
د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې لخوا د WFP ادارې په مالي مرسته د دغه ولایت د مرکز نږدې ۱۵ سوه کورنیو ته د کار په بدل کې د ۴۰۶ ټنه خوراکي توکو مرسته پیل شوه .
په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته د شاوخوا ۷ زره افغانيو په لګښت بېلابېل توکې چې په کې ۱۵۰ کیلو غنم،شل کیلو دال،۱۴،۸ کیلو غوړي او یوه کیلو مالګه شامله ده،ورکول کیږي .
دغه خوراکي توکې د مرکز میدان ښار ده افغانانو،لعل خیلو،ابراهیم خیلو،امرخیلو ، بلال خیلو ، اول خیلو، زیبداغوقلعه قیام،چهاربند او فولاد خانې سیمو هغه کورنیو ته ورکول کیږي،چې د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي .
یادې نږدې ۱۵ سوه کورنۍ به د دغه خوراکي توکو په بدل کې پخپلو سیمو کې ۱۱ سوو مترو په اوږدوالې یو سړک جوړ کړي،همدا راز به یې په ترڅ کې ۷ پلچکونه هم ورغول شي.
په ورته وخت کې به یادې کورنۍ د دوی په سیمو کې د سیلابونو له امله تخریب شوي ویالې پاکې کړي او د ۲ سوه مترو په اوږدوالې به ۳ استنادي دیواله هم په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.
دغه پروژې چې تخنیکي چارې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې ترسره کیږي،د بشپړېدو چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي .
د یادو خوراکي توکو د ورکړې د پیل په مراسمو کې د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د WFP ادارې څخه مننه وکړه،چې د مرکز میدان ښار سیلاب ځپلو کورنیو ته یې د کار په بدل کې خوراکي توکې برابره کړي دي .
هغه زیاته کړه،دغه کورنیو ته له یو لورې د کار زمینه برابره شوه،بل لورې د خپلې سیمې لپاره د بیا رغونې چارې ترسره کوي او همدا راز د کورنۍ لپاره خوراکي توکې هم ترلاسه کوي.
هغه له نورو مرستندویه ادارو هم وغوښتل چې د دغه ولایت د مرکز سربېره په ولسوالیو کې هم سیلاب ځپلو سره د ورته توکو به برابرولو کې له دوی سره همکاري وکړي .