
دا لنډکۍ کیسه ډیرکلونه وړاندی می د انګریزۍ ژبي دزده کړې په اړوند کتابونو کی لوستي وه،لیکوال یی نه پیژنم خو په څه تغیيراوتبدیل سره می پښتو ژبې ته راوړوله.
وایی یوه وړوکي غریبه کورنۍ وه چې ماشومان یی نه درلودل یوازی میړه اومیرمن وو،دوی داسي سره ګران ووچې مثال یی افسانوی لیلی اومجنون اویا ژولیت اورومیو کیدای سي . داکورنۍ دښارپه څنډوکی په یوه کلي کي ژوندکاوه،دښځي خاوند ښوونکی ؤ اوروزمره پربایسکل وښوونځی ته چې په هغه بل کلي کی ؤ تلی ، اومیرمني به په واړه کور کي دکور کارونه کول اوخاوند ته به یی هره ورځ داسي خواړه پخول چې میړه به یی ډیرخوشحاله سو کله چې به یی دخاوند دراتلو وخت رانژدی سو د کور صفایی به یی وکړه او ډوډی به یی تیاره اوپرمیز واوډل ، یوه دوی دقیقي به هنداري ته ودریده اوپه ښکلوطلایی ویښتانو به یی ږمونځ راتیره کړه اوښکلي ویښتان به یی نورهم ښکلي سوه اودکورپه دراوزه کی به دخاوند په انتظار کی ودریده ،اوترکړکی به یی دخاوند دراتلو لاره څارله ، کله چې به یی خاوند دروازي ته رانژدی سو نو میرمني به یی په ښکلي موسکا سره ورته ښه راغلاست ووایه ، دکتابونو چرمی بکس به یی ځني واخیست او په خندا خندا به یی میړه ته وویل : نن به می څه پاخه کړی وي ؟ خاوند چې یی بوټان اوجرابي ایستل وویل ګراني که زهرهم وي خوستادلاسه خوند کوي .
دډوډی دخوراک پروخت دهمیشه په شان میرمني دخاونده پوښتني شروع کړی او دمعیوبه زده کونکي دحال پوښتنه به یی لومړی وکړه وروسته به یی د نجونو او شوخو هلکانو پوښتنه کوله او دبد مزاجه سرښوونکی یا هیډ ماسټردرویی په هکله به یی کله کله پوښتنه کوله خصوصا چې خاوند به یی خپه ښکاریدی . که څه هم هیډماسټرډیر بددماغه اودیکتاتور سړی ؤ خوډیردکارسړی هم ؤ ،تیر کال یی دښه مدیر ستاینلیک هم ترلاسه کړی ؤ ، دښوونکو په وړاندي سخت چلندوالا ؤ امادشاګردانو سره یی دپلارپه شاني راشه درشه کوله هاند تردي چې ددوو شاګردانولپاره یي هرکال جامي اوبوټان رانیول . خاوند به یی دټولو پوښتنو جواب په ډیر متانت ورته وايه.
میرمني غوښتل چې د واده دکلیزي یادوونه وکړی ، اینده شنبه ددوی دواده پنځمه کلیزه وه خو یاده یی نه کړه اوزړه کی یی وویل چې داځل به ځان ناخبره واچوی ، ځکه پیسي یی نه درلودي .
ورځي تیریدی صرف دوی ورځي ددوی دواده کلیزي ته پاته وی ، کله چې خاوند یی دمعمول په شان ښوونځي ته لاړ میرمني یی دهنداري مخي ته ودریده اوپه چرتونو کي ډوبه سوه اودخپلو ښکلو ويښتانو په تاوولو او رتاوولو مشغوله وه ، یوځل یی خپلو ښکلو ویښتانو ته فکرسو ، سمدستي تشناب ته لاړه اوخپل ښکلی ويښتان یی پاک پریوله تروچیدو وروسته یی په هنداره کښی خپلي زلفي یوی اوبلي خواته واړولي او داوږدو مارانو په ډول یی تاو راتاو کړه او دستمال یی ترسرغوټه کړ اودکلي دبازار پرخوا رهي سوه . اوهلته د ارایش سالون ته لاړه او دنورو ښځو به څنګ کي کښینستله اودسره یی دستمال خلاص کړ او دسر په تکان سره يي ښکلي ویښتان اوطلایی زلفي راښکاره کړي ته به وایی چې طلایی ښاماران یوتربل تاوسوی دی ، ټولو ښځو په حیرت ورته کتل .
