
دا چې اتم سپټمبر د زده کړو یا سواد نړیواله ورځ ده خو نن ددې ورځ د لمانځلو لپاره د پوهني وزارت کوم څه وړاندي نه کړل ځکه یاد وزارت د نړیوالي ټولني ډیري پیسې د چټکو زده کړو،کلیوال ښوونځي او حیاتي زده کړو په نامه لګولي ولي خو تر اوسه یې لا سمه نتیجه نه ده ورکړې لا هم ډیری ماشومان د ابتدائي زده کړو بې برخي دې ابتدائي زده کړي چې د ماشوم بنیادي حق بلل کیږي هغه حق لا هم نه دی ور رسیدلی.
خو د دولتي ارګانونو څخه را جلا نن اتم سپټمبر د قلم لار لار په نامه مدني ټولني د هیواد په ډیرو برخو کې ولمانځه دوي له ماشومانو سره د درسي موادو مرسته په همدې ورځ وکړه کتابچه،قلم، کتاب او نور مواد یې ماشومان ته وویشل او هم یې د ځینو روزنتونونو له سلګونو یتیمو ماشومانو سره د کالیو مرسته وکړه او هم یې ددې ورځي په مناسبت یتیم ماشومان تر روزنتونونو د محرومو سیمو راوستلي ددې تر څنګ یې د هغو سیمو ماشومان چیري چې ښوونځي نشته هم تر ښاري مرکزونو چې هلته د لیلیې امکانات شته راوستلي بلخوا یې د یو شمیر پوهنتونونو سره تړونونه کړې چې په وړیا او تخفیفي ډول یې ځوانانو ته د لوړو زده کړو لار پرانسته چې په دې کې یې د اشنا او اراکوزیا پوهنتونو سره تړون لاسلیک کړی دی چې اشنا پوهنتون ورته لس وړیا بورسونه،۶۰٪د خویندو او۵۰٪د ځوانانو لپاره ورته تخفیف ور کړی دی همداسي اراکوزیا پوهنتون ورته ۵وړیا بوسونه ۶۰٪د خویندو او ۵۰٪د ځوانانو لپاره ورته تخفیف ورکړی دی.
د قلم لار ټولني منشي عطاالله ویسا وایې!
ښه خو دا وه چې د دولت او په ځانګړي ډول د پوهني وزارت دا ورځ ښه لمانځلي وای د زده کړو اهمیت یې لا نور هم هیوادوالو ته ښودلی وای خو له بده مرغه نه کومي بلي مدني ټولني او نه کوم بل ارګان دې دې ورځي ته وخت ځاګړی کړی و ځکه لا هم په هیواد ډیری وګړي له زده کړو بې برخي دې چې د ځینو یې سن لوړ ولې له بده مرغه چې لا اوس هم د هیواد د۴۵ ولسوالیو ماشومان له زده کړو محروم دې چې نن یې باید یادونه شوې واي خو هیچا یې یادونه ونه کړه.
دی وایې موږ به هڅه کوو چې د هیواد هري برخي او هر ماشوم ته زده کړي ورسیږي.