ګرد يـم كه غبـاريـم دپــښوپـل ته درنــــږدې يمــه
تاپـسې دخپل زړه غــوندې وتـــې له پـــردې يـمـه
ســتاخــوږوخــبروته جــانانـه دومـــره تـــږى يــم
تـــــــه وا تــلوســـه دميـــنانــــودكيـــسې يـــــمـه
څه ساده باده يم دومره ستربدلون كې پوه نه شوم
اوس هــم شــاګــردۍ كې دپيــمخې زمـــانې يمــه
زه اوته دميـــنې په يــوه وجــود كـــې ژوندكـــوو
ته يــــې د ډيـــوې رڼا اوزه بـــيخ دډيـــوې يـــمـه
هســـې دخپل روح خوارو اوږوباندې ورباريـمــه
وجــلانــه! ســـيــورى دژونــدون دجــنازې يـمــه
يادونه : دغزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
وروستي