
دلغمان ولایتي اداري په هڅو په دې ولایت کې د۱۱۴ ملیونه افغانیو په ارزښت دبې وزلو کورنیو دلاس نیوې په منظور دوه کلنه پروژه پېلیږي.
دلغمان په مرکز او ولسوالیو کې به ډیر ژر د ۱۱۴۲۷۹۹۰۸( یو سل او څوارلس ملیونه، دوه سوه نه اویا زره او نه سوه) افغانیو په ارزښت دهغو بې وزله او بې سرپرسته کورنیو سره دمرستې په منظور چې دنفقې دپيدا کولو څوک نه لري داقتصادي پرمختیا،روغتیا او پوهنې په برخه کې دهمکاري دوه کلنه پروژه پيلیږي.
په لغمان کې دبېکارې دکچې د راټېټولو ،پوهنې ،روغتیا او اقتصادي پرمختیا په موخه دلغمان ولایتي ادارې مشرتابه دخپلو بیدریغه هلوځلوپه پایله کې په دې وتوانیده چې دیو شمېر نړیوالومرستندویه موسسو او بنسټونو پاملرنه دې ولایت ته را واړوي.
په دې لړ کې MISFA نړیواله موسسه چمتو شوې چې په لغمان ولایت کې دیادې پروژې مالي لګښت ته غاړه ورکړي او د ودان افغانستان موسسې له لوري دا پروژه په مرکز او ولسوالیوکې تطبیق کوي.
د ودان افغانستان موسسې ولایتي مسؤلینو دلغمان ولایت مقام مشرتابه سره په ترسره شوې ناسته کې ددې پروژې د څرنګوالي په هکله بشپړ معلومات ورکړل او یاده ېې کړه چې دوی لومړی په خپله کارې ساحه کې دبې وزلو او بې سرپرستو کورنیو دتشخیص پروسه پر مخ وړي او وروسته عملاً خپلې چارې پيلوي .
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي دتمویلوونکي او تطبیق کوونکې موسسې له مسؤلینو مننه وکړه او ترڅنګ يې وویل:
لغمان یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې اړتیا ته په کتو لازمه پاملرنه نه ده ورته شوې،نوموړي په دې خوښې وښودله چې د یادې موسسې له لوري په لومړي ځل په دې کچه پراخې پروژې په لغمان ولایت کې پيلیږي،خونوموړي دا مرستې د ولسونو له اړتیا ته په کتو کمې وبللې او له ټولو همکارو موسسو ،نړیوالومرستندویانو او مرکزي دولت يې غوښتنه وکړه چې لغمان ته خپله پاملرنه لازیاته کړي.