
سرخط ورځپاڼې له ژورنالیزم سره د سرسري چلند تر ټولو سترې بېلګې له پیله تر اوسه په خپلو لیډ سټوریو کې وړاندې کړي.
تر ټولو دردوونکې او په مظلوم شینواري قوم پورې د خندا بېلګه یې دا چې د دې قوم د فریاد پورته کولو پر ځای یې دا تور ولګاوه چې د هسکې مېنې، اچین، نازیانو او نورو شینوارو ولسوالیو په هر کور کې د مخدره توکو او پوډرو د پروسس او تولید دستګاوې دي.
دا یو عام تور دی چې سرخط پورې کړی، سرخط دې باوري وي چې د دوی د پروګرام په څېر د دوی موندنې هم پوچې او له کاغذ پرانۍ پرته هېڅ نه دي، پر مظلوم ولس د ژړا پر ځای د خندا دا بېلګه یې خورا د انسانیت د دعوې پر مخ توره کرښه راکاږي.
سرخط دې د خپلو کره موندنو (!) پر ځای اول د لیډ سټورۍ لیکلو لپاره یو ښه ژورنالیست پیدا کړي، چې هېڅ د ژورنالیزم پر معیار برابره یوه خبره یې ورته ونه لیکله.
زه یو سپیناوی کوم باقي ستاسې خپل کاردی
• همدا اوس له شینوارو څخه تعلیم یافته او د پیسه پیدا کوونکې کورنۍ ټولې راوتي، خو د دولت له لوري شیندلی دداعش او طالب مردار تخم ورځ تربلې له پاکستانه راواردېږي، نمو کوي، وده کوي او هلته ورته پاتې مظلوم شینواري د دوی جبر او ظلم زغمي، ایا سرخط هلته دانسانیت ژغورلو کیسه کې دی؟
• داعش په شینوارو کوکنار بند کړي، هلته چې د امارت د وسله والو زور هم و نو یوازې هغو ځمکو باندې کوکنار کرل کېدل چې خاوند به یې ښار ته د سرپناه لپاره تښتېدلی و، خو ځمکه به یې کوم امارتي قومندان د غنیمت په توګه لاندې کړې وه. ایا د سرخط سرچینې په دې حقیقت خبرې دي؟؟
• یو شینواری هم طالب نه دی، هلته یا دمنګل باغ را وارد شوې ډله کې باړه وال کنجر دي، یا هم د امارات په ډله کې د نورو ولایتونو د خدای لنډه غر او اوس په داعش کې تر ټولو زیات پاکستاني سپي صفته نظامیان.... ایا د سرخط سرچینې به دا حقیقت کشف کړای شي.
• که داعش د امریکا او ملي امنیت رښتیا هم ګډه پروژه وي، نو همدا اوس د افغانستان په خاوره تر ټولو د سترې قربانۍ پور زموږ حکومت پر مظلومو شینوارو پرې کوي.
• شینوارو په خپله قومي جګړه کې ټولې اقتصادي لارې پر ځان تړلي، د حکومت په پيل کې کوکنار عموما د افغانستان د خاورې حاصل و، خو په شینوارو کې اوس څوک دوه د پوډرو کارخانې نه شي پیدا کولای، د هسکې مېنې په اکاخېلو کې یوه د شرابو او پوډرو کوچنۍ دستګاه دوه کاله وړاندې کشف شوه، هغه هم ولس راووت، حکومت ته یې خلک په لاس ورکړل او خلکو ورسره مړی ژوندی پرېښود.
• سرخط چې پر شینوارو د هوايي بریدونو غوښتنه کوي، د دې ورځپاڼې مدیر د داسې ځای دی چې خپله هم د طالبې کورنۍ زوی او کلی ولس یې هم په دغو چټلیو ډک دی، اول دې هلته خپلو خلکو باندې د هوايي بمبار غوښتنه وکړي، راپور داسې نه لیکل کېږي لکه د سرخط مدیر چې لیکلی دی.
