
په مغربي ادب کې رومانویت ځانګړی ښوونځی دی او تر کلاسیک وروسته یې ځان په سمه مانا ښکاره کړی، د دې ښوونځي باني روسو ګڼل شوی. په انګریزي ادب کې ډیره فطرتي شاعري ورډز ورتهــ کړې، دی د وجودي نظريي خاوند و، د فطرت په غېږ کې لوی شوی، د نوموړي په قول عامو شیانو کې روماني ارزښت لیدل او ادراک شاعرانه تجربې څرګندوي. شاعري د قوي احساس او بې ساخته نندارې نوم دی او د رومانویت اساس دی، د انګلیسي ادب لوی کره کتونکي کولرج ویلي: د چا روح چې فطرت سره هم اهنګ نه وي شاعر کېدای نه شي، غټ شاعران خوش مزاجه او مطمینه وي، بېلګې یې چاوسر او شکسپیر دی. رومانویت کې تر ټولو ضروري توکی فطرت ته مخه کول دي.
چې نرګس ته نظر نه کاندي له کبره
و هغو ته څه ګلونه د شړشم وړم
(خوشال خان خټک)
رومانوي نظمونه د ذهن په ځای زړه ته، د فکر په ځای احساس ته او د دلیل په ځای تخیل ته لاره کوي.
ساقي پاڅه پياله راکړه
مرور یار مې پخلا کړه
(زرغون خان نورزی)
ما د فطرت او د ښکلا نه لاس نیوی کړی دی
زه په هر کار کې د ملا سترګو ته نه ګورمه
(اقبال شاکر)
د کولرج په وینا د چا په روح کې چې ځانګړی ترنم نه وي، پاک شاعر نه شي جوړیدی.
نوراني غاښو یې ستوري بې قیمت کړه
په رفتار یې که بازار د صنوبر مات
(دولت لواڼی)
روماني شاعران فطرت سره مینه لري، انسان او انسانیت ته درناوی لري، موضوع، اهنګ، وزن او عنایت ته پام کوي.
ژوند مینه ده غورځنګ دی ژوندون شور دی
بې له مینې ژوندون نه کېږي سور اور دی
په نړۍ کې هر ژوندی په مینه پایي
زړه په مینه باندې کور بې مینې ګور دی
(نعیم ازاد)
ګیټس ښکلا او جمال سره ډېره مینه کړې ویلي یې دي: ښکلا صداقت دی او ښایست هر وخت د خوشالۍ باعث وي، حسن ته یې د دین او مذهب په څېر تن ایښی.
د اردو او فارسي ژبې شاعر علامه اقبال روماني احساس ته د هر اشوبي وايي.
د ډریوټ په قول روماني هندمندان عموماً باطن بین وي او کلاسیک ظاهر بین وي.
د رومانتیک لیکلوال ویکټور هوګو ډرامه ښودل کېده، په دې شپه د کلاسیک او رومانتیک مشهور لیکوالانو ډرامې ښودل کېدې، چې نتیجه یې جګړه شوه له هغې وروسته ویکټور هوګو د رومانتسیزم لار ښوونکی بلل شوی.
ډاکټر لیاقت تابان د داور خان داود په حواله لیکلي: د دنیا د ادب وېش د کلاسیک او روماني ادب په واسطه شوی، کلاسیک بیان ته مخه کړې او روماني یې عمل او حرکت ضرور ګڼي.
خواجه محمد سایل د رومانویت په هکله لیکلية: ذاتي خیال لرم چې یو انسان د خپل ذات شدت د فطرت د رنګینو عکسونو په رڼا کې حس کړي او له جذباتو مغلوب نه شي دغه رومانویت دی.
راج ولي شاه خټک داسې نظر وړاندې کړی: رومانویت په لنډو ټکو فطرت ته د ستنېدو تحریک دی. بنیادم ماشین نه دی او عقلیت د بنیادم د جذباتو د تسکین پوره خاصه ده، د زړه بېله نړۍ ده چې په څه کې خپل تسکین لټوي د عقل په پیمانه یې تلل ممکن نه دي.
خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه
پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه مانا
چوپ شمه که ووایم چې دنګه یاره تا ښایم
خلک راته وایې چې کاروانه چینار څه مانا
د محب وزیر په فکر روماني شاعر د احساساتو او جذباتو په وسیله حقیقتونو ته ځای رسوي.
نن نسیم عبدالقادر ته سحر ووی
بوی یې واخله دا ګلونه په رفتن دي
رومان تر ناول لوی کیسې ته وایې، روماني ماناسور قیمتي کاڼی، رومان عربي لغت دی انار ته وايي، د سور پوخ او شوخ رنګ لپاره هم کارېږي.
