ډیر ژر به دلغمان زرګونه کورنۍ دبرښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

 
لغمان والي عبدالجبار نعیمي لغمان ته د راتګ سره سم د ولسي پرلسې غونډو له لارې دخلکو ستونزې،غوښتنې  او وړاندیزونه واوریدل،دحل په موخه يې د مرکزي اړوند ادارو سره شریک او دځینو لپاره يې دولایت په سطحه دموجودو امکاناتو په استفادې دحل لار موندنې هڅې پيل کړې،دولایت دبېلابېلوسکتوري ریاستونو سره يې دولسي ستونزو دراکمولو په موخه مسلسلې ناستې ترسره او ټولو ته يې دنده وسپارله  ترڅو په خپله برخه کې ولس ته رغنده خدمات وړاندې کړي.
ددې  هڅو او تلاشونو په پایله  کې دادی دلغمان دمرکز او شاوخواسیمو زرګونه کورنۍ دبرښنا له نعمت برخمنې کیږي،اوس مهال دهغو ټولو ساحاتو تخنیکې سروي بشپړه شوې کومې چې دبرښنا دویش په لومړي پړاو کې شاملې دي، په دې ساحاتو کې د قرغیو ولسوالۍ( قلعه سرفرازخان، قلعه قاضي او کوز سرخکان ) او په مرکز کې (ډپي،ګلکاري، ده زیارت او ماشه خېل ترڅنګ دوه سرکه ،دار المعلمین ساحې شاملې او  دسلطان غازي بابا په ښار ګوټې کې به د (3*250)   په ظرفیت دتقویتي ترانسفارمرونو نصبول شاملې دي.
ددې ترڅنګ به دسه صدي قریه ، شهیدان بابا، چهاردهي، باغ میرزا،فرمان خېل،صفوخېل،عبدالرحیمزي او دسرخکانو بازار هم د همدې پړا و برښنا ویشنې په پلان کې شاملې دي، هغو ساحاتو ته چې د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا يې دافغان جرمن کمپنۍ سره قرار داد شوی ( مریم،تاجګړي، علي خېل،اطفايې ساحه، خاله خېل، سیاکلا،شارن، لاندې تیګړي،تره خېل، نواباد، شمشیر اباد او دقرار ګاه کلی هغه ساحې دي چې میشت اوسیدونکي به يې دبرښنا  له ستر نعمت څخه برخمن شي.
د یادونې وړ ده چې  اوس مهال  دبادپښ ولسوالۍ په اړوند ساحاتوکې د (۲۰) کیلولت شبکې جوړونې چارې روانې دې، چې تر دې دمه يې(۶۹۲) براکتونه  او (۱۴۰۰)انسیلترونه نصب شوي دي.
دلغمان  د ولایتي ادارې مشرتابه میشتو ولسونوته ډاډ ورکوي ،چې دبرښنا ویشنې لړۍ به ګام په ګام ددې ولایت تر لیرې پرتو سیمو،کلیو او بانډو پورې ورسوي،ترڅو ټول  ولسونه ددې ستر نعمت څخه برخمن شي.
نېټه : ۱۴/۶ /۱۳۹۴
دلغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر