په هېواد کې د وروستيو ناامنيو اړوند  د افغان ملي غورځنګ د مطبوعاتي کنفرانس اعلاميه

 
پدې وروستيو کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د وسله والو مخالفينو بریدونو او ناامنيو ډېر زور اخېستی او د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره زياته شوې چې له کبله يې ټول افغان ولس ډېر خواشينی او ويرجن دی. د طالبانو له خوا د کندز نيول کېدل او د هېواد په شمال کې د يو شمېر نورو ولسواليو لاس په لاس کېدل، په سيمه کې د زورواکو خپلسري تحرکات او ځينې نورو مرموزو لاسونو ولس سخت اندېښمن کړی دی. که څه هم زموږ ملي امنيتي ځواکونو کندز او ورسره يو شمېر نورې ولسوالۍ بېرته ونيولې، خو درانه ځاني او مادي زيانونه چې د جګړې له کبله رامنځته شول، نه د توجيه وړ دي او نه هم د جبران وړ دي. پر دې سربېره د کندز د پېښې اړوند د هېواد په سياسي چاپېريال کې يو لړ داسې بې باوريو، اختلافاتو او تحرکاتو سر راپورته کړی، چې ښايي زيان يې د کندز تر نسکورېدو ډېر زيات وي.
زموږ په اند د هېواد په تاريخ کې يو ځل بيا ډېر حساس وخت راغلی، که چېرې افغان ولس او په ځانګړې توګه دولتي چارواکي او سياسي ډلې پدې وخت کې مسوولانه چلند ونه کړي، ښايي هېواد او ولس مو له داسې بحران سره مخ شي چې بيا به وتل ترې ناشوني وي. موږ لاندې ټکو ته د دولتي چارواکو، سياسي ډلو او په ټوله کې افغان ولس پام اړوو:
۱ – زموږ په اند نړيوالو زبر ځواکونو او سيمه ييزو استخباراتو زموږ په هېواد او سيمه کې يوه نوې لوبه پيل کړې ده، چې له بده مرغه اصلي قربانيان يې بيا هم افغانان دي. دغه نوې تحرکات جدي شننې ته اړتيا لري او پر بنسټ يې بايد له نړيوالو زبر ځواکونو او ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پر څرنګوالي او د سولې اړوند پر ستراتيژۍ له سره کتنه وشي، د نويو حالاتو په رڼا کې يوه دقيقه، واقعبينانه او عملي پاليسي غوره شي.  د پاکستان او نورو بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې بايد په نړيواله کچه فعاله ډېپلوماسي غوره او رسنيز کمپاين پيل شي. پدغه برخه کې په بهرنيو هېوادونو او په ځانګړې توګه امريکا او اروپا کې زموږ سفارتونه بايد ډېر فعال شي او له بهر مېشتو افغانانو څخه هم مرسته وغوښتل شي.
۲ – له بده مرغه د ملي وحدت حکومت د يو کال له تېرېدو سره هېڅ محسوسه لاسته راوړنه نه لري، امنيت، اقتصاد او حکومتوالي په ډېر ناوړه حالت کې دي، ولس پر خپل حکومت او پر راتلونکې سخت بې باوره شوی او دا بې باوري پخپل وار د ستونزو د لا زیاتوالي لامل ګرځي. موږ د ملي وحدت حکومت له مشرانو غوښتنه کوو، چې نوره د واک او امتيازاتو پر سر سيالي يوې خواته پرېږدي، او ټوله پاملرنه دې ته واړوي چې څنګه هېواد  له روان ناورين څخه وژغوري. پر حکومت د ولس باور بايد بېرته احيا شي او ډېر زر د سولې او امنيت، اقتصادي سمون او ښې حکومتوالۍ اړوند پخپلو کې يوه اجماع رامنځته کړي، ولس ته خپل ګډ دريځ او واحده پاليسي اعلان کړي او هغې ته ژمن پاتې شي. که چېرې بيا هم د افغانستان ملي ګټې د خپلمنځي سياليو له کبله ګواښل کېږي، افغان ملي غورځنګ اړ دی چې د دغه حکومت اهلیت او مشروعيت وننګوي او د يوه معقول بديل په اړه هلې ځلې وکړي.
۳ – پر روانه پوځي ستراتيژۍ بايد بيا غور وشي، د وسله والو امنيتي ځواکونو مورال د لوړولو لپاره هڅه وشي، د لويو ښارونو او ستراتيېژيکو سيمو دفاع ته جدي توجه وشي، د ولايتونو په کچه د امنيتي ځواکونو ملي ترکيب ته پاملرنه وشي او تر منځ يې اړينه همغږۍ رامنځته شي. ځواکونو ته پخپل وخت اکمالات ترسره شي او ټپيانو بېړنۍ مرستې ورسول شي.