سره اننګي دي سره انار دي
دا تورې زلفې دې تاو کړي دي شپولونه
پوهاند صدیق الله رښتین وایي:
رومانتسیزم د کلاسیزم په ښکاره مخالفت کول دي، زاړه چوکاټونه پکې ماتېږي، یوه نوې لار ده، د ژوند د نندارتون په انځور کې له تخیل او احساس نه زیات کار اخلي. دا په نولسمه پيړۍ کې یو ځانګړی ښوونځی رامنځ ته شوی، د خیال او فکر ازادي، اوچت خیال، له قیدونو وتل او ادبیان پکې د ښکلې خیالي نړۍ مشعولا کوي. دا یو انقلابي حرکت و په نړۍ کې قلموالو په زړه راښکوونکې لار مزل پیل کړ، چې په بیان او احساس به هېڅ بندیزونه وي، د زړو روایاتو او بندیزونه ازادي له هر ډول محدود خیال نه تېښته کول او خپلواکي ګټل یې لومړۍ غوښتنه ده.دا خپلواکي په روماني شاعر عبدالحمید کې غښتلې ده، په ډاډه زړه یې زاړه چوکاټونه مات کړي:
له شېخۍ راته بهتره شوه رندي بیا
ناصحان مې دې په سل رنګه غندي بیا
خدای قبله زما د زړه که ذات د ښکلو
که بدذات په داباله شم که نیک زاد
د شمس الدین کاکړ سرکشۍ ته انسان حیران پاتې کېږي.
که مې ستا شونډې روا نه کړې په شرعه
شمس الدین نور نا ملا دی ملا مه شه
ګیټس که هر څو حسن پرست روماني شاعر یادېږي او یادګاري نظمونه لري، خو عبدالحمید د ښکلا په خبرو کې بې سیاله او نازک خیاله دی.
ناخبر خلک یې ولې شفق بولي
دا زما د زړه له زخمه دسمال پرېوت
په روماني شاعرۍ کې د فطرت منظرې او رنګین خیالونه یو ډول حس کېږي، خو ترجماني یې جدا ده.
کاظم خان شیدا مکمل جمال پرست و.
د غنجې د رباط در په واکیدو دی
قافله د رنګ و بو درومې سبا شو
دې خبره کې هېڅ شک نشته چې روماني قلم حیرانوونکي او عجیبه کیسې وي، پښتنو قلموالو د عربي او فارسي نه پښتو کړي. ګل او صنوبر، سیف الملوک او بدري جماله، الف او لیلا، لیلی او مجنون، بهرام او ګل اندامه...........
مغرب کې عموماً روماني شاعرانو نظم لیکلی، په پښتو ادب کې د پرېشان خټک په نظم او غزل کې روماني احساس ښکاري.
چې قدم اخلې په کلار یې اخله
چرته چې زړه مې ورته لاندې نه شي
سید رسول رسا د اشرف مفتون په شاعرۍ لیکلي: مفتون د احساساتو الفاظو او جذباتو خاوند دی، د روماني شاعر حسن پرست بابا ادم دی.
شفیقي شونډې چې د ناز په موسېدو سر شي
زړه په سینه کې ناڅاپي په درزېدو سر شي
لیونی غني چې په پښتو ادب کې د خپل سبک انفرادیت لری د شلمې پیړۍ روماني، نماینده او ځلانده نوم دی.
زه چې نه یم بې مانا جنت ایمان دی
د جهان د سوز او مینې مختار زه یم
عبدالله جان په خپل چاپیریال کې د رومان خواږه لټولي.
ما وی چې تاته به څه سوال کومه
څه مې غوښتل خو مې غوښتلی نه شو
سیدرسول رسا د رومانویت په غټو نښو ترجماني نظمونو لیکلي او جمالیاتي رنګ او فطري شوخوالي پرې غالب دی.
که ته غېږې ته رانشې نو زه سوزم په اورونو
د وصال مسته نشه کې درست جهان غاړه غړۍ دی
یونس خلیل د یو ځانګړي سټایل خاوند دی، د رومانویت لاره یې نیولې او د پولو پروا یې نه ده کړې.
سلسله د مخ او زلفو چې زاهده ترېنه ووځي
څه رونق بیا دلته پاتې د ژوندون د صبح و شام دی
د عبدالرحیم مجذوب شاعرانه روح رومانویت دی.
نوې سپوږمۍ لکه وږۍ د مستې شپې په غړۍ
څومره مزه که څومره خوند که څومره ښکلې ښکاري
عزت الله ځواب هم کله نا کله شوخي کوي او په ځينو شعرونو کې یې روماني رنګ ځلېږي.
ستا ښکلا مې په چا نه لورېږي شوم یم
سړی نه شومه لا هاغسې ماشوم یم
سرچینې:
۱. تنقیدي ادب، پروفیسر حنیف خلیل.
۲. حمید او رومانویت، خواجه محمد سایل.
۳.سکونډارې، اشرف مفتون کلیات.
۴. د پښتو نوې شاعري، ایم ای حنیف خلیل.
۵.ادب تاریخ، ایم ای اوله پرچه، حنیف خلیل.
۶.پرتلیز جاج حمید او شمس الدین، ډاکټر لیاقت تابان.
۷.کودري، اقبال شاکر.
۸.د مینې چینه، نعیم ازاد.
۹. ادبي څېړنې، صدیق روهي.
۱۰. دلته هر ګل د وینو رنګ اخیستی، عزت الله ځواب.