
د پجشنبې په ورځ دخوست ولایت په اداري کمپلېکس کې د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي ترمشرۍ لاندې جوړه شوې پي ډي سي یا پرمختیایي میاشتنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې دخوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې پنځه ویشت بېلابېلې پروژې پلي شي، ترڅو پدې برخه کې د ولسونو اړینو غوښتنو ته رسېده ګي وشي.
پدې پروژو کې استنادي دېوالونه،د اوبو ذخیرې،سربندونه،لویې ویالې،شنې خونې،یو پل ، د (۱۰۰۰۰) لس زره زیتون ونو پيوند کول او یو شمېر نورې زرعتي پروژې شاملې دي.
د اقتصاد ریس او د پي ډي سي غونډې منشي انجنیرحمیدشاه دغونډې برخوالو ته وویل چې (۱۹) پروژې د (GPI) په بودجه او (۶) د (TLO) لخوا پلي کیږي.د نوموړي په خبره یوازې په (۱۹) پروژو چې د (GPI) په بودجه جوړیږي، څه د پاسه یو مېلیون امریکايي ډالره لګښت راځي.
د (GPI) لخوا ورکول کېدونکي مالي امکانات هغه بودجه ده چې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د لارې هرکال خوست ولایت ته پدې موخه د جایزې په نوم ورکول کیږي چې پدې ولایت کې د نشه یي توکو کرکیله په بشپړ ډول صفر شوي ده.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د میاشتنۍ پرمختیایي غونډې برخوالو ته په خپلو خبرو کې وویل هره اداره او سکتور مسوولیت لري چې دخوست په مرکز او ولسوالیو کې د متوازن پرمختګ لپاره اغېزمنې کړنې سرته ورسوي او ددې ولایت هره لوېشت خاوره خپل کور وګڼي.
د نوموړي په خبره هره پروژه باید د لومړیتوب له مخې تعین او تصویب شي،د کار په جریان کې ترې دوامداره نظارت وشي ترڅو ښه اغېزمنتیا ولري او ډېرخلک ترې په اوږدمهاله توګه ګټه واخلي.
حبیبي د ادارو مسوولینو ته دنده وسپارله چې په ښار کې هېچا ته ددې اجازه ورنه کړي چې د پلان خلاف په خپلسري توګه ودانۍ جوړې کړي، دده په وینا دخوست اوسنی ښارباید د پلان مطابق په اساسي ډول پراختیا وکړي، ترڅو ښارد ټولو ضرورتونو سره سم په منظمه او پلاني توګه اوږدمهاله دوام وکړي.
وروسته د اجنډا له مخې ځينو ریسانو په تېره جلسه کې د ورسپارل شویو دندو له مخې کاري ګزارشونه وړاندې کړل او ترڅنګ یې په یو شمېر مهمو موضوعاتو لازم بحث وشو.
په غونډه کې د متون دخوړه په تحکیماتو،د دوو تخته بېکو او ملي لوبغالي غرب خواته د کانال په ایستلو او په یاده سیمه کې له ښارڅخه د باندې سړکونو ته د دوه طرفه جادو پرجوړولو بحث وشو.پرېکړه وشوه چې ددغه کارونو د سرته رسولو لپاره دې اړونده ادارې په پوره مسلکي بڼه کار وکړي، ترڅو په نږدې راتلونکي کې یې د جوړولو عملي کار پیل شي.
نېټه : ۱۳۹۴-۶-۲۶ پنجشنبه