۴ – له هېواد څخه د ملي دفاع لپاره تر ټولو معقوله لار دا ده چې پر خپلو وسله والو امنيتي ځواکونو تکيه وشي او که څوک غواړي مرسته ورسره وکړي، يوازې بايد د ملي امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې دا چار ترسره شي. کله چې يو شمېر دولتي او سيمه ييز چارواکي د خپلو تنظيمي او سيمه ييزو ځواکونو په مټ د پوځي عملياتو او سيمې د تصفيې خبره کوي، نه يوازې ګټه نه لري بلکې په واقعيت کې پر ملي امنيتي ځواکونو د خلکو باور کموي او په سيمه کې قومي ستونزو او اختلافاتو ته لمن وهي. پر ميمنه د طالبانو پراخ بريد دا وښودله چې د ولسمشر د لومړي مرستیال يو مياشتني پوځي عمليات هېڅ ګټه نه درلوده، بلکې لايې د دولت د مخالفينو ليکي پياوړې کړې.
۵ – يو شمېر ځايي زورواکان له امنيتي ځواکونو سره د مرستې په پلمه د خپل واک او ځواک د پراخولو هڅه کوي او له بده مرغه په دوی پورې اړوند نامسووله وسله والې ډلې په بشري ضد جنايتونو لاس پورې کوي، په سيمه کې قومي شخړو ته لمن وهي او ځايي اوسېدونکي د خپلو کورونو خوشې کولو ته اړباسي. زموږ په اند دا ډول تحرکات په سيمه کې له دولت سره د ولس واټن زياتوي او ولسي ملاتړ کموي او په پايله کې د ولسواليو او حتی مهمو ولايتونو نسکورېدو ته زمينه برابروي.
۶ – داسې مالومات ترلاسه شوي، چې روسيې يو ځل بيا په افغانستان کې پوځي لاسوهنه پيل کړې ده او په افغانستان کې يې ځينو ډلو ته د وسلو او پيسو ورکړه پيل کړې ده. د دغو مالوماتو له مخې هغه ډېپوګانې چې په پروان کې له منځه يوړل شوې، په هغو کې همدا نوې وسلې چې له روسيې څخه راوړل شوې وې، زېرمه وې. ډېره جدي اندېښنه ده، چې ښايي دا ډول ناقانونه وسلې د افغانستان د ملي واکمنۍ پر ضد او د کورنۍ جګړې د پيل لپاره استعمال شي. زموږ غوښتنه دا ده چې د ناقانونه وسلو د واردولو، وېش او استعمال مخه ونيول شي او هغه وسلې چې وار د مخه وېشل شوې دي، ټولې شي او د وېش عاملين يې تعقيب او مجازات شي.
۷ – په کندز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امريکايي ځواکونو بمباري چې له کبله يې د افغان ملي غورځنګ د کندز د څانګې مشر ذبيح الله پښتونيار له يو شمېر نورو روغتيايي کارکوونکو او ملکي وګړو سره يو ځای په شهادت ورسېد، داسې اندېښنې رامنځته کړي چې ښايي د نړيوالو ځواکونو له هوايي ملاتړ سره يو ځل بيا د ملکي وګړو دشهادت لړۍ پيل شي. موږ له دولت څخه غوښتنه کوو، چې د کندز د پېښې جدي پلټننه وکړي او د ترسره شوي جنايت عاملین محاکمې ته راکش کړي، د قربانيانو کورنيو ته د خسارې جبران ورکړي او په راتلونکې کې د دې ډول پېښو جدي مخه ونيسي.
۸ – د کندز د پېښو په تړاو يو شمېر رسنيو او کړيو ډېر ملي ضد او له منافقته ډک دريځ خپل کړی. دغه رسنۍ او کړۍ په لوی لاس قومي اختلافاتو ته لمن وهي او هڅه کوي افغان واحد ملت پخپلو کې سره ووېشي. څرنګه چې د دې ډول اختلافاتو عواقب ډېرخطرناک دي او د دښمن دسيسو ته لار پرانيزي، موږ پر ټولو رسنيو غږ کوو، چې د هېواد د ستونزو پر وړاندې ملي او مسوولانه چلند خپل کړي. که چېرې بيا هم دغه رسنۍ د ملي نفاق پاليسۍ ته دوام ورکوي، موږ به پر ټول ملت غږ وکړو چې دغه رسنۍ تحريم کړي او که بيا هم دوام ورکړي موږ به يې د مدني اعتراضونو له لارې د تړلو اقدام وکړو.  
و ما علينا الاالبلاغ
د افغان ملي غورځنګ فرهنګي کمېټه