میرمني دخندا په ډکه خولي ناري کړی چې داویښتان خرڅوم ، دښځو حیرانتیا نوره هم زیاته سوه ، اومیرمني ته رانژدي سوې او ددي ویښتان یی په ګوتو ومښل ، بالاخره یوي ښځي چې ډیره مال داره ښکاریده دمیرمني په موټ کي دوه نوټه اوڅو سکي کښیښودلي اودویښتانو ملکیت یی اعلان کړ ، میرمني په موټه کی ددوو نوټو اود سکو له دروندواله څخه راضي ښکاریده او اریش کونکي ښځی ته اشاره وکړه اوهغي هم دمیرمني اودل سوي اوږده طلایی ښامارن دقیچي په یوه کریچ ځنی بیګانه کړه ، میرمني بیله دي چې هنداري ته وګوري سرپه دستمال کی وپیچي اوپه تلوار دارایش ددوکانه راووته او په بازار کی یواځني ساعت پلورونکی ته لاړه ، په دوکان کي لوی لوی دیوالي سرمیزي اودلاس ساعتونه موجود وه دساعتونو مختلف ټک ټک ددوکان فضا ډکه کړي وه دیوالي ساعتونو به دکلیسا دزنګولي په ډول ګړنګ ګړنګ کاوه ، داډول ږغونه دومره پرمغزو بد نه لګیده .
میرمن د دوکان په الماریو کی دلاسي ساعتونو په ننداره سوه ، ددوکان مالک چې یوپوخ سړی ؤ میرمني ته رانژدي سو او تري وی پوښتل کوم ساعت دي خوښ سو میرمني یو ساعت ته ګوته ونیوله اوددوکان مالک ساعت ورته راوخیست ، میرمني ساعت په لاس کي واړوی او راواړوی اوپوښتنه يي وکړه چې ددي ساعت بیه څوده ؟ دوکاندار ورته وویل چې داد سویس جوړ ساعت دی اوبیه يي ورته وویل میرمنه وارخطا سوه ځکه چې ددي په موټه کي یوازي دوه نوټه اوڅو سکي وي ، بیا په چرت کي ولاړه اوغوښته یی چې ووزي خوبیرته يي تصمیم واوښت اوله دوکانداره یی وپوښتل چې دساعت بند به رانیسم ددوکان مالک حیران سو ورته وویل ښه دی میرمني ، دساعت بند یی وپیرودی او په موټه کی یی یوه سکه لا پاته وه دراوتو پروخت یی دساعتونو په دوکان کی لوی دیوالي ساعت ته وکتل دخاوند راتلو ته دوه ساعته پاته وه .
په پاته یوه سکه یی دګلانو ګیډی او څه خواږه واخیستل اودکور پرلوري رهي سوه . دخوړو په تیارولو بوخته سوه ، دخوړو ترتیاریدو وروسته یی دواده دشپي کالي واغوسته او دهنداري مخ ته ودریده خو ډیر ژر دهنداري څخه لیري سوه او دګلانو ګیدي یی په غیږ کی ونیول او دخاوند په انتظار کی دکړکۍ په خوا کی ودریده .
پسله څه انتظاره یی خاوند دلیري راښکاره سو میرمني دروازي ته رانژدي سوه او دخاوند پرمخ یی دروازه پرانستله او خاوند ته یی په خندا وویل وایه زه څنګه ښکارم ؟ خاوند یی وویل ګراني ته د شهزادګۍ په ډول ښکاري اود ګلانوګیډی چې يي ترشا پټه کړي وه میرمني ته ډالۍ کړه او دچرمي بکسه یی ښه اوږده ښکلي ږمونځ چې طلایی رنګ یي درلود میرمني ته دواده دکلیزي دتحفي په ډول وړاندي کړه ، میرمنه هک پک حیرانه ودریده ، خاوند یی وویل ولي زما ګراني دا ډالۍ دی نه سوه خوښه ؟ میرمني وویل ولي نه ډیره ښکلي ده خو خو ،خاوند یی وویل ووایه ګراني تا ماته څه اخیستي دي ؟ میرمني د ساعت نوی بند راویوست اودمیړه لاس یی ټینګ ګړ اوویل ګرانه ستا دساعت بند ډیر زوړ سوی ؤ نودابند مي درته واخیست اودخاوند مټ یی ټینګ کړ او لستوڼی یی ورپورته کړ خو ساعت نه ښکاریدی ،میرمن حیرانه سوه اوخاوند ته یی وویل ګرانه ساعت چیري دی ،خاوند لکه ماشوم چې کومه خطا کړی وي وویل چې هغه مي هغه مي وپلوری اوستا دښکلو ویښتانو لپاره می داږمونځ رانیوله.