• په پای کې وایم شینواري دا مهال د ځمکې پر مخ تر ټولو مظلوم خلک دي، پر شینوارو د هوايي عملیاتو غوښتنه مه کوئ، سرخط او نورې رسنۍ که سپین ژورنالیزم پالي، نو پر شینوارو د دولت- پاکستان او امریکا د تباهۍ پر ضد چغه پورته کړي، شینواري یو وږی غنم نه شي پیدا کولای افیون به په خپلو للمي ځمکو څنګه وکري؟ دا مهال د افیون د کارخانو له کبله هلمند د نړۍ تر ټولو ستر بازارونه لري، د افغانستان۹۸ فیصده کوکنار همدلته کرل کېږي او پروسس کېږي، سرخط دې مهرباني وکړي هغه دې افشا کړي، وحشي دنیا خو په همدې روږدې ده چې مظلوم ته د عورت پټولو ټوټه هم نه ورکوي، بلکې ترې تروړي یې.....ې او له کاغذ پرانۍ پرته هېڅ نه دي، پر مظلوم ولس د ژړا پر ځای د خندا دا بېلګه یې خورا د انسانیت د دعوې پر مخ توره کرښه راکاږي.سرخط دې د خپلو کره موندنو (!) پر ځای اول د لیډ سټورۍ لیکلو لپاره یو ښه ژورنالیست پیدا کړي، چې هېڅ د ژورنالیزم پر معیار برابره یوه خبره یې ورته ونه لیکله.زه یو سپیناوی کوم باقي ستاسې خپل کاردی• همدا اوس له شینوارو څخه تعلیم یافته او د پیسه پیدا کوونکې کورنۍ ټولې راوتي، خو د دولت له لوري شیندلی دداعش او طالب مردار تخم ورځ تربلې له پاکستانه راواردېږي، نمو کوي، وده کوي او هلته ورته پاتې مظلوم شینواري د دوی جبر او ظلم زغمي، ایا سرخط هلته دانسانیت ژغورلو کیسه کې دی؟• داعش په شینوارو کوکنار بند کړي، هلته چې د امارت د وسله والو زور هم و نو یوازې هغو ځمکو باندې کوکنار کرل کېدل چې خاوند به یې ښار ته د سرپناه لپاره تښتېدلی و، خو ځمکه به یې کوم امارتي قومندان د غنیمت په توګه لاندې کړې وه. ایا د سرخط سرچینې په دې حقیقت خبرې دي؟؟• یو شینواری هم طالب نه دی، هلته یا دمنګل باغ را وارد شوې ډله کې باړه وال کنجر دي، یا هم د امارات په ډله کې د نورو ولایتونو د خدای لنډه غر او اوس په داعش کې تر ټولو زیات پاکستاني سپي صفته نظامیان.... ایا د سرخط سرچینې به دا حقیقت کشف کړای شي.• که داعش د امریکا او ملي امنیت رښتیا هم ګډه پروژه وي، نو همدا اوس د افغانستان په خاوره تر ټولو د سترې قربانۍ پور زموږ حکومت پر مظلومو شینوارو پرې کوي.• شینوارو په خپله قومي جګړه کې ټولې اقتصادي لارې پر ځان تړلي، د حکومت په پيل کې کوکنار عموما د افغانستان د خاورې حاصل و، خو په شینوارو کې اوس څوک دوه د پوډرو کارخانې نه شي پیدا کولای، د هسکې مېنې په اکاخېلو کې یوه د شرابو او پوډرو کوچنۍ دستګاه دوه کاله وړاندې کشف شوه، هغه هم ولس راووت، حکومت ته یې خلک په لاس ورکړل او خلکو ورسره مړی ژوندی پرېښود.• سرخط چې پر شینوارو د هوايي بریدونو غوښتنه کوي، د دې ورځپاڼې مدیر د داسې ځای دی چې خپله هم د طالبې کورنۍ زوی او کلی ولس یې هم په دغو چټلیو ډک دی، اول دې هلته خپلو خلکو باندې د هوايي بمبار غوښتنه وکړي، راپور داسې نه لیکل کېږي لکه د سرخط مدیر چې لیکلی دی.• په پای کې وایم شینواري دا مهال د ځمکې پر مخ تر ټولو مظلوم خلک دي، پر شینوارو د هوايي عملیاتو غوښتنه مه کوئ، سرخط او نورې رسنۍ که سپین ژورنالیزم پالي، نو پر شینوارو د دولت- پاکستان او امریکا د تباهۍ پر ضد چغه پورته کړي، شینواري یو وږی غنم نه شي پیدا کولای افیون به په خپلو للمي ځمکو څنګه وکري؟ دا مهال د افیون د کارخانو له کبله هلمند د نړۍ تر ټولو ستر بازارونه لري، د افغانستان۹۸ فیصده کوکنار همدلته کرل کېږي او پروسس کېږي، سرخط دې مهرباني وکړي هغه دې افشا کړي، وحشي دنیا خو په همدې روږدې ده چې مظلوم ته د عورت پټولو ټوټه هم نه ورکوي، بلکې ترې تروړي یې.....