رښتینوالی(سوچه والی) او ټولنیزه رسنۍ

 
فتزجرلډ او بریټني ۲۰۱۲ ، دفېسبوک ارواپوهنه
راټولونکی: لاهورخان منګل
دعادي ژوند په پرتله د انټرنټ په کرښه باندې د سلوک د توپیر شپږ دلیلونه:
که فکر وکړو زموږ د ټولنې زیات شمېر خلک د انټرنټ په کرښه باندې د عادي ژوند( مخامخ) په مهال بدل چلند کوو. د رښتینوالي او د احساساتي هوښیارۍ په چاپیریال کې زموږ چلند او غبرګون ډیر توپیر لري. داسې ویل کیږي چې د فسبوک روږدوالی(اعتیاد) دالکولو د روږدوالي سره ورته والی لري. کله چې څوک په فسبوک د عادي وخت څخه ډير وخت تیروي، په بدن کې هغه هورمونونه افرازیږي چې د الکولو د څښلو وروسته په بدن کې افرازیږي یانې چې په ځان لږ کنټرول،په سلوک کې بدلون راځي، فکر مو ګډوډ وي. لاندې یې شپږ دلیلونه دي چې د یوې سروې په پایله کې مالوم شوي دي.
۱: کله چې موږ په فسبوک باندې د ژوند په اړه کوم څه  اچوو( پوسټ) موږ  خپل ژوند ته هغه ډول انځور ورکوو چې د نورو( د فېسبوک ملګرو) د خوښې وړ وي. یانې د اصلي ژوند ته د نورو د غوښتنې په اساس بدلون ورکوو.
۲:  موږ باور کوو چې د نورو په نظر  زموږ ځاني احترام لوړیږي.  موږ  ډيری وخت هغه مهال انځور اچوو چې یا مو د ژوند خوشاله شېبه وی او یا هم ترخه، د نورو څخه د لایک او د تبصرې هیله لرو چې دا د خلکو په مینځ کې موږ ته د جعلي شهرت کچه لوړوي.
۳: کله چې زموږ  په باور د شهرت کچه لوړه شي، موږ په ځان باندې د کنټرول دلاسه ورکوو او د نور شهرت د لوړیدا لپاره په پرتلیز ډول توند پوسټونه کوو( کلتوري، مذهبي،نژادي).
۴: د نورو خلکو د پوسټونو د لوستلو په پایله کې کې زموږ د ځان په اړه د درک او په ځان خبریدا کچه راټیټیږي.
۵: کله چې د ځان په اړه د خبریدا کچه راټیټه شي نو موږ نه شو کولای د خپلې کمزروتیا کچه  مالومه کړو. د بریالیو خلکو ځانګړنې د ځان په پېژندنې پورې راڅرخي.
۶:  کله چې د انټرنټ په کرښه وو د نورو څخه کرکه  اسانه وي خو په مخامخ حالت کې  کرکه اسانه نه وي.
د ولسمشر اوباما په اړه ویل کیږي چې د ولسمشرۍ په لومړی او دوهمه دوره کې یې د ټاکنیږه منډو ترړو لپاره د ټولنیزه رسنیو څخه زیاته ګټه واخستله چې په پایله کې یې پلویانو په ځان لږ کنټرول درلود او د اوباما د ټاکنیزو پروګراومونه د څرنګوالي د پوښتنې لپاره یې تحلیل او څیړنه کمزورې او  ولسمشر اوباما له همدې کمزورتیا سره په ګټې اخستنې سره دخپل سیال په پرتله د خلکو احساسات زیات راوپارول. د ولسمشر غني او د عبدالله د پلویانو ترمنځ هم  د فېسبوک په کرښه د کرکې انتها لیدل کیدله خو  په عادي ژوند کې د ولسمشر اشرف غني او د عبدالله د پلویانو ترمینځ د غبرګون( کرکې) کچه ډیره ټیټه  احساسیږي. پکار ده چې په ټولنیزه رسنیو کې مشهور ځوانان داسې پیغامونه خپاره کړي چې د عامو خلکو په مینځ کې دکرکې او نفرت سبب ونه ګرځي.