په هاغه پورې ګل پورې
سور چې غـوړيدلی دی د شــنو تيږو په باره کـې
                   ګل ســره خــبرې کــــوم ګل تـه غلــــي وايــــمه.
-يه سـورکيــه ګلـه ته په دی لاره کــې څـه کوې؟
                   دلته خو اوبه نه شـته په دې باره کـې څــه کـوې؟
ګل راته له ټــولــو پــاڼــو جــوړه يــوه ژبــه کـړه
                   ماتـــــه وايـــي دلـــته يــو دمـيــنې لاروی راځـي
کښـې به ني زما تر څنګ ،د چا په ياد به وژاړي
                   زه به يې په سپينو اوښــکو شنې پاڼې لمدې کړمه
ژوند به راکړي وچې وچې پاڼې به را شنې کړمه
                  مــاوې لاروی څــه کــوي څــه پسې راوتـی دی؟
ګل ويل د مينې پـه خــواږه غــم کـې نــښــتی دي
                   وګـوره دا باد چــې په دنــيا کــې را الــوتـــی دی
دلتــه زمـا زړی تـرې ناڅـاپــه را پــرېـوتــی دی
                  دلته ګوره زه هم يو طوفـان د عـشــق راوړی يــم
نن مـې ګلــجامـې په تـن خـو زه د پرون زړی يم
                   وګـوره دا خـــاوره ددې تــيږو پــه درزونــو کـې
څـومــره بـريـالــۍ ده پــه ســپړلــو د رازونو کې
                   کــښېنه زوروره چې له مانه بل خـوا لاړ نـه شـې
دلته به جوړېږې هــسې نه چېرته ويجاړ نه شــې

                                                     \"\"