د زده کړې نړيوالې ورځې په مناسبت لوګر کې له سلګونه زده کوونکو څخه د کانکور تمثيلي ازموینه واخېستل شوه.

 
دلوګردځوانانوټولنیزه اوکلتوری ټولنه
د زده کړې نړيوالې ورځې په مناسبت لوګر کې له سلګونه زده کوونکو څخه د کانکور تمثلي ازموینه واخېستل شوه.
د لوګر د ځوانانو ټولنېزې اوکلتوري ټولنې د پوهنې کمیټي له لورې نن د زده کړې نړیواله ورځ دیوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
غونډې ته د لوګر د ځوانانو ټولنېزې اوکلتوري مؤسیس مستري زلمي ستانکزي ښه راغلاست او د لوګر د ځوانانو ټولنېزې اوکلتوري ټولنې د تیرو شپږو میاشتو لاسته راړونۍ بیان کړي ورسته د لوګر د ځوانانو ټولنېزې اوکلتوري ټولنې مشر خان ولي احمدزی ددې ولايت وروسته پاتې پوهنيز بهير د اندېښنې وړ وباله او وې ويل چې په ټول لوګر کې د پوهنې په برخه کې پراخي ستونزي لیدل کیږي.
ښاغلي احمدزي له ولايتي ادارې او له مرکزي حکومت جدي غوښتنه وکړه چې د لوګر پوهنيز بهير ته دې خپل پام واړوي، نوموړي وويل که دولت د معارف چکتيا ته پام ونه کړي، نو ښايي په وړاندې يې نور ننګونې هم پيدا شي.
د غونډې په پاې کې د لوګر د ځوانانو ټولنېزې اوکلتوري ټولنې د پوهنې کمیټې له لورې له سلګونه زده کوونکو څخه د کانکور ازمایشي ازموینه واخستل شوه.
د سپټمبر اتمه په ټوله نړۍ کې د زده کړې د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي.
رسنیزه کمیټه
 
لوګرځوانانوټولنېزه اوکلتوري ټولنه :-
دلوګرځوانانوټولنېزه اوکلتوري ټولنه اوس مهال شاوخوا دوه زره غړي لري او دلوګر ولایت په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د ځوانانو په په بیلا بیلو برخو کې کارکوي



_________________________________________________